د کېتولیکو عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسیس د ناروغۍ له کبله د یکشنبې- اتوار په ورځ هم په خراب حالت کې وو او د وینې په معایناتو کې یې د پښتورګو د کار پرېښودو لومړۍ نخښې ښکاره شوې خو په هوش کې وو او د وېټیکن په وینا په مذهبي مراسمو کې کې یې ګډون وکړ.
وېټیکن په وروستيو تازه معلوماتو کې وویل چې فرانسیس د شنبې- خالي له شپې راهیسې د ساه اخیستو څه نوره ستونځه نه لرله، خو وایي تر اوسه لا هم په لوړه کچه اضافي اکسیجن اخلي.
د وینې په ځینو معایناتو کې د هغه "د پښتورګو د خرابېدو لومړۍ او نرمې" نخښې ښکاره شوې دي، خو ډاکټرانو وویل چې دا حالت یې تر کنټرول لاندې دی.
د فرانسیس ډاکټرانو د هغه د وروستیو معایناتو په نتیجه کې وویل، "د کلینیکي تصویر پېچلتیا او د دوایي علاج ته ضروري انتظار چې یو څه د ده حالت را ښیي، دا ښکاره کوي چې تشخیص یې محفوظ دی."
له علاج سره په ورته وخت کې د پوپ فرانسیس لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دعاګانې کیږي او د هغه له خپل ټاټوبي ارجنټاین څخه نیولې په قاهره کې تر سني اسلام پورې او بیا په روم کې د سکول تر ماشومانو پورې خلک د هغه روغتیا غواړي.
په نیویارک کې کارډینل ټیموتي ډولن هغه څه ومنل چې په روم کې د کلیسا مشرانو په عامه توګه نه ویل، هغه وویل: کېتولیک ایمان لرونکي "د مړ کېدونکي پلار د بستر څنګ ته" سره متحد وو.
ډولن د سېنټ پېټریک کلیسا له منبره په خپله دعا کې وویل، "څنګه چې زموږ سپېڅلی پلار پوپ فرانسیس په ډېر نازک روغتیایي حالت کې دی او شاید مرګ ته نیزدې دی"، خو وروسته یې خبریالانو ته وویل هغه هیله لري او دعا کوي چې فرانسیس به "بیرته راشي."
ډاکټرانو ویلي د فرانسیس حالت د هغه د عمر، نازکوالي او د سږو د ناروغۍ له کبله معلوم نه دی، خو وایي د هغه حالت دا اټکلونه بیا راژوندي کړي چې که هغه بې هوشه شي یا معذوره شي نو څه به پیښ شي او ایا هغه به استعفا ورکړي.
د پوپ فرانسیس لپاره دعاګانې
ټاکل شوې وه چې فرانسیس به د یکشنبې- اتوار په سهار په سېنټ پیټر باسیلیکا کې د ماس یا د کېتولیکو عیسایانو د مذهبي مراسمو امامت کاوه او د وېټیکن د مقدس کال د یاد د یوې برخې په توګه به یې ډیکنان یا د پادري مرستیالان ټاکل خو د ناروغۍ له کبله یې ونه کړای شول.
د مقدس کال د مراسمو منتظم ارچ بیشپ رینو فیسیچیلا په خپل ځای کې مذهبي مراسم ولمانځل او په سپینو جامو کې پوښلیو په سلګونو ډیکنانو ته یې وویل:
"که څه هم هغه په روغتون کې بستر دی، موږ پوپ فرانسیس ته ځانونه نیزدې احساسوو. موږ احساس کوو چې هغه زموږ په منځ کې دی".
یو لیکل شوی پیغام تیار کړی شوی وو چې ټاکل شوې وه فرانسیس به یې د یکشنبې- اتوار په ورځ لولي خو هغه ونه کړی شول او ویې ویل چې هغه "په ډاډ سره په جیمیلي روغتون کې خپل علاج ته دوام ورکوي، ضروري درملنه یې روانه ده او ارام هم د علاج یوه برخه ده!".
پیغام د دعا غوښتنه وکړه لکه څنګه چې هغه تل همدا غوښتنه کوي او په اوکراین باندې د روس د یرغل د راتلونکې درېیمې کلیزې یادونه یې وکړه او ویې ویل "د ټول انسانیت لپاره دردناکه او شرمناکه موقع".
د پوپ فرانسیس په خپل پلارني ټاټوبي ارجنټاین کې هم کېتولیکو عیسایانو د بوینس آیرس په کلیسا کې د پوپ لپاره دعا وکړه او د ښار مشهور جګ څلی روښانه شو، "فرانسیس! ښار ستاسو لپاره دعا کوي".
په قاهره کې د الازهر لوی امام چې له فرانسیس سره یې نیزدې اړیکې لرلې، هغه ته د ښې روغتیا لپاره دعا کړې ده. شیخ احمد الطیب په فیسبوک پوسټ کې لیکلي:
"زه خدای ته دعا کوم چې زما ګران ورور پوپ فرانسیس ژر تر ژره جوړ کړي او هغه ته ښه صحت او تندرستي ورکړي چې هغه د انسانیت د خدمت لپاره خپل سفر ته دوام ورکړي".
فرانسس له اوږدې مودې راهیسې د سږو یا پړپوس ناروغي لري او د فرورۍ په 14مه د سرې غاړې یا د سږو د نلونو په ناروغۍ برونکایټس باندې له اخته کېدو یوه اونۍ وروسته په جیمیلي روغتون کې داخل کړی شو.
پوپ فرانسس دا وخت 88 کلن دی او له 2013م کال راهیسې د نړۍ د څه باندې یو ارب او درې سوه میلینه کېتولیک عیسایانو مذهبي مشر دی چې د ډېر زیات سفارتي، کلتوري او مذهبي اغېز په خاطر د نړۍ په ډېرو ځواکمنو شخصیتونو کې ګڼل کیږي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum