لاس رسیدونکی لینک

 
اسرایل غزه ته د امدادي سامانونو لیږل تړلي چې په حماس د اوربند نوي تړون لپاره فشار زیات کړي
تازه خبر

اسرایل غزه ته د امدادي سامانونو لیږل تړلي چې په حماس د اوربند نوي تړون لپاره فشار زیات کړي


اسرایل ویلي چې د غزه پټۍ ته تلونکي ټول امدادي سامان وړونکي ګاډو لاره بندوي او د ٫٫اضافي نتیجو٬٬ خبرداری یې هم ورکړی که چرې د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوي وسله والې ډلې حماس د امریکا لخوا منل شوی د اوربند نوی تړون عملي نه کړو.

حماس وسله والې ډلې بیا په اسرایل تور لګولی چې د اوربند نازکه تړون په شاه بوځي او زیاته کړې یې ده چې غزه ته د امدادي سامانونو تړل په روانه ډزبندې باندې ٫٫ جنګي جرم، نامناسبه او ارزانه برید٬٬ دی.

د اسرایل او حماس تر منځه د ډزبندۍ لومړی پړاو د خالي/ شنبې په ورځ ختم شوی چې پکې د بشري مرستو زیاتول هم شامل دي. دواړه ډلې به د د اوربند په دویم پړاو خبرې کوي چې پکې د حماس لخوا د پاتې اسرایلي یرغمالیانو خوشي کول او په ځواب کې د غزه د یو شمېر برخو نه د اسرایل وتل شامل دي.

یو اسرایلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې غزه ته د امدادي سامان تړلو فیصله د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې سره په مشوره شوې ده. خو تر اوسه د امریکا لخوا د اسرایل په دغه فیصله کوم نظر نه دی راغلی.

د جنورۍ ۱۹مې نېټې راپه دیخوا د کله نه چې د اسرایل او حماس تر منځه ډزبندي شوې، غزه ته د امدادي سامانونو سوونو ټرکونه داخلیږي. تر اوسه دا نه ده معلومه چې د امدادي سامانونو تړلو به په سمدستي توګه کوم اثر وي.

د جنورۍ په ۱۹ نېټه د اسرایل او د حماس ډزبندي د شروع کېدو راهسې حماس ۲۵ یرغمالان او اسرایل د ۱۱۰۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

د طبي امداد نړیوالې ادارې انټرنېشنل کميټي اف دي رېډکراس په ټولو فریقېنو غږ کړی چې د قېدیانو او د یرغمالانو تبادله دې په باوقار او د شخصي انداز کې وکړی شي.

په اسرایل کې فلسطیني قېدیان د ترهګرو په څېر لیدل کېږي چې د ملکي خلکو ا د اسرایلي ځواکونو خلاف د پرتشدد حملو په سر نیول شوي دي.

د فلسطینیانو دپاره د قېدیانو ازادي انصاف او د اسرایل خلاف د مزاحمت د علامت په توګه لیدل کېږي.
اسرایل او حماس دواړو په یو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګولي دي خو د دې باوجود هم د امن دا لوظنامه په ځای ده.

د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړل او لوظ یې وکړو چې حماس به ختموي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال ونیول.

په غزه کې د جنګ د لاسه د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي دا شمېرې د باور وړ دي. اسرایل وايي په غزه کې تر ۱۷۰۰۰ پورې وسله وال يې هم وژلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG