لاس رسیدونکی لینک

 
څلویښت کلنې جګړې وروسته کرد یاغیانو د ترکيې سره اوربند اعلان کړی
تازه خبر

څلویښت کلنې جګړې وروسته کرد یاغیانو د ترکيې سره اوربند اعلان کړی


ناقانونه کردي وسله ‌والو یاغیانو د خالي/ شنبې په ورځ له ترکیې سره اوربند اعلان کړو.

اې ایف پي خبر کې لیکل شوي، چې د پي کی کی ډلې بندي مشر عبدالله اوجالان د دې ډلې د تحلیل او له څلورو لسیزو نه زیات وسله‌ والې مبارزې د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

د پي کی کی، د مشر عبدالله اوجالان په اړه، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ترکیې له خوا زنداني دی، په بیان کې راغلي دي چې "د مشر له وینا سره سم، د سولې او جمهوري ټولنې د لارې د هواري لپاره اوربند کوو، او تر هغو به برید نه کوو چې پر مونږ برید ونه شي."

د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کی کی) بیان، دې ډلې ته نژدې رسنۍ اې این ایف خپور کړی دی.

د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) د ۱۹۷۸م کال کې عبدالله اوجالان جوړ کړو، چې هدف یې د ترکیې، عراق، سوریې، او ایران په کرد مېشتو سیمو کې د خپلواک کردستان جوړول وو.

په ۱۹۸۴ز کال کې یې د ترکیې پر ضد وسلواله مبارزه پیل کړه، چې د ترکیې پوځ، پولیس، او دولتي ادارې یې په نښه کولې. د دې جګړې له امله لسګونه زره کسان ووژل شول او ملیونونه کردان بې‌ ځایه شول.

ترکیې دا ډله ترهګره اعلان کړې، خو کردي ملتپالان وايي چې دوی د خپلو حقوقو لپاره جګړه کوي.

پي کی کی، چې د ترکیې، امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، له ۱۹۸۴ کال راهیسې وسله واله مبارزه کوي، دوي غوښتل چې د کردانو لپاره، چې د ترکیې د ابادۍ شل فیصده جوړوي، یو خپلواک هېواد رامنځته کړي.

خو په وروستیو کلونو کې، دې ډلې د خپلواکۍ پر ځای د زیاتې خودمختیارۍ، فرهنګي او د خپل ژبې د حقوقو غوښتنه کړې.

اوجالان په ۱۹۹۹ کال کې بندي شوې، له هغه وخت راهیسې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره بېلابېل هڅې شوي، چې له ۴۰,۰۰۰ څخه ډېر کسان یې وژلي دي.

د اوجالان سره د څو ملاقاتونو وروسته، د کرد پلوه ډي اي ایم ګوند د زیارت/پنجشنبې په ورځ د هغه غوښتنه اعلان کړه، چې باید وسلې کېږدي او د منحلېدو لپاره یو غوڼده راوبلي.

پي کی کی د خالي/شنبې په ورځ وویل، چې دوی چمتو دي یوه غونډه راوبلي، خو زیاتوي ”د دې لپاره باید یو مناسب خوندي چاپېریال جوړ شي او د سترې غونډې د کامیابۍ لپاره باید اوجالان په شخصي توګه د دې مشري وکړي. “

دې ډلې دا هم وویل، ” چې د اوجالان د بند شرايط باید نرم شي، او هغه باید ازادي ولري او له هر چا سره چې غواړي، اړیکې ټینګې کړي.

د ترکیې مرستیال ولسمشر وویل،”یو نوی پړاو د ترهګرۍ پاکې ترکیې د هدف د ترلاسه کولو لپاره پیل شي، خو د پي کی کی د اعلامیې یادونه یې ونه کړه.

ښآغلي په ایکس ولیکل”، د ترهګرې ډلې منحلېدل پرته له کومې معاملې، د پرمختګ، جمهوریت او امنیت له پلوه یو نوی چاپېریال او نوی دوران رامنځته کوي“.

څیړونکي وايي، پي کی کی سره اوربند به د ترکیې او سوریې لپاره ګټور وي، چېرې چې د اوږدې کورنۍ جګړې وروسته تېر کال بشار الاسد له واکه لېرې شو.

انتني سکنر، چې د مارلو ګلوبل څېړنیز مرکز مشر دی، اې ایف پي ته وویل،”له پي کی کی سره د سولې تړون کولې شي د سوریې په ثبات کې مرسته وکړي.

هغه وویل ، ”دا د ترکیې حکومت لپاره یو مهم هدف دی، چې تل د پولې د پراخ مهاجرت او ترهګرۍ له ګواښ سره مخ و،.

ترکي پوځ، چې په شمالي سوریه کې سرتېري ځای پر ځای کړي، په هغو سیمو کې عملیات ترسره کوي، چې د سوریې کردي ځواکونه یې کنټرول لري، او د پي کی کی سره تړلي “ترهګر” یې بولي.

بایرام بالسي، چې د فرانس د ساینس پو پوهنتون څیړونکی دی، ووایي، چې پي کی کی ښه پوهېږي چې سیمه‌ ییز شرایط بدل شوي.

هغه وویل، د سوریې کردي جنګیالي نور د اسد ملاتړ نه لري او کېدای شي د امریکایانو پیاوړی ملاتړ هم ونه لري“.

خو هغه زیاته کړه، ”د داعش ګواښ لا هم شته، خو د پخوا په پرتله دومره پیاوړی نه دی. او بیا، یو ډول ستړیا هم شته.

وروسته له هغه چې د ۲۰۱۵ کال د سولې مذاکرات ناکام شول، نو پي کی کی سره نور رسمي تماس نه و نیول شوی.

د ترکیې صدر اردغان د جمعې په ورځ وویل، ”د اوجالان غوښتنه یو تاریخي فرصت دی، او ترکیه به له نږدې څاري چې ډاډ ترلاسه کړي چې مذاکرات بریالي پای ته ورسېږي“.

که څه هم اردغان د دې هڅې ملاتړ کړی، خو حکومت یې په اپویشن فشار زیات کړی، سلګونه سیاستوال، فعالان او خبریالان یې نیولي دي.

عراق د اوجالان غوښتنه ستایلې، او دا یې د سیمې د ثبات لپاره یو مثبت او مهم ګام بللی دی“.

د پي کی کی حضور په عراق کې د بغداد او انقرې ترمنځ د ترینګلتیا دوامداره سرچینه وه.

دا ډله د عراق په خودمختاره کردستان سیمه کې اډې لري، چېرې چې ترکیه هم پوځي اډې لري او وخت ناوخت د کردي یاغیانو پر ضد هوايي او ځمکني عملیات ترسره کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG