لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې د ايف سي پخوانی افسر نامعلومه کسانو وژلی


د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت سره تړاو لرونکی د فرنټیر کور پخوانی افسر صوبېدار زیت الله بیټنی په ټانک کې نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.

‎د هغه د خپلوانو په وینا، زیت الله بیټنی دوه ورځې وړاندې د زیارت په ورځ د خپل ډرایور سره ټانک ته روان شوی و، خو ډرایور تر اوسه بې درکه دی.

‎د ټانک پولیسو په وینا، د زیت الله مړی تېره شپه پټان کوټ سیمه کې وموندل شو، او هغه په ډزو وژل شوی و.

‎پټان کوټ د ټانک ښار نه نیزدې درې کیلومتره لرې ختيځ د بنو په مرکزي سړک موقعت لري.

‎تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

‎د زیت الله بیټنی د قتل په غبرګون کې د لکي مروت په تجوړۍ سیمه کې احتجاج هم شوی دی.

د سیمې منتخب استازي او د بیټنی سب ډویژن چیئرمېن مولانا انور شاه په دې پېښه خواشیني وښوده او د قاتلانو د ژر نیولو غوښتنه یې وکړه.

‎د هغه په وینا، زیت الله بیټنی تل د سیمې د امن او پرمختګ لپاره هڅې کولې.

‎د وژل شوي تن د کورنۍ د معلوماتو له مخې، زیت الله په ۲۰۰۴ کال کې د فرنټیر کور نه د صوبېدار په عهده ریټایر شوی و. له هغې وروسته یې د اردو اخبار “ایکسپریس نیوز” سره د فری لانس خبریال په توګه کار کاوه، او په سیمه کې یې د قبایلي مشر په توګه هم خدمتونه ترسره کول.

‎د سیمه يیز خبریال شاکر بیټنی په وینا، هغه د سیمې په بېلابېلو مظاهرو کې فعاله و، او د سیمې د بډو اخیستنې، تاوتریخوالي او پرمختګ د ستونزو په اړه یې احتجاجونه کول.

‎د انتظامیې په وینا، زیت الله بیټنی له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

‎د کورنۍ د معلوماتو له مخې، کله چې تېر کال په سیمه کې حالات خراب شول، هغه د لکي مروت ګنډي چوک ته کډه وکړه او هلته یې د خپلې سیمې نه لرې په کډوالۍ کې یې د کاسمیټکس کاروبار پیل کړی و.

خو د سیمې د ستونزو د حل لپاره به هغه خپلو خلکو ته تللو او په خپلو ویناوو کې به یې په سیمه کې روانې بدامنۍ باندې سختې نیوکې کولې

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG