د پاکستان د پوځ وياند يو ځل بيا تکرار کړه، "د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګر د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي، د ترهګرۍ وروستۍ پېښې د افغانستان نه شوي، پاکستان د افغانستان د عبوري حکومت سره په هره کچه مرسته کړې خو افغان عبوري حکومت تراوسه خپلې ژمنې نه دي پوره کړي".
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري غونډه کې وويل، "کلک شواهد موجود دي چې د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان خاوره کاروي".
د پاکستان د پوځ وياند دعوې ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا سمدستي ځواب مخې ته نه دی راغلی، خو طالبان له دې وړاندې د پاکستان دغه ډول تورونه تل رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلې ناکامۍ تور په افغانستان نه لګوي.
پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګري
احمد شريف چودري وويل، د تیرو څو میاشتو راهسې ترهګر او سهولت کار یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت خرابولو هڅې کوي، خو امنیتي ادارې یې د مخنيوي هڅه کوي.
نوموړي د جنورۍ په مياشت کې د مچ په اېف سي کېمپ د بي اېل اې د بريد، په 16مارچ کې په شمالي وزيرستان کې په پوسته د بريد يادګېرنه وکړه او وې یې ویل، پاکستان بيا په افغانستان کې عمليات وکړل او اته ترهګر یې ووژل.
پوځي ویاند په ګوادر کې د 20م مارچ د حملې ناکامه کولو وویل، او په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا په بشام کې په چينايي انجينيرانو د حملې په اړه یې وويل، "په دغه بريد کې پينځه چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی وو، پاکستان د دغو پېښو په کلکه غندنه کوي".
نوموړي په په تربت، شمالي وزيرستان او پشين کې د عملياتو او بريد کوونکو د وژلو يادګېرنه هم وکړه.
هغه تور ولګوو، "پاکستان کې د ترهګرۍ د تازه څپې غټ علت ټي ټي پي ته د افغانستان څخه ترلاسه کېدونکې سهولت کاري، او نوې وسله ورکول هم دي، د پوځ مشر څو ځله ويلي چې پاکستان کې د ترهګرو دپاره هيڅ ځای نشته".
د پوځ وياند وویل، پوځ روان کال د ايران په سرحدي علاقه کې عمليات کړي او څو ترهګر یې وژلي وو.
ترهګري
احمد شریف وویل، "پاکستان د اوږدې مودې نه د افغان کډوالو کوربه توب کوي، خو د پاکستان د هڅو باوجود، او بيا بيا په رياستي کچه افغان عبوري حکومت ته په ګوته کولو، د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان خاوره کاروي او پاکستان کې ترهګري کوي".
هغه زياته کړه، "پاکستان په دغې اړه کلک شواهد ورکړي خو په هغې تراوسه پورې کوم مثبت پرمختګ نه دی شوی، د تازه ترهګرۍ د پېښو کړۍ او شواهد په افغانستان کې د موجودو ترهګرو پناه ځايونو ته رسي".
هغه وویل، "پاکستان د طالبانو د حکومت په نړيواله کچه هر ډول مرسته کړې خو طالبانو چې په دوحه کې کومې وعدې کړې په هغې یې تراوسه پورې عمل نه دی کړی، په دغه معاهده کې ښکاره ليکل شوي چې د افغانستان خاوره به د کوم ملک خلاف نه کاريږي خو کلک شواهد موجود دي چې د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان خاوره کاروي په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت احتجاج هم کړی او د پوځ مشر پرې تحفظات هم څرګند کړي دي".
د طالبانو حکومت بيا بیا وايي، د افغانستان خاوره د کوم بل هيواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
افغان کډوال
د پوځ وياند وويل، د غېر قانونه بهر ملکيانو ویستلو پرېکړه د ملک د ګټو په خاطر شوې وه، "تراوسه پورې 5,63,639 غېر قانونه افغانان خپل ملک ته ستانه شوي، خو اوس هم په لکونو افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي".
پاکستان تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د غېر قانونه غېر ملکيانو ویستلو پرېکړه کړې، په افغانستان کې واکمنو طالبانو ، پاکستان کې سياسي او مذهبي ګوندونو او د بشري حقونو فعالو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
د احمد شريف په خبره، د غېر قانونه افغانانو ويستلو پرېکړه د پاکستان حکومت ځکه کړې وه چې يو لور ته د پاکستان په اقتصاد بوج سېوا کېدو او بل اړخ ته د امنيت حالات هم خرابېدل.
پوځي عمليات
د پوځ وياند وویل، روان کال امنیتي ځواکونو ټول 13,135 غټ واړه عمليات کړي، 239 ترهګر یې وژلي او 396 يې نيولي دي، او هره ورځ د 100 پورې عمليات کيږي، په دغو عملياتو کې 19 مهم ترهګر وژل شوي او نيول شوي هم دي.
هغه زياته کړه، روان کال په دغو عملياتو کې دوه افسران او 60 پوځي اهلکار وژل شوي دي. وسله وال ځواکونه به د ملک څخه ترهګري ختموي او دا کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر د خاتمې پورې روانه وي.
هغه وويل، د افغانستان سره په پوله د بارډر منېجمنټ يا پولې د انتظام کار 98 فيصده بشپړ کړل شوی او ايران سره په پوله 91 فيصده کار شوی او افغانستان سره په پوله د ترهګرو د مخنيوي دپاره 753 قلعې جوړې شوي او ایران سره په پوله 89 قلعې جوړې شوي دي.
پاکستان کې چينايي وګړي
د پوځ ویاند وویل، پاکستان کې خواوشا 29,000 چينايي وګړي موجود دي، په دوی کې خواوشا 25,00 په سي پيک پروژو کار کوي، او 5000 خواوشا په نورو پرمختيايي پروژو کار کوي پوځ او نورې امنیتي ادارې ته تحفظ ورکوي.
د بشام د پېښې په اړه یې وويل، د دغه پېښې هدف د پاکستان چين دوستۍ ته تاوان اړول وو او پاکستان اقتصادي پرمختيا او سي پيک ته تاوان اړول او ځينې ګاونډي هيوادونو هم په دې کې لاس لري.
بې درکه کسان
احمد شریف چودري وويل، د بې درکه کسانو مسله يوه پېچلې او مهمه مسله ده، په وروستيو کې ځينې ترهګر ووژل شو د هغو نومونه د بې درکه کسانو په نوملړ کې وو.
هغه زیاته کړه د 2011م نه وروسته حکومتي کمېشن په دې کار کوي په مطبوعاتو کې دغه مسلې ته هوارول کيږي خو د کمېشن د جوړولو راهسې کمېشن ته خواوشا 10,000 پېښې راوړل شوي او په دې کې 80 قضيې هوارول شوي دي.
د نوموړي په خبره، پاکستان کې دغې مسلې ته هوا ورکول کيږي او پروپېګنډا کيږي. "ايا په افغانستان کې د ټي ټي پي ترهګر موجود نه دي؟ او ایا د بي اېل اې ترهګر په ګاونډي هيواد کې موجود نه دي؟".
هغه وویل، حکومت دغه مسلې ته جدي ګوري او ټولې ادارې په دې کار کوي.
نهمه مې
د پوځ وياند وویل، "نهمه مې د پاکستان د پوځ مقدمه نه ده د ټول پاکستان د ولس مقدمه ده"، "که د پاکستان په نظام انصاف او جزا او سزا باندې يقين کول وي نو د نهمې مې ملزمانو ته به د ايين او قانون ترمخه سزا ورکول وي".
تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې.
دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.
احمد شریف چودري وویل، اوس د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو ویل کيږي، نو دغه پېښې خو ښکاره دي، "خو که عدالتي کمېشن جوړيږي مونږ تيار يو خو که عدالتي کمېشن جوړول کيږي نو هغه دې د 2014م د دهرنې، پارلیمان باندې د حملې، پي ټي وي باندې د حملې، آی اېم اېف ته د خطونو او نهمې مې د پېښو پورې ټولې پلټنې وکړي".
پاکستان تحريک انصاف ګوند د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوي.
پوځي وياند وویل، "مونږ له د خپل، سزا او جزا په نظام د يقين کولو دپاره ضروري ده چې د نهمې مې ملزمانو ته د ايين او قانون لاندې زر تر زره سزا ورکړل شي".
د پوځ وياند د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند د مشر د نوم اخستو بغېر وويل، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".
Forum