لاس رسیدونکی لینک

 
د پنټاګان مشر ګوانتانامو بې ته رسیدلی او د خطرناکه غیر قانونه کډوالو په ملک بدرۍ کې یې د پوځ د مرستې ستاینه کړې
تازه خبر

د پنټاګان مشر ګوانتانامو بې ته رسیدلی او د خطرناکه غیر قانونه کډوالو په ملک بدرۍ کې یې د پوځ د مرستې ستاینه کړې


د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګست ګوانتانامو بی، کیوبا، کې د امریکې د سمندري پوځ مرکز ته رسیدلی چې د کډوالو په ډيپورټېشن یا په ملک بدرۍ کې د پوځ د مرستې جاج واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګست د نهې/سه شنبې په ورځ د خپل سفر عکسونه د په ټولنیزې رسنۍ ایکس خپاره کړي، ښاغلي هلته د امریکا عسکرو ته درناوی وړاندې کړو.

هغه پوسټ کې لیکلي، ” دا زړور عسکر د خطرناکو ناقانونه کډوالو د نیولو او شړلو په عملیاتو کې یو مستقیم رول لري. مونږ د دوي او د دوي د کورنیو ډیره مننه کوو.

د امریکې د کورني امنیت اداره ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي او کسټمز اېنفورسمېنټ، ایس، د صدر ډانلډ ټرمپ د تګلارې سره سم د امریکې څخه په لویه شمېره کې د غېرقانوني کډوالو د وېستلو کوښښونه پیل کړي.

د امریکا د دفاع یوه چارواکي د وي او اې خبریال ته ویلي، چې د امریکا یو کارګو الوتکه چې له ټکساس ایالت د فورټ بلیس له مرکز څخه راوتلې وه، نهه کډوال یې د نهې/سه شنبې په ورځ د غرمې په مهال ګوانتانامو وړي دي.

یو بل چارواکي وویل، چې دا نهه کسان”د لوړ خطر لرونکي ناقانونه کډوال“ بلل شوي او د ګوانتانامو بې زندان ته وړل شوي دي.

وي او اې ته دریم چارواکي ویلي، چې بله الوتکه، چې نور کډوال وړي، د شورو/چارشنبې ورځ ته ایساره کړل شوې ده.

دغه چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د وایس اف امریکا سره خبرې کړي دي، ځکه چې اجازه نه وه ورکړل شوې چې د دې شړلو د عملیاتو په اړه معلومات شریک کړي.

نوي بندیان له هغو ۱۷ کسانو سره یو ځای شول چې د اتوار/یکشنبې په ورځ له فورټ بلیس څخه ګوانتانامو بې ته لېږل شوي وو.

تر اوسه د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ او کسټمز ادارې د بندیانو د قومیت، د دوی د اصلي هېوادونو او یا د دوي د جرمونو په اړه یي معلومات نه دي ورکړي.

اي سي اي د تېر زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان کړی و چې ۱۷۷ غېرقانوني کډوال يې د ګوانتانامو بی نه هانډورس ته منتقل کړي دي او د هغه ځای څخه د وېنزوېلا حکومت ته وسپارل شوو.

امریکايي چارواکو د دې نه مخکې ویلي وو د دغو کسانو څخه ۱۲۰ خطرناک مجرمان او د وېنزوېلا د ټرېن ډي اراګوا نومې ګېنګ غړي دي. امریکې دغه ګېنګ غېرملکي ترهګر تنظیم ټاکلی دی. باقي ۵۰ نور کسان امناک غېرقانوني کډوال وو. کوم چې د اډې په ځانګړي کېمپ کې ساتل شوي وو، چې د پرامن قیدیانو لپاره دی.

د امریکا د شړلو هڅې د کډوالو د حقونو د ډلو له انتقاد سره مخ شوي دي. د همدې میاشتې په لومړیو کې، د امریکا د ملکي ازادیو اتحادیې او یو شمېر نورو سازمانونو د کورني امنیت وزارت په ضد دعوه وکړه، ادعا یې دا وه، چې هغه کسان چې د ګوانتانامو په زندان کې ساتل شوي وو، د شړلو د مخه د وکیلانو ته د لاسرسي حق نه وو ورکړل شوی. خو د کورني امنیت وزارت دا ادعاوې رد کړې

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG