لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت په ترقیاتي بجټ کې اضافه تجویز کړي خو اقتصاد پوهان وايي دغه پېسې په مکمله توګه نه مصرف کیږي


د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كې د قامي اقتصادي كونسل غونډه كې د صوبو اعلا وزيرانو او د اېن اي سي نورو غړو ګډون وكړو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كې د قامي اقتصادي كونسل غونډه كې د صوبو اعلا وزيرانو او د اېن اي سي نورو غړو ګډون وكړو

قامي اقتصادي كونسل يا اېن اي سي د راتلونكي مالي كال لپاره د اقتصادي پرمختګ شرح يا جي ډي پي د 21 كهربه 35 اربه روپو مجوزه مجموعي پرمختيايي بجټ سره 4.8 فيصد اېښودلې ده چې د تېر مالي كال بيا كتلې شوې 15 كهربه 27 اربه روپو نه40 فيصده زيات دی۔

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كې د قامي اقتصادي كونسل غونډه كې د صوبو اعلا وزيرانو او د اېن اي سي نورو غړو ګډون وكړو۔

غونډې د راتلونكي مال كال 22-2021 لپاره د مجموعي پرمختيایي بجټ 21 كهرب 35 اربه روپۍ منظوري وركړه چې پكې د وفاقي پرمختيايي پروګرام يا پي اېس ډي پي حجم 900 اربه روپۍ اېښودې شو چې د روان مالي كال شپږ نيم سوه اربه روپۍ و او په دې كې 38.5 فيصده زياتوالې اېښودل شوی دی۔

بلخوا د صوبو د کال مجموعي پرمختيايي منصوبو يا ای ډي پي تخمينه 12 كهربه 35 اربه روپۍ لګول شوې ده چې د روان مالي كال 877 ارب روپو تخمينې نه تقريبا ً 41 فيصد زيات دی۔

د غونډې نه وروسته د سندھ اعلٰی وزير مراد علي شاه وويل چې دوی په پرمختيایي بجټ كې سندھ صوبې سره غېر منصفانه رويه خپلولو باندې احتجاج وكړو۔

ده وويل چې د پنجاب په پرتله د دوی صوبې ته د سړكونو او كراچۍ د پرمختيا د كارونو لپاره لږې پيسې ټاکل شوې دي او دا چې ځينې پرمختيائي پروژو كې صوبو سره مشاورت نه دی شوی۔

د وزيراعظم دفتر نه خپور شوي خبر پاڼه كې وېل شوي چې د پي اېس ډي پي 900 اربه روپو كې به 244 اربه ټرانسپورټ او كميونيكېشن لپاره ٬ 118 اربه توانایي٬ 91 اربه د اوبو وسایلو٬ 113 د خېرښېګړې ٬ 100 اربه روپۍ د سيمو ترمينځه برابر تيا راوستل٬ 31 اربه ساینس اينډ ټېكنالوجي او آيي ټي٬ 68 اربه خاص ترقياتي مقاصدو لپاره مختص کړی شوي دي او 17 اربه روپۍ پیداواري څانګې باندې به مصرف كولې شي هم دغه ډول په پي اېس ډي پي كښې د پخواني قبائېلي سيمو پرمختيائي كارونو لپاره 54 ارب روپۍ اېښودلې شوي دي او لوړو زده كړو كمېشن لپاره 42 اربه روپۍ اېښودلې كېږي

اقتصاد پوهان د حكومت دې شمېرو سره اتفاق نه كوي وايي د تېرو كلونو د پرمختيا بجټ نه وفاق پوره پوره مصرف نه دی كړی او د صوبو اقتصادي پرمختګ شرح هغه وخت ترلاسه كېدلی شي چې بجټ په پرمختيايي كارونو په مکمل توګه وکارول شي۔

د وي او ای ډیوه سره خبرو كې اقتصاد پوهه ډاكټر شاهد حسن صديقي وويل"د تېرو څو كلونو نه د پرمختيا بجټ نه خو وفاق او نه صوبو پوره پوره مصرف كړی دی او د دې مطلب سست اقتصادي پرمختګ او د روزګار كمې موقعې وي۔"

ډاكټر شاهد حسن صديقي زياته كړه چې صوبې د وفاق نه كمې پيسې ترلاسه كېدو ګيلې خو كوي خو دوی ته چې كومې پيسې د وفاق نه د قامي محاصلو په مد كې ترلاسه كېږي هغه هم دوی ټولې نه مصرف كوي او سندھ هم داسې كوي نو ځكه اختلافات رامخې ته شي ۔٬

د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد د اقتصادي څانګې استاد پروفيسر ډاكټر ميراج الحق د پرمختيا بجټ سوا كېدل يوه ښه خبره ګڼي خو وایي چې ضروري خبره دا ده چې د دې استعمال به څنګه كېږي؟

ډيوه رېډیو سره په خبرو كې نوموړي وويل د 4.8 فيصده اقتصادي پرمختګ شرح به هغه وخت ترلاسه كېږي كله چې پرمختيائي بجټ په وفاق او صوبو كې په يو ډول 100 فيصده مصرف كړې شي۔ده وويل چې پرمختيايي پروژو سره د روزګار موقعې ترلاسه شي او د خلكو ژوند كې سوكالي راشي۔

پروفيسر مېراج الحق زياته كړه كه چېرې دا پيسې پوره مصرف نه كړی شي او لوی پروژې سر ته ونه رسي نو بيا د اقتصادي پرمختګ شرح ترلاسه كول به ډېره ګرانه وي۔

غونډې ته ووېل شوو چې پي اېس ډي پي كې به د حكومتي تګلارې ترمخه د هغه سيمو ضرورتونه پوره كولې شي چې وروسته پاتې وي او زياته پام لرنه به بنيادي اسانتیاو او د اوبو وسایلو او د ټولنې پرمختيا پروژو ته وركول کېږي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG