د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، "مونږ د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ مننه کوو، چې په ټوله سيمه کې یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د رول او ملاتړ ستاينه کړې ده".
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته په وينا کې ويلي، د کابل هوایي مېدان (ابي ګېټ دروازه) کې د 13 امریکايي پوځيانو په وژنه تورن کس نیول شوی او د امریکا عدالت ته د مخامخ کېدو لپاره امریکا ته را روان دی.
صدر ټرمپ د دغه تن په نیولو لپاره د پاکستان د حکومت نه مننه هم کړې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په اېکس پوسټ کې ويلي، "د پاکستان امنیتي ځواکونو د داعش خراسان د لوړې کچې مشر شریف الله چې افغان وګړی دی، په دې وروستيو کې نيولی دی".
د شهباز شريف په خبره، "مطلوب ترهګر د پاکستان او افغانستان په پوله پرته علاقه کې نيول شوی دی".
د ابي ګېټ پېښه 2021م د اګست د میاشتې په 26مه د افغانستان د پلازمېنې کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر مخې ته د یوې خونړۍ چاودنې په شکل کې شوې وه.
د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په پېښه کې د 13 امریکايي پوځیانو تر څنګ، لږ تر لږه 180 افغانان وژل شوي او شاوخوا 150 نور ژوبل شوي وو.
وژل شویو امریکايي سرتېرو کې دوه ښځینه پوځیانې هم شاملې وې.
شهباز شريف زياته کړې، "لکه څنګه چې تاسو ټولو ته معلومه ده، پاکستان تل د ترهګرۍ ضد هڅو کې مهم رول لوبولی دی، چې ترهګرو ته خوندي ځای په لاس ور نه شي او هغوی د بل کوم هيواد پرضد ونه کاريږي".
هغه د ترهګرۍ ضد مبارزې دوامداره ساتلو ژمنه تکرار کړې ده.
شهباز شريف ويلي، د ترهګرۍ ضد هڅو کې پاکستان غټې قربانۍ ورکړي، د 80,000 نه زيات پوځيان او ملکي وګړي يې وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړې، "د مشرتابه او ولس د ترهګرۍ ضد هوډ نه ماتېدونکی دی، د ملک څخه به ترهګري ختموو او امریکا سره به د سيمې د امن او ثبات دپاره ملګرتيا ته دوام ورکوو".
Forum