د پاکستان د سيند صوبې په کشمور ضلع کې د کوټې سره تعلق لرونکی پينځه کلن ماشوم په 14م اپرېل غلو د تاوان دپاره تښتولی، تېره شپه پوليسو ويلي، د ماشوم راخلاصولو دپاره یې عمليات کړي او د غلو د ولکې څخه یې راخلاص کړی دی.
د تښتول شوي پينځه کلن ماشوم اياز خان پلار الله نور وي او اې ډيوه ته تاييد کړه ماشوم یې په 27مه ورځ د غلو څخه راخلاص کړل شوی دی.
د تښتول شوي ماشوم څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنیو ويډيو خپره شوې، هغه په زنځيرونو تړل شوی او غلو یې د تاوان غوښتنه کوله.
بيا په وټس اېپ يو غږ هم خپور شوی وو چې پکې د تښتول شوي ماشوم پلار الله نور د غلو سره خبرې کوي او د هغه نه د يو کروړ روپو تاوان غوښتنه کوي.
الله نور وي او اې ډيوه ته وویل، غريب سړی دی خواري مزدوري کوي، په سايکل ګرځي جامې او يو څه بل څه خرڅوي د کور خرڅ پرې چلوي، د زوي د راخلاصولو ورسره پېسې نه وې او نه یې پېسې ورکړي دي.
هغه زياته کړه، په ځايي کچه یې د زوي د راخلاصولو دپاره احتجاجونه کړي، خو چې په سياسي کچه او ټولنيزو رسنيو د اياز خان د راخوشي کولو دپاره ډېرو خلکو غږ پورته کړو، د هغې وروسته پوليسو هغه راخلاص کړو.
پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په اېکس (پخواني ټویټر) د تښتول شوي ماشوم ويډيو پوسټ کړې او د سخت غبرګون یې ويلي وو.
د کشمور ضلعې د کندکوټ (سي سېکشن) پوليس تاڼې اېس اېچ او سفير احمد وي او اې ډيوه ته وویل، د ماشوم راخوشي کولو دپاره پوليسو د درېو اړخو نه د غلو پرضد عمليات کړي او راخلاص کړی یې دی.
نوموړي ونه ويل چې په عملياتو کې غلو ته کوم تاوان اوښتی دی، خو وې یې ويل له دې وړاندې د غلو سره وخت په وخت مقابلې شوي او مرګ ژوبلې ورته اړول شوي دي.
د سيند صوبې کشمور، شکار پور او جيکب اباد سره خواوشا علاقې تر د پنجاب د راجن پور سيمې او بلوچستان سره لګېدلې پولې پورې، د کچې په علاقه کې راځي.
په دغو علاقو کې وخت په وخت د کچې د ډاکوانو يا غلو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو، په هغوی د تشدد د ويډيوګانو په ټولنيزو خپرېدو او پوليس عملياتو خبرونه مخې ته راځي.
د فرورۍ په میاشت کې د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د کچې په علاقه کې د ډاکوانو پرضد د عملياتو کولو ويلي وو.
د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې صدر اصف علي زرداري ته په صوبه کې د امنيت او کچه علاقه کې د عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی او صدر لارښوونه کړې وه، چې د کچې په علاقه کې دې عمليات په پوره قوت سره جاري وساتل شي.
د کچې په علاقه کې وړاندې هم د غلو، ډاکوانو پرضد عمليات شوي خو د خلکو تښتولو لړۍ دوام لري.
Forum