لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي؛ پاکستان کې د انټرنیټ د بندیزونو له امله اقتصاد زیانمیږي اؤ په ریاست د خلکو بې باوري سیوا کیږي


د پاکستان د حکومت لخوا د سياسي احتجاجونو په مهال د انټرنيت تړل کېدو اثر دا ځل د هېواد تر کورنيو صارفینو رسېدلی دی او ماهرین وايي په انټرنېټ بنديزونه که يو خوا اقتصاد ته زيان رسوي نو ورسره د ټولنيزو اړیکو د شلېدو او په رياست د بد اعتمادۍ سوب ګرځي.

په پاکستان کې د ټولنيزو رابطو وېبپاڼه اېکس (پخوانی ټويټر) د روان کال د فبرورۍ د مياشتې راهيسې تړل شوې ده او په دې هېواد کې د انټرنيت بندېدل اوس يو معمول جوړيږي.

د حکومتي بنديزونو څخه د بچ کېدو لپاره کارېدونکي وېب ټولز به هم په انفرادي توګه د استعمال دپاره ډېر زرممنوع وګرځول شي.

په دې ورستو څو کلونو کې د حکومت مخالفه سياسي ګوندونو د لاريونونو یا لويو سياسي غونډو په مهال هم د پاکستان دننه په انټرنېټ بنديز کې اضافه لېدل شوې او د موبایل ډېټا ترڅنګ اوس د کورني استعمال انټرنيت کنکشنې هم تړل کېږي.

د ډېجټل حقونو فعالان وايي راتلونکې کې پاکستان د انټرنيت د ازادۍ په حواله د امرانه هېوادونو په قطار کې ولاړ ويني.

د ډېجټل حقونو فعال ښاغلی هارون بلوچ وي او اې ډيوه ته وایي "لکه څنګه چې چين دی ولې چې زموږ خو ټېکنالوجي هم د چين څخه درامد کېږي، او چې کله ټېکنالوجي درامد کېږي نو ورسره د هغې قواعد او ضابطې هم هغه شان راځي او که دپاکستان د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون ته وکتل شي نو هغه د چين د قانون سره سمون لري"

په کال 2022 کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د باني عمران خان له حکومت ختمېدو وروسته د یاد ګوند د احتجاجي مظاهرو په مهال اوس په پاکستان کې په پرله پسې ډول انټرنيت تړل کېږي خو د کورونو دننه د انټرنيت بندول يو غېر معمولي اقدام بلل کیږي.

د داخله چارو مرکزي وزارت د انټرنيت د بنديز لامل امنیتي اندېښنې بولي.

ملغلره ګلالۍ د اسلام اباد په يو شخصي سکول کې تعليم ترلاسه کوي، هغه وايي د احتجاجو په مهال د سکولونو او بيا د انټرنيت بنديز مايوسه کړې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل "او بيا چې کله مونږ ته سکول ان لاېن ټاسک یا د کور کار راکوي نو د انټرنيت د بندېز له کبله په ترسره کولو کې یې د ډېرو مسلو سره مخ کېږو، دغه شان د ټاسک په جمع کولو او د سکول سره د میسیجز په لېږلو رالېږلو کې راته مشکل وي"

په پاکستان کې د انټرنيټي خدمامتونو د ورکونکې اتحادیې مشر شهزاده ارشد مطبوعاتو ویلي چې په تېرو وختونو کې اسلام اباد کې د احتجاجونو په مهال هم ددې ښار اوسېدونکو واي فاي ته لاس رسۍ درلودو خو دا وار کورنۍ انټرنيت هم د بندېز لاندې راغلو.

د قاېد اعظم پوهنتون اسلام اباد پروفېسر ډاکټر منور حسېن وايي کله چې د مالوماتو او اطلاعاتو ازادانه بهير بند شي نو ټولنه د ګډوډي ښکار کېږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "دا داسې وي لکه چې سترګې او غوږونه دې نه وي، او د شک يو ماحول خور وي، د رياست او ټولنې ترمنځ تر ټولو مهم عنصر د اعتماد وي او د دې سره د دوي په يو بل اعتماد ختميږي، او چې دا اعتماد ختم شي نو بيا حکومت به څنګه چليږي او سياسي استحکام به څنګه راځي، ځکه چې سياسي او ټولنيزه هم اهنګي نه وي"

په کال 2023م کې پاکستان د اقتصاد سقوط تر څنډې رسېدلی ؤ او له دې سقوط څخه د د بچ کېدو يوازینۍ لاره یې د آي اېم اېف څخه د قرض اخستو پاتې شوې وه چې وروسته حکومت د ملکي اقتصاد د بحالۍ لپاره ټېکنالوجي د ژوند ليکه ګرځولې وه،ولې ماهرين وايي د اسلامي نظریاتي کونسل لخوا انټرنيت ته د لاس رسي لپاره د وي پي اېن د استعمال غېر شرعي ګرځولو وروستۍ پرېکړې د هېواد 24 لکه فري لانسران د روزګار د خطر سره مخامخ کړل.

د بېان د ازادۍ لپاره کار کوونکې نړیوالې ادارې، فريډم هاوس، د 2024 کال په رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې خلک د انټرنيت جزوي ازادي لري او هم ددې له کبله د 100 هېوادونو په فهرست کې په 27م نمبر دی

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG