لاس رسیدونکی لینک

 
د ایران صدر ټرمپ ته: تر ګواښ لاندې خبرې نه کوو، "څه چې کوې ویې کړه"
تازه خبر

د ایران صدر ټرمپ ته: تر ګواښ لاندې خبرې نه کوو، "څه چې کوې ویې کړه"


د ایران له مذهبي مشر آیت الله علي خامنایي وروسته د دې هېواد صدر مسعود پزشکیان هم یو ځل بیا د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ وړاندیز رد کړی او وایي له واشنګټن سره د ایټمي پروګرام پر سر خبرې نه کوي.

ښاغلي پزشکیان د مارچ په 11مه له یو شمېر ایراني صنعتکارانو او سوداګرو سره په خبرو کې د امریکې صدر ته په خطاب کې وویل، "څه چې کوې ویې کړه".

تر پزشکیان وړاندې د ایران روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي هم د ښاغلي ټرمپ د خبرو بلنه رد کړې وه ځکه د هغه په قول په خبرو اترو کې د داسې شیانو غوښتنه شوې وه چې ایران ته د منلو وړ نه ده.

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنایي هم څلور ورځې وړاندې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ غوښتنه رد کړې وه ځکه چې وایي د ټرمپ مقصد به دا وي چې د ایران د میزایلو په واټن او په سیمه کې د ایران په اغېز باندې بندیزونه ولګوي.

د ایران صدر دا نه دي ویلي چې د امریکې صدر له دې هیواده د خبرو په بدل کې څه غوښتنې کړې دي خو ویې ویل دا ورته نه منل کېدونکې خبره ده چې چې امر ورته وشي چې دا او هغه وکړئ او یا دا او هغه مه کوئ. پزشکیان زیاته کړه، "زه له تا سره هیڅ مذاکرات نه کوم".

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د مارچ په اوومه منلې وه چې له ایران سره په اېټمي تړون باندې خبرې اترې کول غواړي او د دې لپاره یې د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنايي ته یو خط لېږلی دی.

ټرمپ خامنايي ته د خط ذکر د امریکې له فاکس بزنس نیوز سره د تېرې جمعې په ورځ په نشر شوې مرکه کې کړی وو.

د ټرمپ د خط مقصد له تهران سره د نوي تړون غوښتنه ده او د ایران د ایټمي پروګرام د چټک پرمختګ مخه ونیسي او غواړي هغه ایټمي تړون بدل کړي چې هغه د خپلې لومړۍ دورې په وخت امریکا ترې ایستلې وه.

ټرمپ د جمعې په ورځ په اوول دفتر کې خبریالانو ته په مخامخ ډول د خط یادونه ونه کړه، خو هغه د ممکنه پوځي اقدام په اړه پټه اشاره وکړه او ویې ویل، "موږ له ایران سره په داسې حالت کې یو چې ډیر زر به یو څه پیښ شي. ډیر زر به پیښ شي."

سپینې ماڼۍ د ایراني صدر د څرګندونو په غبرګون یو ځل بیا ویلي چې د ښاغلي ټرمپ دریځ لا هم دا دی چې ایران یا باید اتفاق وکړي او یا به یې پر ضد پوځي اقدام وشي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز وي او اې فارسي څانګې ته وویل، "په ټینګار سره وایو صدر ټرمپ په واضح توګه ویلي چې د ایران لپاره دوه لارې شته دي: پوځي یا اتفاق".

ایراني چارواکو د ایټومي پروګرام پر سر د ښاغلي ټرمپ بلنې ته بیلا بیل غبرګونونه ښودلي خو تر دې دمه روښانه شوې نه ده چې د ټرمپ په خط کې څه غوښتنه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي مِشن تېره ورځ وویل، له امریکې سره مذاکرات امکان لري خو وایي په دې شرط چې دا خبرې یواځې په دې هدف وي چې ایا د ایران ایټمي پروګرام د پوځي اهدافو لپاره کارول کیږي که نه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په خپل بیان کې د امریکې یا بل هیواد له نوم اخیستو پرته ویلي، که د خبرو اترو هدف د ایران ایټمي له پروګرامه د پوځي ګټې اخیستو د اندیښنو په هکله وي، دا هیواد به پرې غور وکړي خو که د خبرو مقصد د ایران "سوله ایز" ایټمي پروګرام ختمول وي، دا ډول خبرې "هیڅ امکان" نه لري.

د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنایي په فرورۍ میاشت کې هم د خپل هیواد د ایټمي پروګرام په اړه له امریکې سره د خبرو امکان رد کړی وو او ټینګار یې کړی وو چې خبرې به د ایران ستونځې هوارې نه کړي.

خامنایي هغه وخت دا څرګندونې وروسته له هغه کړې وې چې ایراني چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې داسې نخښې ښودلې وې چې ګواکې تهران چمتو دی د صدر ډانلډ ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د مارچ په یوولسمه ویلي، تر څو چې امریکا د زیات فشار له پالیسۍ کار اخلي، د ایټمي پروګرام په هکله به خبرې ونه کړي.

د ایران دې تر ټولو لوړ پوړي سفارتکار د سعودي عرب په جده ښار کې د اسلامي همکارۍ تنظیم په یو غونډه کې خبرداری ورکړی چې د دې هیواد ایټمي پروګرام د پوځي عملیاتو له لارې نه شي ختمېدای.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG