لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل ويلي، د شفا روغتون لاندې یې 55 ميټره ټنل موندلی


اسرایل د اتوار/ يکشنبې په ورځ يوه ويډيو خپره کړې او ویلي یې دي د حماس د تباهۍ او لټون په عملياتو کې یې په غزه کې د شفا روغتون لاندې يو کنستل شوی ټنل يا سورنګ موندلی دی.
حماس مني چې په محاصره فلسطين کې ورسره د لسګونو کلوميټرو ټنلونه، بنکرونه او د رسايۍ دپاره نېټ ورک موجود دی خو د دې نه یې انکار کړی چې دا د روغتون په څېر ملکي ودانيو کې دي.


د اسرایل پوځ ویلي، د اتوار په ورځ شفا روغتون کې په روانو تازه عملياتو کې د اسرايل اينجينيرانو لس ميټره ژور او 55 اوږد ټنل معلوم کړی چې د چاودنې نه محفوظه (بلاسټ پروف) دروازه پرې هم لګېدلې ده. د اسرایل پوځ د بيان سره يوه ويډيو خپره کړې چې پکې يوه نرۍ تنګه لاره، د کنکريټ چت دی او په يوه خړه دروازه ختميږي، ويل شوي، دغه ډول دروازې د حماس ترهګره ډله د اسرايل د مخنيوي دپاره کاروي چې په ځمکه کې دننه ذخيرو او کمانډ مرکز ته یې ونه رسي.
د صحت نړيوالې ادارې ویلي د شفا روغتون نه یې 31 تنکي ماشومان منتقل کړي او دوی به د مصر روغتون ته لېږلی شي.

ويل شوي، په مقبوضه وېسټ بېنک يا لويديځه کناره کې دوه فلسطينيان وژل شوي دي.
په امریکا کې د اسرايل سفير ميکايل هيرزوګ اې بي سي خبري ادارې ته ویلي، په دې اوونۍ کې تمه لري چې د حماس د ولقې نه ګڼ يرغماليان راخوشي شي، سره په جګړه کې د لنډه وقفې چې په ممکنه توګه د پينځه ورځو پورې دوام ولري.


د امریکايي رپوټونو ترمخه 50 يرغماليان په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې، د 240 يرغمال شوو د ډلې نه چې حماس يرغمل کړوو ښايي بيرته ستانه شي، خو دا نه دي ویل شوي چې اسرايل به هم بندي فلسطينيان خوشي کړي. هیرزوګ په جګړه کې د کوم ځنډ يا جنګ بندۍ څخه انکار کړی او ويلي يې دي په وقفه ختمېدو به د حماس پرضد بيا حملې پېل کوي.


د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فينر سي اېن اېن ته ويلي، امریکا ګڼي مونږ د هغې نه زيات نزدې يو کوم مذاکرات چې د يرغماليانو د راخوشي کولو دپاره اوونۍ وړاندې پېل کړی شوي وو. هغه ویلي، د اختلاف او مخالفت برخې محدود کړی شوي که چرته په بشپړ ډول بندې نه شوې خو زياته کړې یې ده کومې معاهدې ته نه دي رسېدلي.
فينر ویلي، امریکا ته يو چېلنج دا ورپېښ دی چې امريکا په غزه کې په ځمکه موجوده نه ده، هغه ويلي، "مونږ د حماس سره نېغ په رابطه کې نه يو، او مونږ دغه کار د درېمګړو يا مينځګړو د لارې کوو ځکه زمونږ سره د يرغمال شوو کره شمېرې نشته او نه دا معلومه ده چې هغوی ژوندي دي".


په اووم اکتوبر په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د حملې وروسته اسرایل غزه محاصره کړې ده. په اسرایل د حماس په حمله کې د 1200 نه زیات کسان وژل شوي د 200 نه زیات نور کسان حماس یرغمال کړي دي.
د حملې په بدل کې اسرایل د حماس خلاف د جنګ اعلان کړی دی او په غزه کې یې د حماس په ضد د ځمکې او د فضا نه حملې شروع کړي دي.


د اسرایل په حملو کې د غزه د صحت وزارت چارواکي وايي په غزه کې د 13000 نه زیات کسان وژل شوي او 30000 ژوبل شوي دي. اسرايل ويلي، کله غزې ته نننوتي 57 پوځيان یې وژل شوي دي. د خالي په ورځ په خان يونس کې د اسرایل په هوايي بريدونو کې 47 کسان وژل شوي وو.
(د دې خبر معلومات د اې پي، رويټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي)

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG