لاس رسیدونکی لینک

 
ایلن مسک د امریکې فیډرل ملازمینو ته امر کړی د تېرې اوونۍ کار دې وښیي ګنې له دندې به وایستل شي
تازه خبر

ایلن مسک د امریکې فیډرل ملازمینو ته امر کړی د تېرې اوونۍ کار دې وښیي ګنې له دندې به وایستل شي


د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامیې د حکومتي کارکردګۍ د ادارې (ډاج) مشر ایلن مسک د امریکې فیډرل ملازمینو ته امر کړی دی چې په تېره یوه اوونۍ کې دې د خپلو کارونو تفصیل ورکړي او خبرداری یې ورکړی که څوک دا کار ونه کړي له دندې به وایستل شي.

مسک د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ایکس باندې په دې اړه پوسټ وروسته له هغه وکړ چې تر ده وړاندې صدر ټرمپ پر خپله سوشل میډیا «ټروت سوشل» باندې په یو پوسټ کې وویل، چې ډاج باید د فیډرل ملازمینو د کمولو او نوي شکل ورکولو په هڅو کې ډېر توند شي.

این مسک په خپل پوسټ کې وویل چې ټول فیډرل ملازمین به ډېر زر یو ایمېل تر لاسه کړي چې پکې به غوښتنه ترې شوې وي "تېره اونۍ دې څه وکړل؟"، مسک وایي که څوک "د جواب په ورکولو کې ناکامه شول دا به یې د استعفا په توګه وګڼل شي".

د شنبې- خالي تر ماښامه پورې د مختلفو فیډرل ادارو کارکوونکو ته ایمېلونه لېږل شوي چې په هغوی کې د سیکیورټي او ایکسچېنج کمیشن، د نېشنل اوشینیک او اېټموسفېر اداره، او د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونه شامل دي، هغه ته لیکل شوي: "تاسو تېره اونۍ څه وکړل؟"

دغه ډول یو ایمېل چې رویټرز خبري ایجنسۍ لیدلی پکې له فیډرل ملازمینو څخه غوښتل شوي چې په تېره اونۍ کې خپل فعالیت تشریح کړي او د ایمېل په جواب کې د ادارې مشران هم سي سي کړي یعنې هغوی ته یې هم کاپۍ ولېږي.

د امریکې هیومن ریسورس (ایچ آر) یا انتظامي دفترونو له ایډرسه په دغو لېږل شویو ایمېلونو کې ملازمینو ته د جواب لپاره د دوشنبې- ګل په ورځ د امریکې په وخت د شپې تر یو منټ کم دوولسو بجو پورې وخت ورکړل شوی دی.

تر اوسه لا دا هم روښانه نه ده چې که کوم فیډرل ملازم د ایلن مسک په غوښتنه د خپلې کارکردګۍ په اړه ایمېل ته جواب ور نه کړي نو د کوم قانوني واک لاندې هغه کولای شي فیډرل کارکوونکي له دندې ګوښه کړي.

د ایلن مسک په مشرۍ د ټرمپ د حکومتي کارکردګۍ د ادارې «ډاج» ویاند سمدستي په دې اړه د تبصرې یا نظر لپاره د رویټرز غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی.

د امریکې د فیډر ملازمینو تنظیم «اې ایف جي اي» په خپل یو بیان کې ویلي چې د ملازمینو هر ډول غیرقانوني ګوښه کولو اقدام به په عدالت کې چېلنج کوي. د دې تنظیم مشر ایورټ کیلي ویلي:

"یو ځل بیا ایلن مسک او د ټرمپ ادارې فیډرل ملازمینو او د امریکې خلکو ته د دوی د چمتو شوو مهمو خدمتونو په بدل خپله بشپړه کرکه ښودلې ده".

د حکومتي لګښتونو د کمولو لپاره د ټرمپ انتظامیې تېز اقدامات او لانجمن عمل چې غواړي د مسک او د هغه د ځوانو همکارانو په مشرۍ فیډرل کاري ځواک کم کړي د ډېرو ملازمینو ناڅاپي ګوښه کول یې د غلطۍ سبب شول او ډېرې ادارې یې مجبوره کړې چې په چټکۍ خپل مهم کارکوونکي بیرته وګوماري، په دغو کې د جوهري تحفظ، دفاع او بجلۍ د پیداوار د ادارو کارکوونکي شامل وو.

د ملازمینو د کمولو په لومړۍ څپه کې هغه کارکوونکي په نخښه شوي چې له دندې ګوښه کول یې اسانه دي، په دوی کې هغه کارکوونکي دي چې تر دوو کلونو کم وخت یې په نوکرۍ کې شوی یا هغه کسان دي چې په یوه اداره کې یې نوي کارونه پیل کړي دي.

صدر ټرمپ بیا بیا مسک د «ډاج» د فعال مشر په توګه یاد کړی دی، خو دا اداره یې د کابینې برخه نه ده او سپینې ماڼۍ د دې میاشتې په پیل کې په عدالت کې په یوه مقدمه کې وویل چې مسک په ډاج باندې هیڅ واک نه لري او وایي د دې پروګرام ملازم نه دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG