لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آي ایف ار سي:افغانستان کې په میلیونونو ماشومان اؤ مېندې د خوارځواکۍ سره مخ دي


د کال ۲۰۲۴ په دې تصویر کې یوه افغان مېرمن په بدخشان ولایت کې د خپلو بچو سره د صحت یو مرکز ته ورځي
د کال ۲۰۲۴ په دې تصویر کې یوه افغان مېرمن په بدخشان ولایت کې د خپلو بچو سره د صحت یو مرکز ته ورځي

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون يا آي ايف ار سي وايي په افغانستان کې د پنځوؤ کالو نه کم څه د باندې 3 ميليونه ماشومان او اته لکه څلوېښت زره مېندې د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي۔

کارپوهان وايي په افغانستان کې د اقتصادي بحران او د مېندو او ماشومانو صحت ته د پام لرنې نه کېدو له امله د خوارځواکۍ یا د خوراک د کمي پېښې سېوا شوي۔

د طالبانو د روغتيا وزارت ترجمان وايي په هېواد کې د خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو او مېندو علاج دپاره د 3000 نه سېوا مرکزونه فعال دي او د هغوي درملنه پکې دوام لري۔

آي ايف ار سي ويلي چې اوږده وچکالي، قدرتي پېښې، بې روزګاري او د خوراک عدم تحفظ په افغانستان کې د خوارځواکۍ سوب ګرځي۔

په افغانستان کې د يو غېر دولتي ادارې کار کوونکی عطاالله همدرد وي او ای ډيوه ته وايي چې د بېوزلۍ او ناپوهۍ له امله د خوارځواکۍ پېښې د هېواد د ښاري علاقو په پرتله د اطرافو څخه زياتې ريکارډ کېږي۔

نوموړي زياته کړه "له بده مرغه په افغانستان کې په دې اړه کافي پوهاوی شتون نه لري او بل اړخ ته که وګورو د افغانستان د خلکو د اقتصاد مسله هم ده چې خلک نه شي کولی هغه خوراک چې بايد يوه مور ترلاسه کړي هغه نه شي ترلاسه کولې."

د ښاغلي همدرد په اند، ځيني نور ټولنيز او کلتوري نزاکتونه هم دي چې د هغې په اساس ډېره توجو مېندو او ښځو ته نه ورکول کېږي په کورونو کې او بلاخره مور د غذايي کموالي ښکار شي چې خراب اثر يې په ماشوم پرېوځي۔

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فېډرېشن په ايکس خپور شوي رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د خوار ځواکۍ سره مخ دغو شمېرو کې 1،7 ميليونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ نه اغېزمن شوي او روغتیایي پيچيدګيو سره مخ دي۔

په دې هکله افغانستان کې مېشت د ماشومانو ډاکټر علي قمرزی ډيوه ته ويلي،خوارځواکو ماشومانو کې د مدافعت کچه ټيټه وي نو دوی مختلفو ناروغيو خصوصاً مېکروبي ناروغۍ، سينه بغل او د ويني په کمي اخته کېدای شي.

د نوموړي په خبره "داسې ماشومان چې فيزيکي او دماعي وضعه ښه نه نيسي نو که په وخت يې پام لرنه ونه شي نو دوی نه شي کولی چې په ټولنه کې پوره ونډه واخلي او داسې ماشومان بيا په ټولنه بوج وي"

د طالبانو د حکومت د روغتيا وزارت ترجمان، ډاکټر شرافت زمان امرخيل ترمخه د دوی د واکمنۍ څخه وړاندې د هېواد په کچه د خوارځواکۍ ښکار مېندو او ماشومانو د علاج لپاره 1000 مرکزونه موجود وو خو د دوی واکمنېدو وروسته يې شمېره د دريوؤ زرو نه سېوا ده۔

"په دغه تېرو دريوؤ کالو کې دوی ته ځانګړې پاملرنه شوې او زمونږه سره نږدې 3200 سايټونه يا مرکزونه فعال دي چې په هغو کې خوارځواکه ماشومانو او مېندو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي،دې تېرو شپږو مياشتو شاوخوا کې شديدو او متوسطو سوي تغذي ماشومانو درملنه ترسره شوې ده چې په دغو کې شپږ لکه شاوخوا يې متوسطه او هم دا رنګه 234000 د شديدې خوارځواکۍ ماشومان دي"

نوموړي زياته کړه چې د روغتيا وزارت هڅه کوي چې د مرکزونو په لا زياتولو سره او د داخل بستر خدماتو په سېوا کولو سره په دې به وتوانېږي چې په لرو پرتو سيمو او مرکز کې د خوارځواکه ماشومانو او مېندو دپاره معياري روغتيايي خدمات وړاندې کړي۔

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د سپتمبر په 26مه په یو راپور کې ویلي وؤ چې اوس مهال په افغانستان کې د 23 میلیونو څخه زیات تنان بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هیواد کې خلک په لوړه کچه د خوړو د نه خوندیتوب، خوارځواکۍ او ستونزو ترڅنګ د موسمي ناروغیو سره مخ دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG