په پاکستان کې د وکیلانو تنظیمونو او نېشنل ډېموکرېټک ګوند د قام پاله سياستوال او د پاکستان سپريم کورټ بار پخواني مشرعبداللطيف اپريدی د قتل په ضد د ملک په بېلا بېلو برخو کې د احتجاج اعلان کړی دی.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د عبداللطیف اپریدي د وژنې په اړه د پېښور پوليسو اېس اېس پي اپرېشن کاشف عباسي مطبوعاتو ته وويل،اپریدی د پېښور هايکورټ په بار روم یا د وکیلانو په کوټه کې ناست وو چې ډزې پرې وشوې.
پولیسو د عدنان سميع اپريدي په نوم يو تن نیولی چې وايي په لطیف اپریدي یې ډزې کړې وې. لطيف اپريدي هسپتال ته په لاره ساهورکړه.
اېس اېس پي کاشف عباسي وايي د پېښي پلټنې یې شورو کړي دي.
وزيراعظم شهباز شريف، پخواني وزیراعظم عمران خان، د پيپلز ګوند شريک مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري، په واشنګټن کې دپاکستان پخواني سفیر حسین حقاني او ګڼو نورو کسانو د لطيف اپريدي وژنه غندلې او د افسوس څرګندونه یې پرې کړې ده.
عبداللطیف اپریدی د اوږدې مودې لپاره د پوځي حکومتونو پر ضد او د عدالتي خپلواکۍ لپاره یو پېژندلی مبارز وو. نوموړی په 1979 کې د هغه وخت پوځي امر جنرل ضیاالحق نیولی وو او په 2007م کې د بل پوځي امر جنرل مشرف پر ضد احتجاج کې وهلی ټکولی شوی وو.
لطیف اپریدي چې کله په 2021م کې د سپریم کوټ د وکیلانو مشر منتخب شو نو نوموړي د پاکستان په عدالتي سسټم کلکې نیوکېوکړې.
“زه ډېر مایوسه شوی یم. په پاکستان کې د بدو قوتونه لا نور مضبوطېږي او د ښو قوتونه په شا کېږي”.
نوموړی د نېشنل ډیوکرېټک مومنټ مهم مشر و.
او په سیاست کې یې تل د پوځ د مداخلت او په سیمه کې د مذهبي تندورۍ سخت نقاد و او مخالف یې کوو.
د اېن ډي اېم باني او د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ لطیف اپریدی خپل استاذ او رهنما بللی او د هغه په وژنهیي غمرازي کړي ده.
محسن داوړ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې د لطیف اپریدي د بهیمانه قتل په ضد به اېن ډي اېم د شورو، چهارشنبې، په ورځ دپاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاج کوي.
د خېبر پښتونخوا د وکیلانو مشر علي زمان اېډوکېټ هم ویلي په ټوله صوبه کې به د دواو ورځو لپاره د عدالتونو بایکاټ کوي.
لطيف اپریدی د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر او جنرل سيکرټري په عهدو او د قومي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی وو،هغه د پېښور هايکورټ مشر او پاکستان بار کونسل شريک مشر هم پاتې شوی وو.
لطیف اپرېدي په کال 1943 کې د خېبر ضلعې په تيراه کې زېږېدلی وو او په 1966 کې يې پېښور کې ماسټرر ډګري او بیا يې د وکالت تعلیم ترلاسه کړو .
نوموړي په 1979 کې د غوث بخش بزنجو په مشرۍ کې پاکستان نيشنل پارټۍ کې شموليت کړی وو او د خېبرپښتونخوا مشر ټاکل شویوو او کله چې نيشنل پارټي په عوامي نيشنل پارټۍ کې شامل کړی شوه هغه بيا د صوبې مشر جوړ کړی شوی وو.
نوموړی د پېښور هايکورټ بار مشر او عوامي نيشنل ګوند د وکیلانو د څانګې مشر هم پاتې شوی او پينځه ځله د پېښور هايکورټ مشرجوړ شوی وو او د وکيلانو په تحریک کې يې مهم کردار لوبولی وو.
محسن داوړ وویل لطیف اپریدی زړه ور سیاستدان او وکیل و، په خپله خبره به ودرېدو او د داوړو په قول د اوږدې زمانې راهسې یې دمزاحمت مشال پورته نیولی و.
محسن داوړ وویل د لطیف اپريدي مرګ په پاکستان کې د انساني حقونو، جمهوریت او "د لر او بر افغان وطن" دپاره لوی نقصان دی.
د لطیف اپريدي د پېشه ورانه یا مسلکي ژوند په اړه د پېښور های کورټ وکیل فضل خان وايي لطیف اپريدي په پخوانۍ فاټا کې داصلاحاتو او د پوځي عدالتونو نه د سزا شویو ګڼ شمېر کسانو په مقدمو کې نمایندګي کوله.
فضل خان وي او ای ډیوه ته وویل هغه خلک چې د حکومت خلاف مقدمې به يې وې نو لطیف اپریدي ته به ورتلل ځکه چې هغوی به ګڼلچې نور وکیلان د حکومت خلاف د هغه په شان دریځ نه شي خپلولی.
هغه زیاته کړه چې لطیف اپریدی رېښتونی انسان و، د قانون او د ایین د عملدارۍ خبره به يې کولی او دا پرواه به یې نه کوله چې څوکخوشحالېږي او که خفا کېږي.