لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي پارټي: په کراچۍ کې د افغان کډوالو په نوم د پښتنو نيول کېدل پېل شوي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کراچۍ پرېس کلب کې خبري کانفرنس
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کراچۍ پرېس کلب کې خبري کانفرنس

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي، په کراچۍ کې د افغان کډوالو په نوم د لسيزو راهسې مېشت پښتنو د نيول کېدو لړۍ پېل شوې ده. ګوند ويلي په کراچۍ کې د لسيزو راهسې مېشت پښتنو پرضد عمليات د ايين او قانون سرغړونه ده او د پښتنو ضد غېر اييني او غېر انساني امتيازي سلوک دې په سمدستي ډول بند کړی شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د کراچۍ په پرېس کلب کې خبري غونډې ته ويلي د پاکستان ايين، د ملک هر وګړي ته په ټول ملک کې د کاروبار، تجارت، خوارۍ مزدورۍ او د اوسېدو اجازت ورکوي خو په کراچۍ کې پښتانه "تنګول" کيږي. د ګوند غړو د سيند صوبه کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو نه غوښتنه وکړه چې د پښتنو مسلې ته دې پاملرنه وکړي.

وي او اې ډيوه د سيند صوبې د کورنيو چارو نګران وزير او کراچۍ کې د لوړ پوړو پوليس چارواکو سره د تماس هڅه وکړه خو ځواب يې ترلاسه نه شو.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند شمېرې نه دي شريکې کړي چې په کراچۍ کې د دوی د وېنا مطابق څومره پښتانه نيول شوي يا ځورول شوي دي؟

د ګوند وکيل او قانون پوهه محمد ظاهر وي او اې ډیوه ته وويل د نهم ستمبر نه وروسته تر 12 پورې داسې کېسونه مخې ته ورغلي چې پوليسو د بلوچستان زیاتره داسې کسان هم نيولي دي چې د پاکستان شناختي کارډونه لري .

په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

د ټيسوري د بيان وروسته په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پېل شوې او د نهې، سه شنبې، په ورځ په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د نهم ستمبر نه تر 18م ستمبر پورې د 800 نه زيات افغان کډوال د کراچۍ پوليسو نيولي دي.

د کراچۍ پولیسو د نيول شوو افغانانو تازه شمېرې نه دي شريکې کړي خو په 14م ستمبر د کراچۍ پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د نهم ستمبر نه تر 14م ستمبر پورې 545 افغان کډوال نيول شوي وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وکیل محمد ظاهر وايي، "د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکی زیات هغه کسان پوليسو نيولي چې يو یې شکل و صورت افغانانو ته ورته دی، شناختي کارډونه ورسره نه وو او بل هغه دي چې اردو ژبه نه شي ویلی".

هغه زياته کړه، "د نيولو وروسته پسې خپلوان تاڼو ته تللي شناختي کارډونه او نورو اسناد يې پسې وړلي خو په دوی بيا مقدمې درج شوي وي ځکه عدالتونو ته وړاندې کول کيږي او زيات بيا په ضمانتونو خوشي کړل شوي دي".

د کراچۍ پوليسو لوړ پوړو چارواکو د پېسو دپاره د افغان کډوالو نيولو په حواله څه نه دي ویلي خو ځينې چارواکي يدغه تورونه ردوي او وايي يواځې غېر قانونه کسان نيسي.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په کراچۍ کې د افغان کډوالو په نیولو خبر لريږ، د پاکستان د حکومت سره یې دغه مسله شريکه کړې او غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ دې ودرول شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمخه دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG