لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند وايي په پاکستان کې یې وېب پاڼه تړل شوې


د دې نه وړاندې هم د پي ټي ايي د ان لاين جلسو يا غونډو په وخت پاکستان کې انټرنېټ د معطل کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو
د دې نه وړاندې هم د پي ټي ايي د ان لاين جلسو يا غونډو په وخت پاکستان کې انټرنېټ د معطل کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو

پاکستان تحريک انصاف، پي ټي آی، ګوند ويلي په پاکستان کې د ګوند وېب پاڼه تړل شوې ده خو پاکستاني چارواکو د پي ټي ايي دغې خبرې ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ویلی. د دې نه وړاندې هم د پي ټي ايي د ان لاين جلسو يا غونډو په وخت پاکستان کې انټرنېټ د معطل کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو.

پي ټي ايي په اېکس، نګران وزيراطلاعات مرتضا سولنګي، د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر عمر سېف او پاکستان ټيلي کميونيکېشن ادارې ته په مخاطب کولو ویلي، "پاکستان کې د پي ټي ايي وېب پاڼه ولې بلاک يا تړل شوې ده".

په اېکس پوسټ کې زياته کړی شوې، "خلک اوس هم د عمران خان د فېس بک پاڼې څخه د انتخابي نخښو معلومات ترلاسه کوي، بيا ولې وېب پاڼه تړل شوې ده؟"

پاکستاني وزيرانو او ټيلي کميونيکېشن ادارې دغه دعوې ته تراوسه په رسمي توګه غبرګون نه دی ویلی.

پي ټي ايي د ګوند د وېب پاڼې تړل کېدو دعوه په داسې وخت کې کړې چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي دي.

د تېر دسمبر د میاشتې راهسې څو ځله داسې شوي چې پاکستان کې په ځانګړي ډول د ټولنيزو رسنيو پاڼې سمې کار نه کوي او دغه ډول پېښې د پي ټي آی د انلاين غونډو په مهال شوي، پي ټي آی او د انټرنېټ د څار ادارو هم دغه خبرونه ورکړي وو.

په 22مه جنورۍ د مرتضا سولنګي نه په يوه خبري غونډه کې د پي ټي ايي د ورچويل يا ان لاين جلسو په وخت ملک کې د انټرنېټ د ستونزې په اړه پوښتنه شوې، او نوموړي یې په ځواب کې ويلي وو، تازه د يوې تکنيکي ستونزې له امله د انټرنېټ مسله جوړه شوې وه.

بلې پوښتنې چې د انتخاباتو په وخت هم د انټرنېټ ستونزه جوړېدی شي؟ په ځواب کې سولنګي ويلي وو، په راتلونکې کې د انټرنېټ ستونزې او تکنيکي مسلې جوړېدی شي باوجود د دې چې حکومت نه غواړي چې داسې وشي.

مرتضا سولنګي د پاکستان ټيلي کميونيکېشن او مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د چارواکو سره ګډې خبري غونډې ته ويلي، په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر د انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو د وېب پاڼو او اکاونټونو د لارې ناسم خبرونه خپريږي او د ادارو ضد ناوړه پوسټونه کيږي د دغو خلکو ضد به کارروايي کولی شي.

پاکستان کې د انټرنېټ بندېدو باندې ځايي او نړيوالې ادارې نيوکې کوي، د ازادي اظهار رایې ضد یې بلي او پوهان وايي د انټرنېټ بندېدو له امله نه يواځې آن لاين کاروبارونه اغېزمنيږي، معلوماتو ته رسايي نه کيږي او زده کړې ترې متاثره کيږي.

پاکستان کې وخت په وخت په انټرنېټ د ټولنيزو رسنيو پاڼې بندې کړی شوي دي.

د عمران خان د نيولو وروسته پاکستان کې د پېل شوو احتجاجونو په مهال موبايل انټرنېټ سروس، او د ټولنيزو رسنیو پاڼو ټویټر، فېس بک او يوټيوب ته رسايي ودرول شوې وه.

امريکا او د بشري حقونو نړيوالو تنظیمونو پاکستان کې د انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او په سمدستي توګه د بحالۍ غوښتنه یې کړې وه.

پاکستان کې له دې وړاندې هم يوټيوب او ټک ټاک بند کړل شوي او د محرم او عيدميلادالنبي په مهال هم اکثره په غټو ښارونو کې د موبايل ټیليفون او انټرنېټ خدمات تړل کيږي.

پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ (پي ټي اې) د جمعې په ورځ ویلي، د ادارې مشر مېجر جنرل (ر) حفيظ الرحمان د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره ليدلي، او کال 2023م رپورټ یې ورته وړاندې کړی دی.

ويل شوي، "وزيراعظم ته احوال وړاندې کړی شوی چې تېر کال (2023م) کې د پي ټي اې امدن د 17 فيصده سېوا کېدو سره 850 اربه روپو ته رسېدلی، په ملک کې د موبايل سروسز 90 فيصده ته رسېدلي، په 2023م کې د موبايل کارونکو شمېره 19.2 کروړه او هايي سپيډ براډبېنډ کارونکو شمېره 13 کروړو ته رسېدلې ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG