د پاکستان صدر عارف علوي په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د انتخاباتو دپاره د اپرېل نهمه نېټه اعلان کړه. د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، د صدر انتخاباتو د نېټې اعلانولو سره هیڅ کار نشته.
د صدر د ماڼۍ څخه په جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د صوبايي اسمبليانو ماتېدو وروسته ايين او قانون د 90 ورځو نه د زیاتې مودې اوږدولو اجازه نه ورکوي.
هغه ويلي، د صدر په حېث د ايين د سرغړونې څخه بچ کېدو دپاره هغه د انتخاباتو اعلانول خپل اييني او قانوني زمه واري ګڼي.
په اعلاميه کې د ټاکنو کمېشن ته ویل شوي چې په دواړو صوبو کې دې د انتخاباتو پروګرام جاري کړي. نوموړي د نهم اپرېل نېټه د انتخاباتو دپاره اعلان کړې ده.
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، صدر نه شي کولی چې د ټاکنو کمېشن په غېراييني حکمونو مجبوره کړي په ايين حدودو کې دې دننه پاتې شي او د خپل دفتر نه دې د بدنامۍ اډه نه جوړوي.
نوموړي په ټويټر ويلي، د انتخاباتو نېټې اعلانولو سره د صدر هیڅ کار نشته عارف علوي هسې ګوتې نه وهي.
نوموړي په بل ټويټ کې صدر علوي ته په مخاطب کولو سره ویلي، چې الېکشن کمېشن دې غلام نه دی چې څه وايې هغه به کوي. عمران [مخکني وزيراعظم] اقتصاد، بهرنیو اړيکو او قامي ګټو ته تاوان اړولی، اوس ریاستي مشر د سازش دپاره کاروي.
د راپورونو ترمخه صدر عارف علويد ګل/دوشنبې په ورځ د ټاکنو د کمېشن مشر سکندر سلطان راجه اېوان صدر ته بللی چې په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو اعلان وکړي خو الېکشن کمېشن په ياده غونډه کې د ګډون نه معذرت کړی وو.
د ځايي ميډيا ترمخه الېکشن کمېشن سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ بېړنۍ غونډه بللې ده.
په 18 فرورۍ د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د وزيراعلا محمود خان لخوا د اسمبلۍ ماتولو سمري منظور کړې او اسمبلي ماته کړی شوې وه.
د جنورۍ مياشت کې د پنجاب اسمبلۍ ماته کړی شوې وه. په خېبرپشتونخوا او پنجاب کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتونه وو او د ياد ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي وو اسمبليانې به ماتوي.
په لسمه فرورۍ د لاهور هايکورټ د پاکستان الېکشن کمېشن ته امر کړی وو چې په 90 ورځو کې دننه دې د پنجاب اسمبلۍ دپاره انتخاباتو تاريخ اعلان کړي.