لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان او روس د ترهګرۍ او د نشه‌ يي موادو پر ضد د همکاریو پراخولو پرېکړه کړې 
تازه خبر

پاکستان او روس د ترهګرۍ او د نشه‌ يي موادو پر ضد د همکاریو پراخولو پرېکړه کړې 


پاکستان او روس د سه شنبې یا نهې په ورځ موافقه کړې ده چې د ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضد مبارزه کې به خپلې دوه اړخیزه همکارۍ لا پسې پراخوي.

د پاکستان د سرکاري ریډیو د رپورټ له مخې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي او په اسلام‌اباد کې د روس د سفیر البرټ پي خوریف ترمنځ لیدنه کې پاکستان او روسیې د ترهګرۍ ضد خبرو اترو د بیا فعالولو پرېکړه هم کړې ده.

څېړونکي وایي که څه هم پاکستان د امریکا او چین ترمنځ د متوازن سیاست ساتلو هڅه کوي، خو له روسیې سره یې د اړیکو پراخول د سیمه‌ییزې جیوپولیټیکي اړتیاوو برخه ده.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې اسلام اباد کې د داخله وزیر محسن نقوي اؤ د روس د سفیر تر منځ لیدنه کې په دوه اړخیزه اړیکو او د ګډو ګټو په موضوعاتو په تفصیل سره خبرې اؤ غور شوی دی.

د پاکستان دولتي میډیا ویلي چې دواړو لوریو د متقابلو هیتونو د تبادلې پر زیاتوالي هم موافقه وکړه، ترڅو دوه اړخیزې اړیکې نورې پیاوړې شي.

د اعلامیې له مخې د ملاقات په مهال د روس سفیر د پاکستان چارواکي مسکو او سایبریا ته د نشه‌يي موادو پر ضد د روزنیزو پروګرامونو لپاره دعوت کړل.

د غونډې په مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې ترهګري یو نړیوال چلینج دی او د دې پر ضد مبارزه کې ګډې هڅې اړینې دي.

نوموړي د روس سره د پاکستان د اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه بیا تکرار کړه او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بیلابیلو برخو کې د همکارۍ پراخه فرصتونه موجود دي.

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اسلام اباد ته د شانګهای د همکاریو د سازمان د ۲۳مې سرمشریزه غونډه کې ګډون لپاره راغلي د خپل روسي سیال میخایل میشوستین سره هر اړخیزه خبرې اترې کړې وې.

دواړو مشرانو په دغه موقعه د دوه اړخیزې همکارۍ ټول اړخونه څېړلي وؤ او یادونه یې کړې وه چې په تېرو دوو لسیزو کې د پاکستان او روسیې اړیکې مثبت لوري ته تللې دي.

شهباز شریف له روسیې سره د سیاسي، اقتصادي او دفاعي همکاریو د پراخولو ژمنه کړې وه هغه همداراز د پاکستان د بریکس غړیتوب لپاره د روسیې د ملاتړ مننه کړې وه او ویلي یې وؤ چې دا د نړیوالو همکاریو په لور یو مهم ګام دی.

د پاکستان او روسیې اړیکې له تاریخي پلوه له لوړو ژورو سره مخ پاتې شوي خو څېړونکي وایي، په دې وروستیو کلونو کې دواړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي او دفاعي همکارۍ پر لور د پرمختګ هڅه کوي.

د سړې جګړې پر مهال، د پاکستان او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ اړیکې خړې پړې وې، ځکه چې پاکستان د امریکا نز دې اتحادي ؤ او د شوروي ضد بلاک برخه ګڼل کېده.

دا اختلافات هغه وخت نور هم زیات شول، کله چې پاکستان افغانستان کې د"جهاد" په نامه د روانې جګړې پر مهال د "مجاهدینو" ملاتړ وکړ، چې شوروي اتحاد ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی و.

د روس اؤ پاکستان په اړیکو ژور نظر لرونکی لیکوال اؤ څېړنکار پروفیسر محمد اسلم وایي د شوروي اتحاد تر زوال وروسته، د پاکستان او روسیې اړیکو کې یو تدریجي بدلون راغلی دی اؤ د ۲۰۱۰مې لسیزې له پیل راهسې، دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لور ګامونه اخستي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي روسیې پاکستان ته د ګیس پایپ لاین د جوړولو وړاندیز وکړ، چې د پاکستان د انرژۍ بحران کمولو لپاره مهم ګڼل کېده. همداراز، د ترهګرۍ ضد جګړې او د سیمه‌ییز امنیت د ټینګښت لپاره، پاکستان او روسیې ګډ پوځي مشقونه هم پيل کړل.

پروفیسر اسلم وایي چې په دفاعي برخه کې هم د پاکستان او روسیې همکارۍ اوس پټ پناه خبره نه ده .

"روس پاکستان ته د MI-35 جنګي هیلي کاپټرې ورکړي دي، او دواړه ملکونه د وسلو، پوځي تربیت او د انټلیجنس مرستو زیاتولو ته مایله دي. د ۲۰۱۸م کال نه د دواړو ملکونو پوځونو شریک جنګي مشقونه هم کړي،اؤ دا هر څه ښیي چې ماسکو اؤ اسلام اباد اوس په یو بل باور کوي"

د څېړونکو په اند روس غواړي د پاکستان له لارې د خپلو تجارتي لارو پراختیا ته وده ورکړي، او اسلام‌آباد ته د طبیعي ګازو د صادرولو امکانات هم ارزوي. د شمال ـ جنوب ګیس پایپ لاین پروژه، چې د روسیې په مالي مرسته ترسره کیږي، د دې اړیکو د پراخېدو یوه مهمه بېلګه ګڼل کیږي.

پروفیسر اسلم وایي اسلام‌آباد هڅه کوي چې له مسکو سره متوازنه اړیکه وساتي، ترڅو د لوېدیځ فشارونه هم په نظر ونیسي او د اقتصادي همکاریو امکانات هم له لاسه ور نه کړي.

هغه وایي پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی اؤ غواړي چې د روسیې له ارزانه انرژۍ ګټه پورته کړي، او همدې هدف ته په کتو یې له مسکو څخه د تیلو د وارداتو هڅې هم کړې دي.

د هغه په خبره ،که څه هم پاکستان د امریکا او چین ترمنځ د متوازن سیاست ساتلو هڅه کوي، خو له روسیې سره یې د اړیکو پراخول د سیمه‌ییزې جیوپولیټیکي اړتیاوو برخه ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG