لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېس بک: د منځنۍ درجې  ۷۷ فیصد کاروبارونو د فېس بک دلارې ګټې ترلاسه کړي دي


د فېس مالکې کمپنۍ مېټا تېر کال د ۲۴۰۰۰ وړو کاربارونو د جاېزې اخیستلو نه پس په خپل یو راپور کې وېلي چې د وړوکي او د درميانې درجې څه ۷۷ فيصدي کاروبارونو د فېس بک د لارې ګټې ترلاسه کړي دي.

که څه هم فېس بک په بنیادي توګه د سماجي رابطو وېب پاڼه ده خو ګڼ شمېر خلک فېس بک دلارې خپل کاروبارونه هم کوي.

د مېټا سروی د پاکستان په شمول په ۳۰ ملکونو کې شوې چېرته چې د کورونا وبا باوجود کاروبارونو د فېس بک د لارې ګټه کړې ده او په رو زګارونو کې ۱۸ فيصدي اضافه لیدل شوي ده.

په پاکستان او په خېبر پښتونخوا کې په وړه کچه کاروبار کونکي هم ايا د فېس بک په شان د سماجي رابطو وېب پاڼو نه ګټه اخلي او که نا؟

په دې حقله د خېبر پښتونخوا د وړو او درميانه درجې کاروباریانو ادارې سمېډا پخوانۍ چارواکې نبيله فرمان وايي په خېپر پښتونخوا کې ځوان کول وړوکي کاروبارونه کوي او د خوراک څښاک کاروبارونو نه واخله تر د جامو، فوټوګرافۍ، جامو ګنډلو او بېکرۍ غوندې کاروبارونه هم د فېس بک د لارې چلوي او دا د دوي د امدن او ګټې ذريعه ده.

هغه وايي"زمونږ تعليم يافته ځوان کول کوم چې د يونيورسټيانو نه فارغه دي او يا چې اوس هم زده کړې کوي هغوي کې چې چاته د ټولنيزو رسنيو په سمه توګه د استعمال په چل پوهيږي هغوي کې څه ۴۰ فيصدي نه واخله تر ۴۵ فيصدي ځوان کول پورې لګيا دي وړوکی کاروبار کوي. دا ډېر وړوکي کاروبارونه دي خو بيا هم د خپلو خرچو پوره کولو لپاره هم جينکۍ او هم هلکان دا کارونه کوي او تر ډېره حده پورې ترې ګټې ترلاسه کوي.

د يو غېر دولتي ادارې کوډ فار پاکستان سره کار کونکی سهېل خان چې د خېبر پښتونخوا ايي ټي بورډ سره د ځوان کول لپاره د بېلا بېلو هنرونه تربيت هم ورکوي وايي اوس هم خېبر پښتونخوا کې ځوان کول داسې ګټه کولو کې وروستو دي او د دې شاته ډېر وجوهات دي.

هغه زياتوي"په خېبر پښتونخوا کې يوه ستونزه دا ده چې دلته په ټولو سيمو کې انټرنېټ ته هغه شان رسايي نشته. په څه سيمو کې ډېر ښه دی په څه کې ډېر خراب دی. بيا د څه خلکو سره سمارټ فون نشته او که شته دی نو د هغې په استعمال هغوي ډېر نه پوهيږي. چې کوم کاروبارونه او يا کمپنيانې دي هغوي د تشهير په طريقو هم نه پوهيږي. د هغوي لپاره دا يو نوی څيز دی او هم په دې وجه هغوي د ستونزو سره مخ کيږي."

سهېل خان زياتوي چې په ټوله نړۍ کې خلک د ټولنيزو رسنيو په مرسته د خپلو کاروبارونو نه ګتې ترلاسه کوي. اوس په خېبر پښتونخوا کې هم نوی کاروبارونه شروع کونکي دا هڅې کوي چې په ټولنيزو رسنيو خلکو ته ځان ورسوي، او په دې کې ډېر داسې کاروبارونه هم شته دی چې ګټې هم ترلاسه کوي.

پوهان وايي د سهولتونو نه نيشتوالي او د پوهې کمي سره سره اوس هم د وړوکي درجې کاروبار کونکيو ته د مالي مرستې يا قرضې ورکولو په اړه د حکومت له خوا اعلانونه خو شوي دي خو په عملي توګه د داسې قرضو ورکولو شرح يا د داسې مالي مرستو شرح ډېره کمه ده.


ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG