لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: د روس صدر اوکراین دنیا د نقشې نه ختمول غواړي


صدر بایډن وویل امریکا غواړي چې په اوکراین کې جنګ په منصفانه ډول ختم شي او دا جنګ یوازې روس ختمولی شي.
صدر بایډن وویل امریکا غواړي چې په اوکراین کې جنګ په منصفانه ډول ختم شي او دا جنګ یوازې روس ختمولی شي.

د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ یا د عمومي شورا غونډې ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ تقریر کې د امریکې صدر جوبایډن په اوکراین د یرغل په سر په روس سخت تنقید وکړو او وې وېل صدر ودلادېمېر پوتین اوکراین د دنیا د نقشې نه ختمول کول غواړي.

په نیویارک کې د متحده قومونو په مرکزي دفتر کې د جنرل اسمبلۍ ۷۷ کليزې غونډې ته خپل تقریر کې صدر بایډن په صدر پوتین نېغ په نېغه نېوکي وکړي او ويې وېل هغه یوازنی تن دی چې په اوکراین يې د جنګ لاره غوره کړې ده.

صدر بایډن وویل امریکا غواړي چې په اوکراین کې جنګ په منصفانه ډول ختم شي او دا جنګ یوازې روس ختمولی شي.
هغه وویل امريکې او د امريکې مغربي اتحادیانو د روس د یرغل په ځواب کې اوکراین سره د بېلینونو ډالرو پوځي او اقتصادي مرسته کړې ده.

امریکايي صدر ژمنه وکړه چې د اوکراین د خپلواکۍ او د سیمه اییز یوالي ملاتړ به کوي.

کتنه به وي چې روس د صدر بایډن خبرو ته څه ځواب وايي؟
د شورو، چهارشنبې، په ورځ صدر پوتین د هېواد اضافي ځواکونو ته په جزوي توګه د متحرک کېدو امر وکړو او ويې وېل مغربي ملکونه روس تباه کول غواړي خو ماسکو به د هېواد او ولس د تحفظ دپاره هره لاره استعمالوي.

صدر پوتین د ځواکونو د متحرک کېدو امر په داسې حال کې کړی چې په شمال مشرقي اوکراین کې د اوکراین ځواکونو د روسي عسکرو په ضد پرمختګ کړی او ګڼ شمېر سيمې يې بېرته نیولي دي.

قام ته په ټېلې وژن خپله وېنا کې پوتین وویل د اضافي ځواکونو متحرک کېدل روس د خپلواکۍ دپاره ضروري دي
د روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو وویل پوځ به درې لکه اضافي عسکرو ته د حاضرېدو حکم ورکوي.

صدر پوتین وویل مغربي نړۍ روس کمزوری او تباه کول غواړي. هغه زیاته کړه چې د ملک او خپل ولس د تحفظ دپاره به روس په خپل وس کې هره لاره کاروي.

د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته وېنا کې صدر بایډن د روسي صدر په تازه څرګندونو تنقید وکړو او ويې وېل صدر پوتین په غیر ذمه وارانه ډول د اېټمي جنګ ګواښونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG