لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 یونیسف: د کرونا له امله ماشومانو د تحفظ مرستې د ځنډ ښکار شوي


د کرونا له وجې د سکولونو بندېدو له امله اوږدې مودې پورې په کور کې بنده پاتې شوې ۷ کلنه شانزه وايي دوی درې خوېندې او يو رور دي، زمونږ د سکول چټيانې ډېرې زياتې شوي، بهر وتلو باندې بندېز ؤ او په کور کې تنګ شوي دي
د کرونا له وجې د سکولونو بندېدو له امله اوږدې مودې پورې په کور کې بنده پاتې شوې ۷ کلنه شانزه وايي دوی درې خوېندې او يو رور دي، زمونږ د سکول چټيانې ډېرې زياتې شوي، بهر وتلو باندې بندېز ؤ او په کور کې تنګ شوي دي

په پاکستان کې د ماشومانو په کورونو کې د بند پاتې په اړه د یو رپورټ نتيجې ښايي چې د ماشومانو په کورني ژوند کې فشار زیات شوی او د دوي د پام ساتونکو خلکو يا د مور پلار صبر کم شوی دی.

د ماشومانو د حقونو او د ښېګړې د پاره کار کونکې د ملګرو ملتونو ادارې يونيسېف له خوا د نهې، چارشنبې، په ورځ خپور شوي راپور دا هم وايي چې د ښوونځيو بيا پرانستلو پورې د صحت او تعليم په څانګه کې نفسياتي مرستې او ذهني صحت ته دوامداره رسايي يقيني جوړولو په لړ کې هم د کار ضرورت دی.

د يونيسېف د نړيوالې سروی تر مخه د کوېډ – ۱۹ وبا د تاو تريخوالي يا تشدد نه د بچ کولو عمل ډېر اغېزمن کړی دی، چې له وجې يې ماشومان د تاو تريخوالي، استحصال او ځورونو د خطر سره مخ کړي دي.

د ماشومانو د ښېګرې د ملګري ملتونو نړيوالې ادارې په سروی کې د پاکستان، نائېجيريا او ملائېشيا پشمول ۱۳۶ هېوادونو کې ۱۰۴ هېوادونو دا ښودلي دي چې د کرونا وبا له امله ماشومان د تاوتريخوالي نه بچ کونکي يو شمېر خدمات متاثره شوي دي.

د کرونا له وجې د سکولونو بندېدو له امله اوږدې مودې پورې په کور کې بنده پاتې شوې ۷ کلنه شانزه وايي دوی درې خوېندې او يو رور دي، زمونږ د سکول چټيانې ډېرې زياتې شوي، بهر وتلو باندې بندېز ؤ او په کور کې تنګ شوي دي.

هغه وايي "زمونږ د مور به مونګ سره جهګړه وه چې کار راواخلئ او پلار به مې هم ويل چې بهر مه وځئ، کار کوئ، خو زمونږ به کار ته زړه نه کېدو، ټي وي کتلو ته به مو زړه کېدو، ټي وي او موبايل نه به نه پاڅېدو او په دې به مو هر وخت جنګ ؤ"

شانزه وايي کور کې د بند پاتې کېدو له وجې به دوی وروڼو خوېندو کې هم جګړې کولې او په دې وجه به ورته مور او پلار هر وخت قهرېدل او کله کله به چې ډېر غصه شو نو وهلو به يې هم.

د ماشومانو د ښېګړې د پاره کار کونکی يو مدني فعال عمران ټکر وايي د کرونا وبا له وجې د هغه ټولو ادارو خدمات متاثره شوي دي چې د ماشومانو د تاوتريخوالي نه د ژغورنې د پاره به يې کار کو.

هغه وايي "هغه ټولې دولتي او غېر دولتي ادارې چې د ماشومانو د حقونو د پاره به يې هلې ځلې کولې هغه د کرونا وبا له وجې ډېرې متاثره شوې، ځکه چې لاک ډاون شو او دفترونه بند شول، چې د عمله يې په دې لړ کې کېدونکې رابطې هم بندې شوې، او ماشومانو ته به چې په عامو حالاتو کې د دغه ادارو له خوا کوم خدمات ورکولی کېدل هغه هم ډېر زيات متاثره شو."

عمران ټکر وايي د کرونا وبا د مخنيوي پاره شوي لاک ډاون له ادارې بندې وې، رسائي ممکنه نه وه او د وسائلو کمی هم مخې ته راغی نو هر څه تر ډېر حده اغېزمن شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG