د عمران خان د نيولو وروسته پاکستان کې بند کړی شوی انټرنېټ وروسته له هغې بحال کړی شوی چې په نړيواله کچه پرې اندېښنې څرګندې کړی شوې او د انټرنېټ د بحالۍ غوښتنې شوې وې.
د انټرنېټ د بحالېدو وروسته هم ګڼو کسانو ويلي چې د ټولنيزو رسنيو پاڼې اوس هم سم کار نه کوي.
پاکستان کې ټیلي کميونيکېشن اتهارټۍ [پي ټي اې] ويلي، درې ورځې وروسته په ملک کې موبايل براډ بېنډ سروس بيرته په ځای کيږي.
د ډان وېب پاڼې ترمخه د پي ټي اې وياند تايید کړې چې انټرنېټ سروس په پړاوونو بیرته بحاليږي په بشپړ ډول بحالېدو کې به یې وخت ولګي.
د عمران خان د نيولو وروسته پاکستان کې د پېل شوو احتجاجونو په مهال موبايل انټرنېټ سروس، او د ټولنيزو رسنیو پاڼو ټویټر، فېس بک او يوټيوب ته رسايي ودرول شوې وه.
امريکا او د بشري حقونو نړيوالو تنظیمونو پاکستان کې د انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او په سمدستي توګه د بحالۍ غوښتنه یې کړې وه.
د امريکې د سېنېټ د بهرنيو اړيکو کمېټۍ سېنېټر بوب مېننډيز ويلي وو، پاکستان کې روان حالات څاري او د اړي ګړي د کمېدو د هڅو تاييد کوي او پاکستان کې يې په فوري توګه د انټرنېټ د بحالۍ غږ کړی وو.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو هم پاکستان کې په فوري توګه د انټرنېټ د بنديز ختمولو غوښتنه کړې وه. اېمنسټي انټرنېشنل هم پاکستان کې د انټرنېټ د بحالۍ غوښتنه کړې وه.
پاکستان اېسوسي اېشن اف سافټ وېر هاوسز [فاشا] پرون سهار ويلي وو، د نهمې مې راهسې انټرنېټ سېکټر ته د لس ملينه ډالرو څخه تاوان اوښتی دی.
پاکستان کې د يوې موبايل کمپنۍ جېز مشر عامر حفیظ ابراهيم په لسمه مې ویلي وو، په 24 ساعتونو کې 125 ملينه پاکستانيان انټرنېټ ته د رسايۍ څخه محرومه شوي وو.
د انټرنېټ د بحالۍ وروسته هم په ټولنيزو رسنیو ګڼو کسانو ويلي، چې د وي پي اېن بغېر اوس هم ټويټر کار نه کوي.