لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ د روغتون څخه فارغه کړل شوې


دبرطانيې په برمنگهم ښار کې دکوئين الزبتهـ روغتون يوې ښځينه وياندې دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دسوات سرښار مينگوره کې دترهه گرو په يو بريد کې ژوبل شوې طالب علمه ملاله يوسفزۍ چې په دغه روغتون کې يې علاج روان ؤ دبرطانوي هسپتال څخه فارغه کړل شوې ده.
تيره مياشت داکتوبر په 9مه نيټه يو شمير وسله والو جنگيالو په ملالې يوسفزۍ دسوات په انتظامي مرکز مينگوره کې هاغه مهال بريد ترسره کړى ؤ چې هغه دسکول په يو گاډي کې کور ته روانه وؤ.
په دغه بريد کې دملالې يوسفزۍ پشمول درې طالب علمانې ژوبل شوې وې، خو دسخت ژوبل کيدو له امله پاکستان کې دابتدائي علاج وروستو ملاله يوسفزۍ دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته وړل شوې وه.
ملاله يوسفزۍ به په برطانيه کې پخپل عارضي کور کې دعلاج لپاره پرته وي او په څو اوونو کې به دهغې درغيدو لپاره يوه سرجري کولى شي.
دبرمنگهم دکوئين الزبتهـ روغتون يوې وياندې دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي چې دملالې درغيدو عمل به برطانيه کې دهغې په عارضي کور کې روانه وي خو هغه به اوونۍ وروستو ديو اپريشن لپاره هسپتال ته راوستل کيږي.
هسپتال کې دملالې يوسفزۍ دعلاج کوونکو ډاکټرانو ترمخه هغوي به دروانې مياشتې په اخره يا دفرورۍ په پيل کې دملالې يوسفزۍ دکهوپړۍ يو بل اپريشن کوي.
دهسپتال دميډيکل ډائريکټر ډيو روسر وينا ده چې دعلاج په مهال دملالې يوسفزۍ حالت په ښه کيدو دى.
تيره ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسوات کم عمره طالب علمې ملالې يوسفزۍ ته دائرلينډ لخوا دکال 2012 Tipperar نړيوال دامن ايوارډ ورکړل شوى دى.
ددغه انعام لپاره ملاله دنړۍ پينځوؤ سترو شخصياتو چې پکې دامريکا دبهرنو چارو وزيره هيلري کلنټن، دهندي نيشنل کانگريس صدره سونيا گاندهي، پخوانى دکينيا خبريال جان گټينگو او پيکس کرسټي انټرنيشنل، کيتهولک دبشري حقونو او امن تنظيم شامل دي، نومول شوې وه.
په ملالې يوسفزۍدبريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې او وئيلي يې دي چې ملاله يې ځکه په نخښه کړې چې هغې به ازادخيالۍ يا سيکولرزم ته وده ورکوله، طالبانو دا دړکه هم کړې وه چې که ملاله په دغه لمړي بريد کې ژوند پاتې شوه نو يو ځل به بيا هم په نخښه کولى شي.
دپاکستان حکومت دملالې يوسفزۍ پلار ضياء الدين يوسفزى برمنگهم کې دپاکستاني قونصليټ دتعليم اتاشي مقرر کړى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG