لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم دعوه کړې د تنظیم په فعال زوهېب پشتين د پولیس په ولقه کې تشدد شوی


زوهېب پشتين
زوهېب پشتين

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ټانک ضلعه کې نیول شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي ایم] فعال زوهېب پشتین عدالت ته وړاندې کړل شوی دی. د پشتين کورنۍ او پي ټي اېم فعالان تور پورې کوي په نوموړي سخت تشدد شوی دی.

د ټانک پولیس دا تورونه ردوي او وايی زوهېب یې تېره شپه نيولی او نن سهار یې عدالت ته وړاندې کړی او عدالت د يوې ورځې دپاره په جوډيشل ريمانډ دوی ته ورکړی او د عدالت په لارښوونه یې د ضلعې مرکزي روغتون ته وړلی دی.

پي ټي اېم او د زوهېب پشتين کورنۍ وايي هغه درې ورځې وړاندې په 13م اګست د کور څخه پولیسو او ساده جامو کې کسانو نیولی او دې دوران په هغه زیات تشدد شوی، درې ورځې ورسته عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.

د دوی وینا ده د تشدد له امله هغه په پښو شل شوی يا دومره تشدد پرې شوی چې په پښو نه شي ودرېدلی.

د ټانک ضلعې روغتون چارواکي مني هغه په داسې حال راړول شوی چې یوه پښه کې یې دردونه دي او هغې دپاره د ټسټونو نمونې او ایکسری شوي او په هغې کې څه څرګند شي وروسته به یې نوعيت معلوم شي.

د ټانک ضلعې د پولیسو مشر وقار احمد دفتر چارواکو وي او اې ډیوه ته وویل پولیسو ته اطلاع شوې وه چې زوهېب پشتین په فیس بک د پاکستان د استقلال ورځ د تورې ورځې لمانځلو پوسټ کړی او په دې مقدمه کې پولیسو ته مطلوب وو او په دې تور بېګا د شپې نیول شوی وو.

د دوی په وینا د پي ټي اېم د غونډو پرمهال د ریاستي ادارو د سپکاوي او د فسادو د مخنيوي مادې دفعه 144 سرغړونې څلورو نور مقدمو کې هم نوموړی پولیس ته مطلوب وو.

د زوهېب پشتین پلار قزافي مسید وايی زوي یې کوم جرم نه دی کړی او یواځې د بې درکه کسانو موندلو، په علاقه کې روانې ناامنۍ د مخنيوي او په ځمکه کې ښخ بارودي توکيو چې په عامو خلکو چاودي د صفایۍ غوښتنې یې کولې.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي، د یوې منصوبې لاندې د پي ټي اېم فعالان نیول کیږي او د ويرې خورولو د پاره په هغوی سخت تشدد کيږي چې خلک ترې په شاهکړي هغه وویل دې خاورې ته د نوي جنګ منصوبې راوړول شوي خو دوی به یې مخه نیسي.

هغه وویل دې نه وړاندې په شمالي وزیرستان کې د دوی درې فعال عید رحمان، زکیم مداخېل او جلال وزیرستان پوځ بې درکه کړي نه یې عدالت ته وړاندې کوي او نه یې خوشي کوي.

پي ټي ایم وايي دغه کسان د مې په وروستيو کې د شمالي وزيرستان کجوري سیمه کې نیول شوي او بیا د جون په میاشت کې په میرانشاه سیمه کې د امنیتي عسکرو قلعې مخې ته نزدې د دوی د نیولو پرضد یوه میاشت احتجاجي پرلت شوی وو هغه وخت وي او اې ډیوه د پوځ ویاندې ادارې آی اېس پي ار نه د ایمېل د لارې پوښتنه کړې خو څه ځواب ورته نه وو ويل شوی.

د نوموړي په خبره که څه هم د دوی ملګري نیول کیږي خو عدالتونه یې بیا خوشي کړي او دا څرګندوي چې د جنګ پرضد د دوی دریځ سم دی.

په ټولنیزو رسنیو دې پېښې ته سخت غبرګون ويل شوی دی. د حنوبي وزیرستان نه د قامي پارلیمان پخواني غړي او د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر تور لګولی،

‎د پي ټي ایم فعال زوهېب پشتین چې درې ورځې وړاندې په ټانک کې د پولیسو لخوا تښتول شوی وو جاسوسي ادارو ته سپارل شوی. هغه نن محکمې ته وړاندې شو. هغه د ګرځېدو توان نه درلود. دا غېر انساني لاقانونیت او بربریت به پي ټي ایم له خپلو اهدافو څخه ونه باسي.

او د ملي جمهوري ګوند مشر د شمالي وزیرستان نه د قامي پارلیمان پخواني غړي محسن داوړ په اېکس يا پخواني ټويټر ویلي، څو ورځې وړاندې د پي ټي اېم زوهېب پشتین په ټانک کې پولیسو نیولی وو او استخباراتي ادارو ته یې سپارلی وو په هغه یې سخت تشدد کړی. امن غوښتونکې فعالان د ځورونې او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي. د شرم خبره ده.

د پاکستان پوځ وړاندې ويلي وو د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په پي ټي اېم یې تور هم پورې کړی وو چې د بهرنيو هېوادونو څخه ورته پېسې ورکول کيږي. د پوځ په وينا پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتین تل دغه تورونه رد کړي او دريځ يې خپل کړی که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شول نو هرې سزا ته تيار دي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون دلاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG