لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په تېره لسیزه کې پاکستان د سیمې د وسلې لویو اخیستونکو ملکونو کې شامل و


د پوځ پخوانی جرنیل طلعت مسعود وايي پاکستان سرہ د دی نہ علاوہ بلہ لار نیشتہ چې چین سره د دفاع په مد کې خپل تعلقات  مضبوط کړ‎ي
د پوځ پخوانی جرنیل طلعت مسعود وايي پاکستان سرہ د دی نہ علاوہ بلہ لار نیشتہ چې چین سره د دفاع په مد کې خپل تعلقات  مضبوط کړ‎ي

د سټاک ہوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټیټیوټ د ګل دوشنبې، په ورځ شایع شوي خپل رپورټ کې ویلي د کال ۲۰۱۰ نہ ۲۰۲۰ پوری پاکستان داېشیا اوشیانا په سیمه کې د وسلې په لویو خریدارانو ملکونو کې شامل هېواد و.

رپورټ وايي چې پاکستان ، بنګلہ دیش او الجیریہ پہ دی مودہ کې د چین نہ د نورو ملکونو په مقابل کې زیاتې وسلې اخیسې دي۰

اېشیا او اوقینوسیہ یا اوشیانا دکال ۲۰۱۰نہ تر ۲۰۲۰ پورې د درنو وسلو د تجارت یا درامد کونکې ملکونو تر ټولو نہ لویہ سیمہ وہ چې د نړ‎یوالې وسلې تقریبآ ۲۴ فیصد برخه تجارت هم دلته شوی دی.

د رویټرز خبري ایجنسۍ تر مخہ د پاکستان نہ علاوہ ھند ، اسټټرېلیا، چین او سویلي کوریا پہ سیمہ کې د درنو وسلو درامد کونکو کې شامل دي۰

رپورټ وايي چین چې د ۲۰۱۶ نہ تر ۲۰۲۰ پورې د درنو وسلو برامد کونکو پېنځم لوی ھیواد دې ښو دی مودہ کې د دوی وسلو برامد کولو کښ ۷۰۸ في صدی کمې راغلې

څیړ‎ونکي وايي چې پاکستان چې دا وخت د ډالر یا د زرمبادله د کمي سرہ مخ دی نشی کولې چی د نړ‎یوالې منډای نہ وسلې واخلي او وړ‎اند بہ چې کوم رعایتونہ امریکی پاکستان تہ د وسلو په اخېستلو کې ورکول ھغہ رعایتونه اوس د چین نہ ترلاسه کوي۰

څیړنکار ضیاالدین د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي د پاکستان زرمبادله ذخیره کمه ده نو نشي کولی شي چې په ازاده منډای کې وسله واخلي.

د پوځ پخوانی جرنیل طلعت مسعود وايي پاکستان سرہ د دی نہ علاوہ بلہ لار نیشتہ چې چین سره د دفاع په مد کې خپل تعلقات مضبوط کړ‎ي۰

طلعت مسعود وايي چین سرہ د پاکستان ډیرې دوستانہ او سټراټیجکي اړ‎یکې دي او کہ جنګ وي او کہ امن چین چین د پاکستان د وسلې ضرورتونه پوره کوي.

د سېپري پہ رپورټ کې وېل شوي چې امریکا ،فرانس او جرمنی پہ نړ‎ۍ کۍ د درنو وسلو خرڅولو تر ټولو لوی ملکونه دي او دکال ۲۰۱۰نہ تر ۲۰۲۰ مودہ کې د دوی د وسلې په خرڅلاو کې زیاتوالی او د روس او چین د وسلې په خرڅلاو کې کمی راغلی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG