لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سکول کې د شاگرد په وهلو به استاذ زندان ته ځي


د کابېنې د منظورۍ نه ورسته به ماشومانو ته د جسمانی سزا خلاف د قانون مسوده صوبايي اسمبلۍ ته د رای اچونې دپاره وړاندې کولی شی. چې اسمبلۍ یې هم منظور کړې نو مسوده به د قانون شکل اختیار کړي او خلاف ورزي به یې جرم وي
د کابېنې د منظورۍ نه ورسته به ماشومانو ته د جسمانی سزا خلاف د قانون مسوده صوبايي اسمبلۍ ته د رای اچونې دپاره وړاندې کولی شی. چې اسمبلۍ یې هم منظور کړې نو مسوده به د قانون شکل اختیار کړي او خلاف ورزي به یې جرم وي

د خېبرپښتونخوا کابېنې د یو قانون مسوده منظوره کړې ده چې ترمخه به یې په سکولونو کې استاذان شاگرانو ته جسماني سزا نشي ورکولی او که چېرې یو استاذ خپل شاگرد وهي نو استاذ ته به شپږ میاشتې د قید او د جرمانې سزا ورکړی کیدی شي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني د شورو، چارشنبې، په ورځ په پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل د مجوزه قانون ترمخه په حکومتي او غیر حکومتي سکولونو کې به شاگردانو ته بدني سزا ورکول یا د شاگردانو وهل قانوني جرم وي.

مشتاق غني زیاته کړه چې که چېرې یو استاذ د دغه قانون خلاف ورزي کوي نو نو د شپږو میاشتو قید او یا د ٥٠ زرو روپو جرمانې سزا به ورکړی کیدی شي.

د اطلاعاتو وزیر وویل د صوبې د پاکستان تحریک انصاف حکومت دغه گام د عدالت په امر اخیستی دی.

ددې نه وړاندې په کال ٢٠١٠ م کې د عوامي نیشنل پارټۍ په حکومت کې هم په سکولونو شاگرادنو ته د جسماني سزا ورکولو خلاف قانون سازي شوي وه.

عمران ټکر د ماشومانو د حقونو دپاره هلې ځلې کوي، د موجوده حکومت د مجوزه قانون هرکلی کوي، وايي دا یو ښه گام دی.

د کابېنې د منظورۍ نه ورسته به ماشومانو ته د جسمانی سزا خلاف د قانون مسوده صوبايي اسمبلۍ ته د رای اچونې دپاره وړاندې کولی شی. چې اسمبلۍ یې هم منظور کړې نو مسوده به د قانون شکل اختیار کړي او خلاف ورزي به یې جرم وي.

د مجوزه قانون په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG