لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي استخباراتي چارواکي په غېرمستقیم ډول د ایران په اېټمي پروګرام حملو کې د لاس لرلو خبره کړې


د نتنز اېټمي مرکز هغه تالار چې د سږ کال د اپرېل په میاشت کې پکې چاودنه شوي وه
د نتنز اېټمي مرکز هغه تالار چې د سږ کال د اپرېل په میاشت کې پکې چاودنه شوي وه

د اسرایل موساد استخباراتي ادارې پخواني مشر یوسي کوهن د اسرایل چېنل 12 تحقیقاتي پروګرام کې د خبرو په مهال په غیرمستقیم ډول دې خبرې ته اشاره کړې ده چې د ایران په اېټمي پروګرام او د ایران د یو اېټمي ساینس پوهه د وژل کېدو په شا اسرایل دی.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د یوسي کوهن خبرې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ نشر شوي او غیر معمولي ګڼل کېږي ځکه چې موساد خپل عملیات انتهايي خفیه ساتي.

ای پي وايي د یوسي کوهن خبرې د ایران اېټمي پروګرام سره تړل شویو نورو ساینس پوهانو دپاره خبرداری هم دی چې د قاتلانه حملو هدف جوړېدلی شی.

د ای پي د رپورټ ترمخه ښاغلي کوهن وویل که چېرې یو ساینسدان خپل کار بدل کړي او "مونږ ته زیان نه رسوي" نو "مونږ ورته بیا" د وتلو لار ورکولی شوو.

د ای پي رپورټ وايي په تېر یو کال کې د ایران په نتنز اېټمي مرکز دوه حملې شوي دي. په نتنز کې د ځمکې دننه سېنټرې فیوجز نومې الات یورېنیم صفا کوي. د هوايي حملې نه د بچ کولو دپاره د یورېنیم صفا کولو دغه عمل د ځمکې دننه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۰ په جولای کې په نتنز کې چاودنه وشوه چې ایران یې اسرایل ذمه وار وبللو.

د سږ کال د اپریل په میاشت کې په نتنز کې بله چاودنه وشوه.

د چېنل 12 سره مرکه کې د یوسي کوهن نه پوښتنه وشوه که چېرې دوی نتنز ته تللی شوی نو هغه به دی (پوښتنه کونکی) کوم ځای ته بوتلو نو کوهن وویل هغه "تهخانې ته" چېرته چې به سېنټرې فیوجز چورلېدل (تاوېدل).

یوسي کوهن وویل د نتنز دغه تهخانه اوس هغه شان نه ښکاري چې وړاندې به لیدل کېدله.

د ای پي رپورټ وايي کوهن د ایران په اېټمي پروګرام د حملو ذمه واري نېغ په نېغه وانخیستله خو هغه چې په کوم کره والو د حملو ذکر کولو نو په دغو بریدونو کې د اسرایل د لاس لرل تسلیمېدل.

د مرکې کوربنې الیانا دایان په خپل غږ کې هغه تفصیل وړاندې کړو چې اسرایل څنګه وکړی شو چې د نتنز تهخانو ته چاودېدونکي مواد ور ورسوي.

دایان وویل هغه تن چې ایراني چارواکو ته د سېنټرې فیوجز لاندې لګېدونکي د سنګ مرمرو کاڼي د رسولو مامور و دا خبره یقیني کړې وه چې دغه ګټې به د سنېټرې فیوجز دلاندې ولګول شي.

خبریالې په خپل رپورټ کې وویل د سېڼرې فیوجز بنیادونو جوړولو په وخت ایرانیانو ته دا اندازه نه وه چې د سنګ مرمرو په دغو کاڼو کې په لوی مقدار کې چاودېدونکي مواد هم دي.

د ټېلې وژن په مرکه کې یوسي کوهن د ایران اېټمي ساینس پوهه محسن فخری زاده د وژل کېدو په اړه هم خبرې وکړې.

د ایران پوځي اېټمي پروګرام فخری زاده لسېزې مخکې شروع کړی و. د تېر کال د نومبر په میاشت هغه کې په ایران کې د هغه په موټر حمله کې ووژل شو.

امریکايي استخباراتي چارواکي او د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره ګمان کوي چې ایران په کال ۲۰۰۳ کې پوځي اېټمي پروګرام وتړلو. ایران وايي د موجوده اېټمي پروګرام هدف اېټمي وسله تیارول نه دي.

د ای پي د رپورټ ترمخه کوهن د کېمېرې مخې ته د فخری زادی د وژنې مسولیت ونه منلو خو خبریالې دایان په خپل غږ کې وویل چې د مساد مشر په فخری زادی د حملې د مشن په خپله مشري کړې وه.

دایان وايي په یو ټرک کې لګیدلي مشین ګن چې په ریموت کنټرول چلېدلو په فخری زادی ډزې وکړې او بیا خپله دغه مشین ګن هم تباه کړی شو.

کوهن د اسرایل د هغه پروګرام ذکر هم وکړو چې دلارې به یې اسرایل په غېر مستقیم ډول ایراني ساینس پوهان په اېټمي پروګرام کې د شاملېدو نه منع کول. هغه وویل ځېنو ساینسدانانو خپل کار پرېښودلی هم و.

په مرکه کې کوهن د اسرایل د هغو عملیاتو ذکر هم وکړو چې پکې اسرایل د ایران د پوځي اېټمي پروګرام په اړه خفیه دستاوېزات نیولي وو. هغه وویل په دغه اپرېشن کې ۲۰ غېر اسرایلي اېجنټانو د ۳۲ صندوقونونه دستاویزات ترلاسه کړي وو او اسرایل ته یې اول د سکېنرو دلارې منتقل کړی شول.

کوهن د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د دې فېصلې دفاع وکړه چې د دستاوېزاتو د نیولو خبرې یې عام کړی و چې عملیات خفیه ساتلو د موساد د تګلارې برعکس ګام و.

کوهن وویل د اسرایلي وزیراعظم د ګام ګڼ مشېر مقصدونه وو، یو دا چې نړۍ د ایران د هلو ځلو نه خبر شي، بله دا چې ایرانیانو ته هم معلومه شي چې د دوی صفونو ته د اسرایل مخبران ورداخل شوي دي، دا چې ایران د سترګو دلاندې دی او دا چې ایرانیان اوس نور دروغ نشي وېلی.

ای پي وايي په اسرایل کې میډیا د سېنسرشپ دلاندې کار کوي او د قامي سلامتیا په اړه خبرونه اول پوځي سېنسر کونکي ګوري او د دې وروسته نشر کېږي.

د ای پي رپورټ وايي دا چې د کوهن خبرې د سېنسرشپ نه ووتلې څرګندوي چې اسرایل د ایران د اېټمي پروګرام په اړه په داسې کې نوی خبرداری کول غواړي چې په وایانا کې د ایران اېټمي معاهدې د بیا بحالولو دپاره خبرې پېل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره کې د ایران استازي کاظم غریب ابادي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي حملو په اړه وویل چې ایران به یې نه یوازې ځواب ورکوي بلکې په نتیجه کې به یې د اېټمي پروګرام په لړ کې د شفافیت او همکارۍ لاره هم پرېږدي.

ای پي وايي په ملګرو ملتونو کې د ایران مشن سره یې د کوهن په خبرو د تبصرې دپاره رابطه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نشو.

د یوسي کوهن په ځای ډېوډ بارنیا د موساد نوی مشر ګمارل شوی دی. ای پي وايي کوهن دا خبره هم وکړه چې ممکنه ده په اینده کې د وزیراعظمۍ امیدوار جوړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG