لاس رسیدونکی لینک

 
فرانس کې د چاقو برید کې یو تن وژل شوی، درې پولیس ټپیان، صدر مېکرون بریدګر "اسلامپال ترهګر" بللی
تازه خبر

فرانس کې د چاقو برید کې یو تن وژل شوی، درې پولیس ټپیان، صدر مېکرون بریدګر "اسلامپال ترهګر" بللی


د فرانس په ختیځ کې یو تن پر خلکو د چاقو په وسیله برید کړی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او درې د پولیسو افسران سخت ټپي شوي دي. د فرانس صدر ایمانیول مېکرون دا پیښه "اسلامپال ترهګر عمل" بللی دی.

دا پېښه د شنبې- خالي په ورځ د فرانس په مولهاوس ښار کې شوې ده او د فرانس د ترهګرۍ ضد ادارې څارنوالان یا پراسیکیوټرز وایي د پولیسو دوه افسران په برید کې سخت او یو بل برسېرن ټپي شوی دی.

پولیسو ویلي په برید کې یو 69 کلن ملکي لاروی له ټپي کیدو وروسته مړ شوی دی چې وایي په پولیسو د مشکوک کس د برید د مخنیوي کوښښ یې کاوه. ویل کیږي چې هغه د پرتګال اوسېدونکی وو.

پولیسو ویلي پېښه په ځایي وخت مازدیګر شاوخوا څلور بجې هغه وخت وشوه چې د کانګو ډیموکرېټیک جمهوریت په ملاتړ مظاهره روانه وه. سیمې ته له پولیسو سره سره پوځ هم لېږل شوی چې په پلټنو کې همکاري وکړي.

صدر مېکرون ویلي، "هیڅ شک نه شته چې دا پیښه د ترهګرۍ یو عمل وو، په ځانګړې توګه اسلامپال ترهګر عمل وو".

مکرون زیاته کړه حکومت یې اراده لري چې "زموږ په خاوره کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره هر څه" تر سره کړي.

څارنوالانو ویلي د مشکوک بریدګر عمر 37 کاله دی چې له بریده وروسته پولیسو نیولی او د ترهګرۍ د مخنیوي د څار په ځانګړي فهرست کې یې هم نوم شامل کړی شوی وو.

د فرانس د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مشکوک بریدکوونکی د الجزایر شهري دی او دوی یې څو ځله خپل هیواد ته د سپارلو کوښښ کړی وو خو وایي د الجزایر چارواکو یې له اخیستو انکار کړی وو.

د فرانس د ترهګرۍ ضد ادارې د څارنوالانو څانګه ددې پیښې په هکله د پلټنو مشري کوي او وایي مشکوک بریدکوونکي د پولیسو پر افسرانو د برید په وخت د "االله اکبر" نعرې وهلې دي.

د پېښې عیني شاهدانو هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې مشکوک بریدګر د برید په مهال دا نعرې وهلې.

د مولهاوس ښار مېر یا ښاروالې میشل لوټز په فېسبوک باندې لیکلي، "وحشت زموږ ښار نیولی دی" هغې وویل دا پېښه د ترهګر برید په توګه څېړل کیږي، خو وایي "دا باید عدالت تایید کړي". هغې لیکلي:

"یو سړي په پوښل شوي کېنال بازار کې پر لارویانو برید وکړ، د ښاروالۍ څو پولیس افسران چې د هغه د نیولو لپاره یې مداخله وکړه هم ټپیان شول. تر دې مهاله یو تن وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي".

مشکوک بریدګر په الجزایر کې زېږېدلی و او له پخوا راهیسې د عدالت تر نظارت او په کور کې تر نظربندۍ لاندې وو او له فرانسه د شړلو امر یې هم شوی وو خو رسنیو ویلي، چارواکو لس ځله کوښښ کړی وو چې هغه له هېواده وباسي خو د الجزایر چارواکو یې له منلو انکار کړی وو.

په دې وروستیو کې په ځینو یورپي هېوادونو کې د هغو کسانو بریدونه زیات شوي چې له اسلامي هېوادونو هلته ورغلي او هلته یې پناه اخیستې ده، د دغو بریدونو له کبله په دغو هېوادونو کې د بهرنیو کډوالو په خلاف د پالیسیو د سختېدو امکان څرګندېږي.

د یورپي هېواد آسټریا یا اتریش د ویلاچ ښار په مرکز کې هم د فرورۍ په 16مه د شام یو 23 کلن پناه غوښتونکي څو لارویان په چاقو وهلي وو، چې یو 14 کلن هلک یې وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي وو.

په آسټریا کې له دې پیښې دوې دورځې وړاندې د جرمني په میونخ ښار کې هم یو 24 کلن افغان ګڼ شمېر خلک په موټر ووهل او 37 تنه یې ټپي کړل، چې وروسته په همدې پیښې کې یوه دوه کلنه نجلۍ او د هغې ټپي شوې مور د سختو ټپونو له کبله مړې شوې.

د جرمني امنیتي چارواکو ویلي وو، چې په میونخ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې د موټر د وروستلو په تور نیول شوي افغان ښايي د اسلامي سختدریځۍ د انګیزې له مخې دا کار کړی وي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG