لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ایران سره نیوکلیايي‌ تړون ته واپس کېدو په سر خبرو ته تیار یو


واشنګټن ــــ امریکې د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ ویلي، دوی د ایران سره د 2015م کال نیوکلیايي تړون ته د بېرته واپس کېدو په سر خبرو اترو لپاره تیار دي چې مقصد یې د ایران له خوا د نیوکلیايي وسلو تر لاسه کولو مخه نیول وو خو د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ درې کاله وړاندې ددغه تړون نه د وتو اعلان کړی وو او په ایران یې اقتصادي بندیزونه بېرته لګولي وو.

د امریکې دا ګام د نوې انتظامیې د بدلون عکاسي‌ کوي او خارجه وزیر اینټني بلینکن د صدر جوبایډن په دې دریځ زور راوړی چې واشنګټن د ایران سره د 2015م کال نیوکلیايي تړون ته په مکمله توګه بېرته واپس کېدی شي که چرته ایران په دغه تړون پوره عمل شروع کړي.

ایران په پېرس کې د برتانیې، فرانس او جرمني د خارجه وزیرانو غونډې ته د ویډیو د لارې خبرو کې د امریکې خارجه وزیر په دغه وړاندیز باندې د زیاتې خوشحالۍ بغېر ردعمل څرګند کړی.

امریکې او درو یورپي ملکونو په یو شریک بیان کې ویلي، که چرته ایران د 2015م کال په نیوکلیايي ‌تړون باندې یو ځل بیا په سختۍ سره عمل شروع کوي نو امریکا به هم دغه شان په نیوکلیايي تړون باندې عمل شروع کړي او د ایران سره ددې په عملي کولو کې د خبرو اترو لپاره تیاره ده.

ایران په 2019م کال کې هغه وخت د نیوکلیايي ‌تړون خلاف ورزي شروع کړې وه چې تر دې یو کال وړاندې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره شوي نیوکلیايي تړون نه د وتو اعلان کړی وو او په ایران یې یو ځل بیا اقتصادي‌ بندیزونه لګولي وو. ایران په وروستیو میاشتو کې د نیوکلیایي تړون خلاف ورزۍ نورې هم زیاتې کړې دي.

یو امریکايي‌ چارواکي رایټرز خبري ادارې ته ویلي، واشنګټن به د ایران او شپږ نړیوالو طاقتونو تر منځ خبرو اترو شروع کولو لپاره د یورپي اتحاد څه قسم بلنې ته مثبت ځواب وايي،‌ چې د ایران سره په شوي نیوکلیايي تړون کې یې منځګړتوب کړی وو. په دغو ملکونو کې برتانیه، فرانس، جرمني، روس، چین او امریکا شامل دي.

د یورپي اتحاد یو چارواکي د ایران د نیوکلیایي تړون په سر د غونډې رابللو په اړه له نظر وړاندې کولو وروسته امریکایي چارواکي رایټرز خبري ادارې ته ویلي، دوی د داسې غونډې لپاره خبرو اترو ته تیار دي خو تر اوسه دا واضحه نه ده چې دغه خبرې اترې به وشي او که نه.

د څلورو نړیوالو ملکونو بیان ته په ځواب کې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ویلي واشنګټن ته د خبرو اترو لپاره اول ګام پورته کول پکار دي.

جواد ظریف په ټویټر باندې یو پېغام کې ویلي، د خبرو کولو او په ایران باندې د ذمه وارۍ اچولو په ځای د یورپي اتحاد درې ملکونو ته په خپلو وعدو کلک ودرېدل پکار دي او دوی دې د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ له خوا د ایران خلاف د لګول شوو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړي.

نوموړي ویلي ایران د امریکې او درو یورپي ملکونو د خلاف ورزیو په ځواب کې ګامونه پورته کړي او زیاته کړې که چېرې دغو ملکونو د نیوکلیایي تړون د. خلاف ورزیو ودرولو لپاره ګام پورته کړو نو ایران به هم ددې په ځواب کې ګام پورته کړي.

جواد ظریف تر دې وړاندې د واشنګټن او په خبرو اترو کې له شاملو نورو ملکونو سره د ایران د نیوکلیايي تړون په سر بیا خبرو شروع کولو ته اشارې کړې وې.

امریکایي چارواکي هم اشاره کړې چې د دواړه ملکونو تر منځ په خبرو اترو کې د ځنډ ختمولو لپاره یو لار راویستی کېدی شي چې څوک د 2015م کال نیوکلیايي تړون ته اول واپس شي، چې امریکا اول په اقتصادي بندیزونو کې نرمي راولي او که ایران د اېټمي پروګرام محدودولو باندې عمل شروع کړي.

تهران د امریکې د صدر جوبایډن انتظامیې ته د راتلونکې هفتې پورې وخت ورکړی چې د ډانلډ ټرمپ انتظامیې له خوا لګول شوي اقتصادي بندیزونه بېرته واپس کړي ګنې دوی به د نیوکلیایي تړون ختمولو لپاره لوی ګام پورته کړي او د ملګرو ملتونو نیوکلیايي څارنوالانو ته په لنډ نوټس د ایران نیوکلیايي مرکزونو په کتنه به بندیز ولګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG