لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت مخالف ګوندونو مشرانو په ګلګت کې د ملک په سیاسي حالاتو خبرې وکړې


د بلاول بهټو زرداري او د مریم نواز د ملاقات دا تصویر د پيپلز پارټۍ د مطبوعاتو څانګې شایع کړی دی
د بلاول بهټو زرداري او د مریم نواز د ملاقات دا تصویر د پيپلز پارټۍ د مطبوعاتو څانګې شایع کړی دی

د پيپلز ګوند چيرمين بلاول بهټو زرداري او د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې مريم نواز شريف په ګلګت لېده کاته کړي او د ملک په ورستي سیاسي حالاتو یې خبرې وکړې.

د پيپلز ګوند د ميډيا څانګې تر مخه دغه ليده کاته لومړې يوازې د دواړو تر منځه يو په يو تر سره شو او دواړو په روان سياسي صورتحال خبرې اترې اوکړې ، خو وروستو د دغه يو په يو خبرو بيا د دواړو ګوندونو له خواه پلاوي د يو بل سره مخامخ شول ۔

د پيپلز ګوند له لوري د بلاول بهټو زرداري سره سناتور شيري رحمان او سناتور مصطفا کوکهر او د مريم نوازشريف سره پخوانې صدر اعظم شاهد خاقان عباسي ، احسن اقبال، پرويز رشيد او د ګلګت بلتستان پخونې اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمان هم شامل وو ۔

د دواړه ګوندونو مشرانو دغه ليده کاته په داسې حال تر سره شوي چه په ګلګت بلتستان کې په ١٥م نومبر د قانون ساز اسمبلۍ ټاکنېتر سره کيګي او دواړه ګوندونو مشران د خپلو کنديدانو د کمپاين په غونډو او سياسي لاريونونو کې بوخت دي ۔

د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند دواړه د موجوده حکومت پرضد د پي۔ډي۔ايم په نوم جوړ شوي غورژنګ برخه دي ، او دغه غورژنګ په هيواد کې دحکومت مخالفه احتجاجي لاريونونه هم پيل کړي ۔

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG