د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبې سرښار پیښور کې د امریکې کونسل خاني په یو گاډې باندې د گل په ورځ ځانمرگې حمله کې د امریکې سفارتخانې ترمخه د کونسل خانې دوه امریکائي او دوه پاکستاني چارواکې زخمیان شوې دي.
د ځائي چارواکو د وینا ترمخه چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوې هم دي.
چارواکو وئیلې ځانمرگي حمله کونکې خپل د چاؤدیدونکو موادو نه ډک گاډی د کونسل خانې د موټر سره ووجنگولو، په نتیجه کې يي د کونسل خانې دوه امریکائي او دوه پاکستاني چارواکې زخمیان شول.
په ابتدائي توگه پاکستاني چارواکو وئیلې وو حمله کې دوه امریکایان وژلی شول خو اسلام آباد کې د امریکې سفارتخانې د امریکایانو د وژل کیدو رپورټونه رد کړل.
یو شمیر نور کسان په چاؤدنه کې زخمیان شوې دي.
په سمدستي توگه د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې خو پاکستاني چارواکې سیمه کې د ترهگرۍ بریدونو پړه په طالبانو اچوي او وسله وال هم اکثر دداسې قسمه حملو ذمه واري قبلوي.