لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلمانانو د ګڼ شمېر ملکونو مشرانو ټرمپ ته په صدارتي انتخاب کې په بریا مبارکي ورکړه


ټرمپ او د هغه مېرمن مېلېنیا ټرمپ د ووټونو په شپه په فلورېډا ریاست کې وو
ټرمپ او د هغه مېرمن مېلېنیا ټرمپ د ووټونو په شپه په فلورېډا ریاست کې وو

د سعودي عرب باچا شاه سلمان، د هغه زوي او ولي عهد محمد بن سلمان، د ترکي صدر رجب طیب اردوان او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف په شمول د مسلمانانو د ګڼ شمېر ملکونو مشرانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ ډانلډ ټرمپ ته د امریکې صدر په منتخب کېدو مبارکي ورکړه.

افغان طالبانو امریکې سره د تعلقاتو د نوي باب د شروع کېدو امید وکړو خو په پېغام کې يې ټرمپ ته د مبارکي الفاظ نه وو.

د امریکې د صدارتي انتخاب د غېر رسمي نتېجې ترمخه، ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هېواد ۴۷ صدر منتخب شو.

د کال ۲۰۱۸ په دې تصویر کې ټرمپ په وایټ هاوس کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کوي
د کال ۲۰۱۸ په دې تصویر کې ټرمپ په وایټ هاوس کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کوي

د سرکاري خبري ادارې سعودي پرېس اېجنسۍ ترمخه شاه سلمان او محمد بن سلمان ټرمپ ته د مبارکۍ پېغامونه ولېږل او شاه سلمان د دواړو ملکونو او ولسونو د نږدې تعلقاتو او د ملګرتیا ستاینه وکړه او ويې وېل هرڅوک غواړي چې په ټولو برخو کې دې تعلقاتو ته وده ورکړي او مضبوط يې کړي.

ټرمپ د صدارت په وړمبۍ دوره کې سعودي عرب سره نږدې تعلقات لرل.

د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ټرمپ ته مبارکي ویله او د خپل هیواد د اړیکو د لا پیاوړتیا هوډ یې ورسره ښکاره کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ په ایکس رسنۍ ډانلډ ټرمپ ته مبارکي ویلې او پخپل د مبارکۍ پېغام کې یې لیکلي "ټرمپ ته یو ځل بیا په صدر منتخب کېدو مبارکي ورکووم اؤ د نوې امریکایي انتظامیې سره د تعلقاتو پیاوړتیا ته پرعزم یم".

د ترکي صدر طيب اردګان هم هم ټرمپ ته اومبارکي ويلې ده.

د عراق وزیراعظم محمد شیعه السوډاني هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ ټرمپ ته په صدارتي انتخاب کې په بریا مبارکي ورکړه او ويې وېل هېواد يې ژمن دی چې امریکې سره تعلقات نور هم مضبوط کړي.

د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ ټرمپ ته په انتخاب کې په بریا مبارکي ورکړه او د دې اعتماد اظهار یې وکړو چې هغه به د خپل جدا ریاست د قیام دپاره د فلسطینیانو د قانوني ارزوګانو حمایت وکړي.

د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس
د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس

د افغان طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په صدارتي انتخات کې د ټرمپ د بریا په اړه په اېکس خپل پېغام کې وویل امید کوي چې د امریکې نوی حکومت به داسې ګامونه واخلي چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي."

په غېر رسمي نتېجو کې ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې بریالی وبلل شو.

د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ټرمپ د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوارې او نایب صدر کاملاهېرېس ته ماتې ورکړو. د امریکې په صدارتي انتخاب کې ووټونه د نهې، سه شنبې، په ورځ وشو.

ټرمپ په وړمبي خل په کال ۲۰۱۶ کې صدر منتخب شوی و. د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ورته موجوده صدر جوبایډن ماتی ورکړو.

د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په میاشت کې د ټرمپ حکومت افغان طالبانو سره په دوحه کې د امن معاهده لاس لیک کړه چې په نتیجه کې يې افغانستان نه امریکايي ځواکونه ستانه شول.

په صدارتي انتخاب کې د ټرمپ د بریا په اړه خپل پېغام کې بلخي هم د دوحه د معاهدې ذکر وکړو خو د هغه په پېغام کې ټرمپ ته د مبارکۍ څه الفاظ نه وو.


بلخي په اېکس خپل پېغام کې وویل "د ا.ا.ا. او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه، چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد."

طالبان خپل حکومت د افغانستان اسلامي امارت یا د ا.ا.ا. په مخفف یادوي.

په امریکا د ناین الېون حملو وروسته، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د القاعده خلاف عملیات شروع کړل چې په نتیجه کې يې د هغه وخت د طالبانو حکومت هم نسکور شو. امریکا په افغانستان کې عملیات د ترهګرۍ خلاف جنګ بللو.

طالبانو سره د لوظنامې دلاندې افغانستان نه امریکايي او د نېټو ځواکونه د صدر بایډن د حکومت په مهال راووتل.
د انخلا په مهال د کابل هوايي اډې سره نږدې د داعش په ځانمرګي حمله کې ۱۳ امریکايي عسکر او د ۱۵۰ نه زیات افغانان وژل شوي دي. ټرمپ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په سر د بایډن په حکومت تنقید کوي او وايي دا بهیر د ګډوډۍ او د بد انتظامۍ ښکار و. خو بایډن په دې اړه د خپلې تګلارې دفاع کړې ده.

د ټرمپ د صدارت په وړمبي دور کې ایران سره اېټمي معاهده ماته کړې وه او په هېواد يې نورې اقتصاي پابندۍ لګولې وې.

اوس چې هغه بیا صدارتي انتخاب وګټلو، ای اېف پي خبري اداره وايي، په تهران کې تشویش زیات شوی دی.
د ټرمپ په وړمبي حکومت کې امریکې په عراق کې د پاسداران انقلاف ځواکونو کمانډر قاسم سلېماني هم وژلی و.

ای اېف پي وايي د دواړو ملکونو دا ډول تاریخ د دوی تعلقات د ښه کېدو په امکان تېرې خپوروي.

فلسطیني مسلح ډلې حماس وویل د ټرمپ جاج به د فلسطینیانو په اړه د هغه د حکومت د تګلارې او د اقداماتو په بنیاد اخلي. حماس په یو بیان کې وویل د ټرمپ د حکومت په اړه د دریځ انحصار به يې په دې وي چې د فلسطینیانو او د هغوي د مقصد او حقونو په اړه یې څه سلوک لري.

ډیوه وټس اېپ چېنل
ډیوه وټس اېپ چېنل

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG