لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ ته په جواب کې ډیموکرېټان په حکومت کې د ذمه وارانه بدلونونو غوښتنه کوي
تازه خبر

ټرمپ ته په جواب کې ډیموکرېټان په حکومت کې د ذمه وارانه بدلونونو غوښتنه کوي


د امریکې د ډیموکرېټ ګوند سنېټرې الیسا سلوټکین د سې شنبې- نهې په شپه وویل، د کانګرس ګډې غونډې ته د صدر ډانلډ ټرمپ وینا ته د ډیموکرېټانو د جواب په توګه وویل چې امریکا ذمه وارانه بدلونونو ته اړتیا لري.

سلوټکین وویل د خوراکي توکو، کورونو او علاج په څېر شیانو بیې باید راټیټې شي، خو تور يې پورې کړ چې ټرمپ د دغو ستونځو د حل کولو لپاره د باور وړ پلان نه لري.

هغې وویل د ټرمپ اقتصادي پالیسۍ به امریکایان دې ته مجبوره کړي چې د ټیکسونو او تجارتي جګړو، د ملک د پورونو د زیاتوالي او ممکنه اقتصادي بحران په ګډون د خپل ژوند په هره برخه کې "پیسې ورکړي".

مېرمن سلوټکین وویل، "صدر ټرمپ هڅه کوي خپلو بیلینېر یا ارب پتي ملګرو ته بې ساري رعایتونه ورکړي."

هغې د ارابونو ډالرو سرمایه لرونکي تاجر ایلن مسک یادونه هم وکړه، چې د ټرمپ په مشرۍ د حکومت د کارکردګۍ د ادارې مشري کوي او له نوکریو د فیډرل ملازمینو د پراخو برطرفیو او د امریکایانو معلوماتو ته د هغه د ټیم د رسایي په اړه یې اندېښنې په ګوته کړې:

"موږ یو ډېر اغېزناک حکومت ته اړتیا لرو. تاسو غواړئ هغه څه کم کړئ چې ضروري نه دي، زه به درسره په دې کار کې مرسته وکړم، خو دې ته اړتیا نه شته چې بدلون ګډوډ وي یا موږ ځانونه لږ خوندي محسوس کړو".

هغې په سپینه ماڼۍ کې د تېرې اوونۍ د تاوجنې غونډې په اړه هم خبرې وکړې چې پکې صدر ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امریکې په "بې احترامۍ" تورن کړ:

"هغه د ولادیمیر پوټین په څېر آمرانو ته په نیزدې کېدو سره په ارامۍ باور لري او زموږ له ملګرو لکه کېنېډایانو سره سم چلند نه کوي. هغه د امریکې مشرتوب یواځې د جایدادونو د معاملو لړۍ ګڼي."

سلوټکین وویل امریکایي جمهوریت د نړۍ لپاره یو امید پاتې شوی دی، خو وایي په اوس وخت کې دا جمهوریت په خطر کې ده.

ټرمپ غواړي د "امریکا لومړی" بهرنۍ پالیسۍ عملي کړي چې د پېرس د موسمي بدلون له تړون او د روغتیا له نړیوالې ادارې د وتلو حکمونه هم پکې شامل دي او غواړي د امریکې د نړیوالې پرمختایي ادارې یوسېډ کار هم کم کړي.

سلوټکین وویل هغه به د روس یا چین په نسبت د نړۍ د مشر په توګه امریکا غوره وګڼي.

"د ډانالډ ټرمپ اقدامات دا ښیي چې هغه په زړه کې هغه دا باور نه لري چې موږ یو ځانګړی ملت یو. هغه په ​څرګنده دا فکر نه کوي چې موږ باید د نړۍ مشري وکړو".

د فرورۍ په څلورمه د صدر ټرمپ د وینا په مهال په کانګرس کې د مخالف ګوند ډیموکرېټ ګوند غړي اکثر وخت غلي ناست وو خو کله کله به یې د هغه د وینا په وخت شور هم کاوه، له همدې کبله د ډیموکرېټ د یو غړی له کانګرسه ایستل شوی هم وو.

د ډیموکریټ ګوند ځینو نورو غړو په لاسونو کې تختې نیولې وې. په دغو تختو د "دروغ" نعره لیکل شوې وه او چې کله به صدر ټرمپ ځینې اعلانونه کولو نو دوی به دغه تختې خوځولې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG