لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم لاره لا بنده ده، پاکستان وايي افغان طالبانو په تورخم د خبرو په ځای "بې درېغه ډزو ته لاس کړو"


پاکستان وايي طالبانو د پاکستان په خاوره تعمیرات کول چې په منع کولو يې طالبان ډزې شروع کړې. طالبان وايي د افغانستان په خاوره یو پوسټ ترمیم کولو چې پاکستاني ځواکونو پې ډزې وکړې
پاکستان وايي طالبانو د پاکستان په خاوره تعمیرات کول چې په منع کولو يې طالبان ډزې شروع کړې. طالبان وايي د افغانستان په خاوره یو پوسټ ترمیم کولو چې پاکستاني ځواکونو پې ډزې وکړې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزات د ګل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان واکمنو طالبانو د بيان په جواب کې وویل د افغانستان عبوري حکومت ته هېڅ کله اجازت نه شي ورکولی چې د پاکستان په خاوره څه تعمیرات وکړي او دا چې په شپږم سېپټمبر رامنځته شوې سرحدي شخړه په پرامنه ډول د هوارولو په ځای طالب ځواکونو "بې دریغه دزو ته لاړ کړو."

د پاکستان د خارجه وزارت بیان دا هم وویل چې طالب چارواکي ښه خبر دي چې د تور خم ولې په عارضي ډول بنده ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو د تګ راتګ او د تجارت د تورخم لویه لاره د شپږم ستمبر راهسې د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو د جګړې وروسته وتړل شوه. پاکستان وايي طالبانو د پاکستان په خاوره تعمیرات کول چې په منع کولو يې طالبان ډزې شروع کړې. طالبان وايي د افغانستان په خاوره یو پوسټ ترمیم کولو چې پاکستاني ځواکونو پې ډزې وکړې.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ طالبانو وویل چې د پاکستاني چارواکو سره یې د تورخم دروازې د پرانستو په موضوع خبرې شوي خو بې نتيجې ختمې شوې وې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپل بیان کې وویل په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې د تورخم په حواله کوم بيان ورکړی هغه "حېرانوونکی دی". په افغانستان کې د واکمنوطالبانو د بهرنيو چارو دفتر د تورخم دروازې تړل کېدو په حواله ویلي وو، "طالبان د پاکستان له لوري د تورخم دروازه تړل او په افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډيتوب خلاف اقدامات بولي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن په 11م ستمبر ویلي، "پاکستان به په خپله خاوره د افغان موقتي حکومت [واکمنو طالبانو] لخوا هيڅ ډول جوړول قبول نه کړي ځکه پاکستان یې د خپلې خپلواکۍ سرغړونه بولي".

پاکستان دعوه کړې، "په شپږم ستمبر چې افغان ځواکونه د پاکستان لخوا په تورخم د غېر قانونه پوستې جوړولو څخه منع کړی شوي، [طالبانو] د پرامنه حل په ځای د ډزو لار خپله کړې، او د پاکستان پوځي پوستې یې په نخښه کړي، د تورخم په ټرمېنل یې ودانۍ ته تاوان اړولی، د پاکستانيانو او افغانانو ژوند یې په خطره کې اچولی".

خو په تورخم د ډزو د پېښې په وخت طالبانو دعوه کړې وه، "افغانستان لوري ته یې خپله پوسته ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې"، په ډزو کې دواړو خواو د مرګ ژوبلو اوښتو هم ویل شوي وو. خو پاکستان او طالبانو په رسمي ډول ډزو کې د مرګ ژوبلو تاييد نه دی کړی.

پاکستان ویلي، "په سرحدي پوستو دغه ډول ډزې په هیڅ صورت د جواز وړ نه شي ګرځول کېدی، ځکه د افغان سرحدي ځواکونو د ډزو له امله ترهګرو ته ډاډ ترلاسه کيږي. کوم ترهګر چې د افغانستان په خاوره پټنځايونه لري او د هغې تاييد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا کړی دی".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه دعوې رد کړي چې ګنې خاوره یې د پاکستان پرضد کاريږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر په وېب پاڼه ورکړی شوي خبر کې زياته کړی شوې، "پاکستان تل خواهش لرلی چې د افغانستان سره په پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله او دوستي وي. او پوله په انتهايي حالاتو کې، لکه د شپږم ستمبر د پېښې يا د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې د ترهګرو بريدونو په مهال تړل کيږی".

په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د چترال ضلعې په کېلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوه پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوې او ګڼ نور ژوبل کړی شوي خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.

پوځ ويلي وو، "د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره پرعزم دی او په افغانستان کې د عبوري حکومت نه تمه لري چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې وه چې ګنې د چترال په بريدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

پاکستان ویلي، "د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د اقتصاد او بهرني تجارت په حواله ځينې غېر متعلقه تبصرې او مشورې ورکړي دي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په نهم ستمبر د تورخم دروازې تړلو په بيان کې ویلي وو، "د تورخم لاره تړل د دواړو هېوادونو او او سيمې سوداګري اغېزمنولی شي او دواړو غاړو عام سوداګر له تجارتي او مالي زيان سره مخ کولی شي".

په ياد بیان کې ویل شوي وو، "طالبان د سفارتي خبرو د لارې د مسلو هواري ژمنتيا ټينګار کوي"، ويل شوي وو پاکستان ته "وريادوي چې د دروازې تړلو په ډول اقدامات یې د افغانستان او سيمې د سوداګرۍ ترڅنګ د پاکستان ملي اقتصاد، چې اوسنی حال یې په صادراتو يا برامداتو ولاړ دی هم زيانمنوي".

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویلي، "پاکستان د لسيزو راهسې افغان ټرانزټ ټرېډ يا تجارت ته اسانتياوې ورکوي او دا عمل به روان وي خو پاکستان به د ټرانزټ ټرېډ تړون په ناسمه توګه کارېدو اجازه ور نه کړي". خو په بيان کې نه ده واضحه کړی شوې چې "ټرانزټ ټرېډ په کوم ډول ناسم کاريږي".

پاکستان ويلي، "دوه اړخيزه مسلو په حواله د خبرو د لارې هوارولو ته تیار دی، خو د افغان عبوري حکومت نه تمه لري چې د پاکستان اندېښنې په نظر کې وساتي، د پاکستان سالميت ته درناوی ولري او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG