لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف حکومت واي د نوازشریف، زرداري، عباسي او شهباز شریف په ضد د درغلیو قضیې ُتندوي


څیړونکي واي په پاکستان کې د حکومت د مخالفینو په ضد د مالي درغلیو نوو قضیو جوړولو خو په حکومتي غړیو هم ددغه شان تورونو په سر د ادارې خاموشۍ د احتساب عمل مشکوک کړی دی.

د احتساب لپاره د وزير اعظم عمران خان صلاح كار شهزاد اكبر د هېواد پخواني صدر اصف زرداري د پخواني وزير اعظم يوسف رضا گيلاني ،د مسلم ليگ نواز پخواني وزير اعظم نواز شريف په ګډون د هغه د ورور او ملي اسمبلي كي د مخالفه گوندونو مشر شهباز شريف په ضد د اختياراتو غير قانوني كاروولو او مالي درغليو په تور كي د تازه قضیو غږ کړی دی.

هغه ويلي د احتساب د ادارې نه خواست کوي چې د شهباز شريف نوم د سفري بنديرونو په نوملړ كې د اچوولو سره دې د هغه په ضد د كيس اوريدنه روزانه وشي.

د تير خالي په ورځ د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې خبري كانفزنس ته د وينا په محال شهزاد اكبر په پخواني حكمران شريف خاندان باندي د مالي درغليو تورونه تكرار كړل.

د اسلام اباد د احتساب عدالت په توشه خانه كيس كې د پخواني صدر اصف زرداري د هغه د گوند پخواني وزير اعظم يوسف رضا گيلاني او بل پخواني وزير اعظم نواز شريف ته د روانې مياشتې په 28 نیټه دحاضريدلو امر کړی دی.

د دغه كيس ترمخه په گيلاني تور دی چي كله هغه وزيراعظم وو نو توشه خانه يا سركاري خزانه كي د نورو هيوادونو د مشرانو لخوا د وركري شوي تحفي يي زرداري او نواز شريف ته په غير قانوني طريقه وركړې وې.

د مسلم ليګ نواز گوند د پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ايل اين جي يا د پاكستان لخوا خليجي هيواد قطر نه د اخستو په هكله شوي لوظنامه كي د مالي درغليو په تور د څو مياشتو بند وورستو په ضمانت خوشى دى.

د پاکستان د حکومت مخالفه گوندونه په حكومت او د نيب په اداره د احتساب په نوم د سياستمدارانو په ضد د انتقامي كاروايو تورونه لگوي.

او دا الزام هم لګوي چي نيب مالي درغليو باندي تورن واكمن تحريك انصاف گوند مهم مشرانو په ضد كيسونو باندى سترگي پتى كري دي.

مخالفه گوندونه په حكومت او نيب اداره باندې د احتساب په نوم د حکومت مخالفو سياستمدارانو په ضد د انتقامي حملو تورونه لگوي او دا دريز هم خپلوي چې احتساب اداري په خيبر پختنخواه كي د تيرو ٧ كاله راهسى واكمن تحريك انصاف گوند مالي درغليو كيسونو باندي سترگې پټې کړي دي.

وتلي خبريال رحيم الله يوسفزي وي او ډیوه ته ويلي دي چې د واکمن ګوند په مشرانو د بيلن ټري نومې منصوبې نه علاوه په لويه كچه د مالي درغلييو كيسونه هم دي خو د نيب اداره واكمن گوند د مشرانو په ضد تر اوسه سه كارواي نه ده کړې.

ښاغلي یوسفزي وویل په ډاګه نه ده چې نيب يوازي دحكومت مخالفو سياستمدارانو په ضد ګامونو ولې اخلي.

د نيب ادارې يو پخواني وكيل او د احتساب د قانون ماهر راجه عامر عباس په دې حقله يوشخصي تي وي ته ويلي دې چي د تحريك انصاف ګوند په مركز کې د دوه كاله واكمنۍ په محال په مالي درغليو كيسونو باندې د نيب لخوا خاموشي سوالونه پورته كوي.

هغه ويلي كه نيب بې پلوه وې نو د وړو د كاچاك د چينۍ ملونو ته سبسيډي يا رعايتونو وركولو له كبله ملي خزانې ته په رسيدلي اربونو روپو كيسونو كي ككړو تنان به یې نولی وې.

په دغه رسوایو کې د وزير اعظم نیزدې ملگري جهانگير ترین او مركزي وزير خسرو بختيار نومونه تل په مطبوعاتو کې راغلي دي.

د احتساب اداره د احتساب په معامله کې د خپل پردي کولو تورونه ردوي. د اداري مشر جاويد اقبال په خپل يو بيان کې دعوا کړې وه چې دی به د لوټلي مال بيرته خزانې ته راوړي او په دې حقله به هیڅ فشار نه مني.



ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG