لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا پولیس حکومت ته: افسران مو کم دي، قبایلي ضلعو ته تگ کې هم مشکل لرو


په نژدې کلونو کې د خېبرپښتونخوا د پولیس یو شمېر افسران د ترهگرو په حملو کې وژل شوې دي
په نژدې کلونو کې د خېبرپښتونخوا د پولیس یو شمېر افسران د ترهگرو په حملو کې وژل شوې دي

په خېبرپښتونخوا کې د پولیس افسرانو کمی دی او هم د دې له قبله په صوبه کې نویو شامل شویو قبایلي ضلعو ته د پولیس نظام په غځولو کې مشکلات دي.

د خېبرپښتونخوا پولیس صوبايي حکومت ته دا میاشت په لیکل شوي یو خط کې وویل چې د صوبې دپاره د پولیس د لوړ رتبه افسرانو مقرره شمیره ١١٣ ده خو دا وخت په صوبه کې ٧١ افسران خدمات ترسره کوي او صوبه د ۴٢ افسرانو د کمي سره مخامخ ده.

د پولیس دغه لیک چې وي او ای ډیوه لېدلی پکې د افسرانو د کمي اسباب نه دي بیان شوي خو په نژدې کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې یو شمېر پولیس افسران د ترهگرو په حملو کې وژل شوي دي او د صوبې د پولیس یو پخوانی افسر وايي د خراب امنیت په وجه افسران د نورو صوبو په مقابل کې خېبرپښتونخوا کې گمارل کېدو ته غاړه نږدي.

اختر علي شاه د خېبرپښتونخوا د پولیس اعلا افسر و. د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه سره په مرکه کې یې په صوبه کې پولیس د کمي په اړه وویل دا د صوبې زړه مسله ده خو د صوبې د خپل قانون د لاندې حل کیدی شي.

د پاکستان مرکزي حکومت د پولیس افسران د سي ایس ایس نومې د مقابلې امتحان دلارې جلب کوي او بیا یې په صوبو گماري.

اخترعلي شاه وویل په کال ٢٠١٧ کې خېبرپښتونخوا یو قانون منظور کړی چې دلاندې یې صوبه په خپله کچه هم د پولیس افسران برتي کولی شي نو پکار ده چې صوبه هم ددغه قانون په زریعه د افسرانو کمی پوره کړي.

پولیس د کمي په وجه د صوبې نویو شامل شویو ضلعو ته د پولیس نظام په غځولو کې مشکلات دي خو اخترعلي شاه وايي په دغه مشکل داسې هم قابو موندل کیدی شي چې د دغه ضلعو ځايي خلک په پولیس کې وگمارل شي.

نور تفصیل د پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه رپورټ کې اورېدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG