امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د صدر ډونلډ ټرمپ او د روسي صدر ولادیمیر پوټین ترمنځ ممکنه ملاقات به د دې پر اساس وشي چې مسکو د اوکراین د جګړې پای ته رسولو کې څومره سنجیده دی.
مارکو روبیو وویل، نوموړي د سه شنبې په ورځ سعودي عرب کې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ملاقات کې د دواړو مشرانو د احتمالي لیدنې په اړه خبرې کړې وې.
د روبیو په وینا، امریکايي چارواکو روس ته واضحه کړې چې دا ملاقات هغه مهال ترسره کېدای شي، کله چې معلومه شي د دې ناستې ایجنډا څه ده؟.
مارکو روبیو د خبریالې کیترین هیرج سره په مرکه کې وویل، د ده په اند، که د ټرمپ او پوټین ترمنځ ناسته وشي، نو د بحث اساسي موضوع به دا وي چې دوی د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره څه کولای شي.
صدر ټرمپ د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې ښایي د روانې میاشتې په پای کې له پوټین سره ملاقات وکړي.
خو کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه د دې ملاقات د مهالوېش پوښتنه وشوه، نوموړي وویل، دا موضوع تر اوسه ورته نه ده روښانه.
هغه زیاته کړه چې ټرمپ غواړي پوهه شي چې ایا روس د اوکراین جګړې ختمولو ته واقعاً ژمن دی او که نه.
روسیې نزدې درې کاله وړاندې، د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې، پر اوکراین یرغل کړی و، چې لا هم جګړه روانه ده. د دې جګړې له امله زرګونه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر خلک بېکوره شوي دي.
مارکو روبیو وویل، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د روس سنجیدګۍ معلومولو یوازینۍ لار دا ده چې ورسره خبرې وشي او پوښتنه ترې وشي چې د دې جګړې د ختمولو لپاره یې غوښتنې څه دي.
هغه زیاته کړه، روس نه باید دا پوښتنه وشي چې د جګړې پای ته رسول د ولسي فشار، شخصي غوښتنې، او که د بل څه نتیجه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، واشنګټن او مسکو یوازې پر دې یوه موضوع اتفاق ته رسېدلي چې سوله ضروري ده. خو دا معلومول ضروري دي چې روس د سولې لپاره څه وړاندیز لري، څه شرایط لري، او ایا د سولې په تړاو سنجیده دی او که نه.
نوموړي وویل، دی لا هم هیڅ نتیجې ته نه دی رسېدلی.
د صدر ټرمپ له لوري د اوکراین جګړې ختمولو لپاره د هڅو په اړه، د اوکراین حکومت او اروپايي اتحادیانو اندېښنه څرګنده کړې چې هغوی له دې خبرو اترو څخه بهر ساتل شوي دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا دعوه رد کړه او ویې ویل، واشنګټن له ټولو اړخونو سره تماس نیولی دی.
د اوکراین د موضوع په تړاو، د امریکا او روس لوړپوړو چارواکو د سه شنبې په ورځ د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې ملاقات کړی و.
په دې ناسته کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود او د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان هم شامل وو، خو د اوکراین او اروپايي اتحادیانو استازي نه وو وربلل شوي.
صدر ټرمپ د شورو/چهارشنبې په ورځ د اوکراین پر صدر ولودومیر زیلنسکي نیوکه کړې وه او هغه یې د"بېانتخابه امر" په نوم بللی و.
زیلنسکي په غبرګون کې ویلي وو چې ټرمپ د روسیې د غلطو معلوماتو تر اغېز لاندې راغلی دی.
مارکو روبیو وویل، ولسمشر ټرمپ د زیلنسکي څخه خفه دی، ځکه چې امریکا د اوکراین ملاتړ کوي، نه یوازې د خپلو متحدینو بلکې د ټولې نړۍ د ثبات لپاره.
هغه وویل، امریکا د جګړې پر مهال اوکراین ته میلیاردونه ډالر پوځي مرستې ورکړې دي، او ټرمپ ویلي چې د دې پیسو بدل کې باید امریکا د اوکراین د طبیعي زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.
د اوکراین د مرستو بدل کې امریکا څه غواړي؟
د 'رایټرز' خبري آژانس د راپور له مخې، مارکو روبیو د اوکراین له صدر زیلنسکي سره د یوې معاملې پر سر خبرې کړې وې، او د امریکا مرستیال صدر جې ډي وینس هم د تیرې جمعې په ورځ په مونیخ کې دې موضوع ته اشاره کړې وه.
روبیو وویل، د اوکراین د جګړې پر مهال لګول شوې بودیجه کې باید یو څه امریکا ته بېرته را وګرځي، او زیلنسکي د دې معاملې لپاره تیاری ښودلی و، خو وروسته یې رد کړه، چې دا خبره ټرمپ ته د قهر لامل شوې ده.
(دې رپورټ کې ځينې معلومات د رایټرز خبري اژانس څخه اخستل شوي)
Forum