لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: منظور پښتین د عامه نظم خرابولو په تور د اټک ضلعې انتظامیې ته سپارل شوی


په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د منظور پښتین په جېل کې ساتل غندنې تر څنګ د اندیښنې څرګندونه کړې او د بشري حقونو سرغړونه یې بللې وه.
په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د منظور پښتین په جېل کې ساتل غندنې تر څنګ د اندیښنې څرګندونه کړې او د بشري حقونو سرغړونه یې بللې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پي ټي آېم مشر او د بشري حقونو فعال منظور پښتین په دریم ځل د پنجاب اټک ضلعې انتظامیې بندیوان کړی دی.

د پي ټي اېم فعال او د منظور پښتین نیږدې ملګري ادریس پښتین وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د لاهور هايي کورټ راولپنډۍ رجسټرې کې د پښتین د ګرفتارۍ په اړه د مقدمې د اوریدنه وشوه.

د اورېدنې په مهال د چکوال د انتظامیې مشرې قرتعلېن ملک عدالت ته وویل منظور پښتین د اټک ضلعې انتظامیه ته د عامه نظم خرابولو په تور سپارل شوی دی.

د دې نه وړاندې منظور پښتین لومړی جهلم او بیا چکوال سیمه کې انتظامیه د تهري ایم پي او یا د عامه امن ساتنې د قانون په اساس بندیوان کړی و.

د چکوال او یا د اټک ضلعو چارواکو په دې اړه په رسمیت څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي د جنورۍ په څلورمه نېټه د اسلام اباد عدالت په وروستۍ مقدمه کې هم د منظور پښتین ضمانت منظور کړو او هغه د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه د خوشې کېدو په مهال د پنجاب پولیسو ونیولو.

د پي ټي اېم فعالان د تېرو قریباً دوو میاشتو راهسې د پښتین حراست د عدالت د فېصلې سپکاوی بلي.


ادریس پښتین وویل منظور پښتین لومړی جهلم کې بندیوان وو بیا د جنورۍ په اتلسمه نېټه د چکوال ضلعې انتظاميې بندیوان کړو او اوس دوی ته ویل شوي چې اټک ضلعې ته د عامه امن خرابولو په تور وړل شوی دی.

‎پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مشر منظور پشتین په ګډون د نورو ملګرو د ګرفتارۍ په ضد او د پښتونو په سیمو کې د ناامنیو پرضد احتجاجونه جاري ساتلي دي.

‎د پي ټي اېم فعالان په خپل بندي مشر منظور پښتین لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په ایین کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د #ReleaseManzoorAhmadPashteen هېشټاګ سره غږ پورته شوی، فعالان او پلویان د هغه په سمدستي ډول د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو ملکي او نړیوالو سازمانونو هم د منظور پښتین پر پرله پسې نیولو او په زندان کې د بندي کېدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د منظور پښتین په جېل کې ساتل غندنې تر څنګ د اندیښنې څرګندونه کړې او د بشري حقونو سرغړونه یې بللې وه.

منظور پښتین د دسمبر په پینځمه د بلوچستان په چمن سیمه کې پولیسو نیولۍ وو او بیا اسلام اباد کې پولیسو ته سپارل شوی و. په هغه اسلام اباد کې څلور مقدمې درج وې خو عدالت د جنورۍ په څلورمه په ورستۍ مقدمه کې ضمانت منظور کړو خو ادربس وايي د تیرو دو میاشتو راهسې بې د څه جرم زندان کې ساتل کیږي

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم نیولی وو او په هغه یې تور پورې کړی و چې د ریاست په ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG