لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک کې د تښتول شوي پوليس اهلکار مړی موندل شوی


File Photo
File Photo

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ټانک کې کور ته په رخصتي تللی د پولیس اهلکار (پخوانی لیویز) د نامالومه کسانو لخوا تر تښتولو وروسته په ډزو وژل شوی دی.

‎د ټانک پولیسو مشر افتخار حسېن شاه دفتر چارواکي وايي د پولیس یو اهلکار پخوانۍ نیمه قبایلي جنډوله تاڼه کې په ډیوټۍ مامور وو او په رخصتۍ تللى او د خپل کور ته رسیدو نه وړاند د نامالومه کسانو لخوا تښتول شوى وو.

د دوی په وینا مړی یې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د صدر تاڼې په حدودو خپل پلارني بزایی کلي سره نزدې موندل شوی چې په ګولیو سره ویشتل شوی دی.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې خو د صدر تاڼې پولیس چارواکي وايي کورنۍ یې په چا دعوېداري نه ده کړې دوی پلټنې پېل کړي او ګمان کیږي دا د ترهګرۍ پېښه ده.

ځايي خلک وايي ترهګرۍ سخت پریشانه کړي خپل خپلوان یې په پولیس او سرحدي عسکرو ځواک کې نوکرۍ لري او چې د میاشتو ډيوټي کولو وروسته کورونو ته په رخصت راځي بیا وژل کیږي.

‎په یوه بله پیښه کې، د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د پخواني صوبايي وزیر شاه ‎محمد خان کور ته نږدې چاودنه شوې ده.

‎پولیس وايي چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د چاودنې له امله دوه تنه ځاي کسان ټپیان شوي دي.

شاه محمد په تیر د پاکستان تحریک انصاف د صوبې حکومت کې د ټرانسپور وزیر او اوس مهال په ازاد حیثيت کې د پاکستان تحریک انصاف امېداوار دی.

تیر میاشت هم په جاني خېل سیمه کې په حجره لاسي بم غورځول شوی وو خو څه زیان پکې نه وو شوی.

‎د بنو پوليسو د پيښې پخلى کړى دى او ویلي يې دي چې د برید تر شاه علتونو مالومولو دپاره په پراخه کڅه پلټنې روانې دي.

‎د پوليسو په وينا په سيمه کې د نورو ناخوشګوارو پېښو د مخنيوي د پاره په ضلعه کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG