لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني تجاران:دافغان ټرانزټ مخې ته خنډان پېدا کول دپاکستان اقتصاد ته سخته ضربه رسولی شي


دپاکستان اؤ افغانستان تر منځ‌په کال ۱۹۶۵ کې پاک افغان ټرانزټ ټریډ تړون شوی ؤ چې بیا په کال ۲۰۱۱م کې دغه تړون ته یوه نوې بڼه ورکړل شوه اؤ دهغې تړون له مخې پاکستان اړ دی چې له څلورو اړخونو نه خشکۍ کې ګیر هیواد افغانستان ته به ټرانزټي لاره ورکوي
دپاکستان اؤ افغانستان تر منځ‌په کال ۱۹۶۵ کې پاک افغان ټرانزټ ټریډ تړون شوی ؤ چې بیا په کال ۲۰۱۱م کې دغه تړون ته یوه نوې بڼه ورکړل شوه اؤ دهغې تړون له مخې پاکستان اړ دی چې له څلورو اړخونو نه خشکۍ کې ګیر هیواد افغانستان ته به ټرانزټي لاره ورکوي

پاکستاني تجارانو خبرداری ورکړی دی چې که چرې پاکستان د افغان ټرانزټ مخې ته خنډان جوړ کړل نو له دې امله به یو خوا ددغه تجارت سره دتړلو زرګونو عادي خلکو په روزګار بدې اغېزې وشي اؤ بلخوا به ورسره د افغانستان له لارې منځنۍ ایشیا ته دپاکستان د سوداګرۍ مخې ته هم خنډان راولاړ شي.

پاکستاني تجاران وایي د افغان ټرانزټ مخې ته مشکلات راولاړول به د افغانستان اؤ پاکستان تجارت زیات متاثره کړي.

دپاکستان د مرکزي فیډریشن اف چیمبرز پخواني مشر انجنیر دارو خان اڅکزي ویلي چې افغانستان سمندر ته لاره نه لري اؤ د څلورو واړو طرفو نه په اوچه کې ګیر دی که چرې پاکستان دافغانستان د ټرانزټي چارو د تړلو یا محدودولو هڅه وکړه نو په دې عمل به پاکستان له ډیرو ګټو محروم پاتې شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د افغان ټرانزټ ټریډ له لارې دا مهال پاکستان په یو موټر د اتوؤ څخه نیولې تر لسو لکو روپو ګټه اخلي اؤ ددې ترڅنګ په زرګونو یا لکونو خلک هم ددې تجارت سره وابسته دي.

د انجنیر دارو خان په خبره ، که ټرانزټي چارې اغېزمنې کیږي نو ددې تجارت سره د تړلو لکونو کورنیو روزګار به خرابیږي اؤ هم به یې د پاکستان په معیشت بدې اغېزې کیږي.

نوموړی وایي که چرې د افغان ټرانزټ په لاره کې څه مشکلات وي باید دواړه هیوادونه هغه پخپلو کې حل کړي اؤ‌د افغانستان مالونو ته دې د نړیوالو قوانینو له مخې لاره ورکړل شي.

دپاکستان بزنس ریکارډ ورځپاڼې تېره ورځ پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې دپاکستان برنس کونسل یا تجارتي شورا د یو لیک له لارې د‌پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د افغان ټرانزټ ټریډ چارو ته باید بیا کتنه وکړي.

دغه رپورټ کې ویل شوي وؤ بزنس کونسل غوښتنه کړې ده چې په افغانستان د واکمنو طالب چارواکو سره باید خبره وکړي چې کوم مالونه په افغانستان کې کم استعمالیږي یا بېرته پاکستان ته قاچاق کیږي دهغې دې افغانستان ته د اړولو مخه ونیول شي.

تر دې وړاندې دپاکستان دتجارت نګران وزیر ګوهر اعجاز په لاهور اؤ کراچۍ کې تاجرانو سره دغونډو په مهال افغان ټرانزټ دپاکستان د معیشت لپاره زیان بلل ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان افغان ټرانزټ ته په بیا کتنه بوخت دی.

دچمن یو ځایي تاجر حاجي شفیق کاکړ دا دعوې بې اساسه بللې دي چې دافغان ټرانزټ ټریډ په اړ کې قاچاق یا سمګلنګ کیږي اؤ ډیوه سره خبرو کې یې ویلي دي هرکله چې سرحدونه تړل شوي اؤ دکسټم اؤ نورو چارواکو په لارو سختي سیوا کړې ده نو بیا قاچاق څنګه کیږي؟

د شفیق کاکړ په خبره "د سمګلنګ بندولو طریقه خو دا نه ده چې ته دنیا سره تجارت بند کړه، ددې لپاره خو د کسټم محکمه شته ، نور چارواکي شته هغوي مضبوط کړه چې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي"

نوموړي وویل د هند اؤ چین تر منځ تاو تریخوالی شته خو د هغوي تجارت بیا هم ورځ تر بلې سیوا کیږي خو افغانستان سره دپاکستان تجارت په ښکته راروان دی.

د ټرانزټ چارو سره مربوط پاکستانیان وایي چې پاکستاني چارواکي د کراچۍ بندر څخه نیولي تر افغانستان بندرونو پورې د ټرانزټ کنټیرانو ته ځای په ځای خنډان راولاړوي اؤ دې عمل ټرانزټ د ځنډ سره مخ کړی دی.

ګلبدین چې افغانستان ته تجارتي ټرالر چلوي ، وي او ای ډیوه ته وایي دی اته شپې وړاندې له کراچۍ راوتلی اؤ تر اوسه د چمن په پوله د این ایل سي مخې ته ولاړ دی.

"معلومه نه ده چې کله به افغانستان ته داخل شو، مونږ په پینځمه شپه واپس کراچۍ ته روان وؤ، درې شپې یې پر ګډاني ودرولي وؤ، دوه شپې یې په لک پاس ودرولي وؤ ، اوس نه ده معلومه چې واپسي به مو کله وشي ، دوي کاغذونه وګوري اؤ بیا یې راکړي ، هیڅ نه پوهیږو چې دا څه روان دي"

دپاکستان اؤ افغانستان تر منځ‌په کال ۱۹۶۵ کې پاک افغان ټرانزټ ټریډ تړون شوی ؤ چې بیا په کال ۲۰۱۱م کې دغه تړون ته یوه نوې بڼه ورکړل شوه اؤ دهغې تړون له مخې پاکستان اړ دی چې له څلورو اړخونو نه خشکۍ کې ګیر هیواد افغانستان ته به ټرانزټي لاره ورکوي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG