لاس رسیدونکی لینک

 
اسرایل  په ٬٬ ناروا٬٬ توګه د یرغمالیانو خوشي کولو په سر د فلسطیني قیدیانو ازادول ځنډولي
تازه خبر

اسرایل  په ٬٬ ناروا٬٬ توګه د یرغمالیانو خوشي کولو په سر د فلسطیني قیدیانو ازادول ځنډولي


Mideast Wars
Mideast Wars

اسرایل ویلي چې د هغه سلګونو فلسطیني قیدیانو ازادول یې تر هغې ځنډولي ٫٫ تر څو چې حماس نور یرغمل شوي اسرایلیان نه وي خوشی کړي او د خوشی کولو په وخت یې سپکې دستورې یې نه وي ودرولي٬٬.

دغه بیان د وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د دفتر لخوا د اتوار/یکشنبې په ورځ وروسته د هغې خپور شوی کله چې د فلسطیني قیدیانو ممکنه ګاډي د اوفېر بندي خانې نه ووتل او بیا بیرته دغه بندي خانې ته داخل شول.

د دغه ۶۲۰ فلسطیني بندیانو ازادیدل د هغه شپږو اسرایلي یرغمالیانو د خوشیي کېدو سره تړلي وو څوک چې د خالي په ورځ د حماس لخوا ازاد کړی شوي خو بیا دغه کار د څو ساعتونو لپاره وځنډیدو. د حماس او اسرایل تر منځه ډزبندۍ لومړي پړاو کې دا په یوه ورځ کې د فلسطیني بندیانو د ازادولو تر ټولو لویه شمېره وه.

د اسرایل دغه ناڅافي اعلان د جنګ بندۍ په اړه شوی تړون په نور شک کې اچولی.

د فلسطیني ادارې د قیدیانو کمېشن هم د ٫٫ نامعلومه مودې پورې٬٬ د بندیانو د ازادیدو دغه ځنډیدو پخلی کړی. د ای پي خبری ادارې لخوا په ریکارډ‌ شوي یوه ویډیو کې غربي غاړه کې د دغه فلسطیني قیدیانو خپل خپلوان ښودل شوي چې په یخ موسم کې د بندیانو ازادیدو په تمه ناست وو. په دغه ویډیو کې یوه مېرمن هم ښودل شوې چې په ژړا بیرته خپل کور ته ستنیږي.

حماس د شنبې په ورځ د خوشې کېدونکو شپږو اسراییلي یرغمل شویو له ډلې څخه لومړني دوه کسان په داسې حال کې خوشې کړل، چې د دواړو مخالفو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالي د نازک اوربند د راتلونکي په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.

د نړيوالې خبري شبکې اې پي د رپورټ له مخې دغه دوه یرغملیان ۴۰ کلن تل شوهم او ۳۸کلن ایورا مېنګیسټو د حماس نقاب‌پوشه وسله والو د جنوبي غزې په رفح ښار کې د خلکو د یوې غونډې مخې ته پر یو سټېج راوستل، او بیا د سره صلیب موټرو ته انتقال شول.

د اې پي له مخې لږ وروسته، د اسرایل پوځ تایید کړه چې یاد دوه کسان اسرایل ته رسول شوي دي.

څو ساعته وروسته، د سره صلیب موټر د نصیرات مرکزي ښار ته ورسېدل، چیرته چې د نورو یرغمل شویو د سپارلو بهیر باید دوام ومومي. د یرغمالانو د خوشې کیدو دا تازه عمل د هغه تړون یوه برخه ده، چې له مخې یې اسراییل سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کوي.

دا پروسه په داسې حال کې پر مخ ځي، چې د دواړو اړخونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې حماس د اسرایلي یرغمل شوې مېرمنې شیري بیباس د جسد پر ځای بل غلط جسد وسپاره، چې دا موضوع د سختو غبرګونونو او لانجو لامل شوه.

د قطر د نشریاتي ادارې الجزیزیره د رپورټ له مخې د فلسطیني ډلې حماس وینا وه چې د شپږو یرغمالانو خوشې کول د اوربند په تړون د هغوي د عمل کولو ژمنه څرګندوي. حماس په اسرایل د اوربند په تړون عمل کولو کې د ځنډ تور هم لګولی دی.

الجزیزې د حماس په حواله ویلي دي چې نن د شپږو بندیان د خوشې کولو په مهال په ګڼ شمیر کې د ولس شتون د اسرایل اؤ د هغوي د ملاتړو لپاره تازه پېغام دی . حماس د تړون د دویم تړون لپاره خپله امادګي ښودلې ده اؤ د قیدیانو د تبادلې د هر اړخیز عمل بشپړولو ته یې خپله ژمنتیا تکرار کړې ده

له حماس ډلې سره تړلي د فلسطیني بندیانو د رسنیو دفتر ویلي چې تر 600 زیات فلسطیني بندیان به هم د یرغملو په بدل کې د اسرایل له زندانونو څخه خوشي کړل شي. د اسرایل د یرغمل شویو او بې درکه شویو کورنیو ټولنې د دې اونۍ په پیل کې د شپږو یرغمل شویو نومونه خپاره کړي وو، چې پکې الیا کوهن، تل شوهام، عمر شم توف، عمر وینکرټ، هشام السید او اورا منګیستو شامل دي.

حماس د پنجشنبې- زیارت په ورځ هم د څلورو اسرایلي یرغمل شویو کسانو مړي اسرایل ته وسپارل، چې پکې د بیباس د کورنۍ درې غړي او یو بوډا سړی شامل وو، چې د دې ډلې په وینا د جګړې په پیل کې د اسرایل په هوايي برید کې وژل شوي وو.

خو اسرایلي وزیراعظم بینامین نتنیاهو د جمعې په ورځ وویل حماس د ډزبندۍ له تړون سره سم اسرایل ته د یو یرغمال تن مړی نه دی ورکړی او وایي ډله به يې قیمت ادا کوي.

نتنیاهو په یو ویډیو بیان کې وویل د ژوندیو یرغمالان د ستنولو او د مړو جسدونه ترلاسه کولو دپاره به اسرایل په عزم ګامونه پورته کوي او حماس به د تړون د خلاف ورزۍ مکمل قیمت ادا کوي.

د زیارت- پنجشنبې، په ورځ د دوو ماشومانو، د یوې ښځې او د یو سړي مړي اسرایل ته سپارل شوي، خو ویل کېدل چې دغه ښځه د ماشومانو مور ده، خو اسرایل وايي د ماشومانو د مور مړی نه دی ورکړل شوی. دا لومړی ځل دی چې حماس د یرغمل کسانو مړي اسرایل ته سپارلي دي، حماس دعوه کړې ده چې دا کسان د هغوی له ساتونکو سره یو ځای د اسرایل په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.

د اسرایل د دې تور باوجود چې وایي د یرغمل شوي شیري بیباس مړی حماس نه دی ور سپارلی، د یرغملو د خوشي کېدو دا اعلانونه د دې نخښه ده په غزه کې د ډزبندۍ تړون لا هم پر ځای دی. د حماس وسلوالو دغه مړي سره صلیب نړیوالې مرستندویه ادارې ته سپارلي وو او وروسته له غزې څخه اسرایل ته لیږدول شوي، چېرې چې په لسګونو کسانو ورته انتظار کاوه.

د اسرایل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو د ډزبندۍ دوې اونۍ پاته دي او دواړه خواوې تراوسه ددې اوربند د غزولو په اړه لا کوم تړون ته نه دي رسېدلې. حماس ټینګار کوي چې د اوربند تړون ته ژمن دي او وایي "په خپل ملکیت کې د هیڅ مړي د ساتلو لپاره څه دلچسپي نه لري".

په غزه کې د ډزبندۍ تړون د جنوري په 19مه پیل شو او لومړی پړاو د مارچ په لومړیو کې پای ته رسیږي. په غزه کې فلسطینیان او د اسرایلي یرغمل شویو کورنۍ ویره لري چې کېدای شي دا تړون له پلان سره سم دویم پړاو ته ونه غزیږي، چې له مخې یې حماس باید د اسرایل د جګړې پای ته رسولو په بدل کې پاته ټول یرغمل شوي کسان ور وسپاري.

د حماس وسلوالو د 2023م د اکتوبر په اوومه په اسرایل باندې په یو برید کې شاوخوا 1,200 کسان وژلي وو او 250 نور یې یرغمل کړي وو. چارواکي وايي، په لسګونو یرغمل اوس هم په غزه کې پاته دي. په ځواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړی چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې تر 47,000 زیات کسان پکې وژل شوي او تر 70 فیصده زیاتې ودانۍ یې ویجاړې شوې دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي ،رویټرزراو اې ایف پي خبري ایجنسو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG