لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ايم د شمالي وزیرستان پرلت ځنډولی، د فعالانو ضمانتونه یې منظور شوي


میرانشاه سیمه کې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل د قامي جرګې د لارې احتجاج کوونکو سره خبرې شوي او له دوی څخه د یوې اوونۍ وخت غوښتل شوی چې دا کسان مالوم کړي
میرانشاه سیمه کې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل د قامي جرګې د لارې احتجاج کوونکو سره خبرې شوي او له دوی څخه د یوې اوونۍ وخت غوښتل شوی چې دا کسان مالوم کړي

پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان قامي او سیاسي مشرانو مشرانو په ډاډ میرانشاه سیمه کې روان احتحاجي پرلت د یوې اوونۍ پورې ځنډولی او ویلي یې دي که نیول شوي فعالان یې په دې موده کې خوشي نه شول بیا به دا احتحاجي پرلت پېل کوي.

ځایي مشران او انتظامیې چارواکي تاييدوي یوه اوونۍ کې دننه به نیول شوي کسان خوشي شي.

بل لور ته عدالتونو د پي ټي ایم فعاله غړي عالمزیب په ګډون د مردان ضلعې څخه د نیول شوو کسانو ضمانتونه منظورکړي دي.

د پي ټي ایم د مرکزي کمېټۍ غړي صمد خان وویل د تېرې یوې اوونۍ راهسې د ځایي مشرانو په ډاډ حکومت سره مزاکرات روان وو او تیره ورځ د مشرانو په ډاډ د 23 ورځو نه روان احتجاجي پرلت وروسته له هغې وځنډول شو چې مشرانو دوی ته په یوه اوونۍ کې دننه د نیول شوي فعالانو د خوشي کېدلو باور ورکړو.

هغه وویل په دې نه دي خبر مشرانو ته دا باور د چا لخوا ورکړل شوی خو که په یوه اوونۍ کې نیول شوي فعالان خوشي نه شول دوی به بیا دا پرلت پېل کړي.

په شمال وزیرستان میرعلي کې دا پرلت د جون د درېيمې نېټې نه پیل شوی او تور پورې کوي د دوی درې نیول شوي فعالان عید رحمان، زکیم مداخېل او جلال وزیرستاني د مې په ورستیو ورځو کې کجوري سیمه کې په پوځي پوستې تیرېدو پرمهال پوځ نیولي وو.

په 16 جون وي او اې ډیوه د ایمېل د لارې د پاکستان د پوځ او انتظامیه نه د مالوماتو ترلاسه کولو هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

میرانشاه سیمه کې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل د قامي جرګې د لارې احتجاج کوونکو سره خبرې شوي او له دوی څخه د یوې اوونۍ وخت غوښتل شوی چې دا کسان مالوم کړي.

یوې بلې سرچینې وویل قامي جرګې ته د غټ اختر نه وړاندې د نیول شويو کسانو د خوشي کېدو باور ورکړل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په فېس بک ویلي، د احتجاج د ختمولو لپاره د اتمانزو جرګې، میرانشاه پريس کلب او سياسي اتحاد له لارې خبرې شوي او په دې شرط پرلت تر يوې اوونۍ پورې ځنډېدلی، علي وزیر او زاهد مداخېل خوشي شوي دي.

هغه ويلي، د مردان نيول شوي ملګري به د جون پر 26 مه او د شمالي وزیرستان عیدالرحمان، زکيم خان او جلال به په يوه اوونۍ کې دننه خوشي شي.

د جرګې یو غړي او په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند فعال خلیل وزیر وویل احتحاج کوونکي د تیرو درېو اونیو نه په احتجاجي پرلت ناست دي او نیول شوو فعالانو د خوشي کېدلو غوښتنه کوي.هغه وویل دا د قام بچي دي حکومت ته د خبرو پرمهال د یوه اونۍ وخت ورکړل شوی او که په یوه اونۍ کې د دوی دغه نیول شوي کسان خوشي نه شول بیا چې پي ټي ایم څه تګلاره جوړه وي د قام ملاتړ به دوی ته ترلاسه وي.

وروستي رپوټونه وایي مردان کې نیول شوو فعالانو ترڅنګ په ډیره اسماعیل خان کې د نشه یې توکو د خرڅولو په تور نیول شوی د پي ټي ایم بل فعال او د بې درکه کسانو موندلو د پاره مبارزه کوونکی عالمزېب مسید او د هغه خوريي سجاد ضمانتونه منظور شوي دي.

په مردان کې پولیسو د پي ټي ایم فعالان صابر بلال، پیر جبار، اعجاز خوشحال او محمد عدیل وروسته له هغې نیولي وو چې د علي وزیر د نیولو پرضد یې احتجاجي مظاهره کوله.

منظور پشتین د دوی د خوشي کېدولو تاييد کړی او ویلي يې دي تحریک تل په خپلو ملګرو ننګ کړی دی او د دوی مزاحمت یې ستایلی دی.

د عالمزېب وکیل اسد عزیز وویل عدالت د دوه لکه روپو په مچلکو او دوه کسانو په ضمانت د دوی د خوشي کېدو پریکړه کړې ده. هغه وویل امکان دی نن به د زندان نه خوشي شي.

د پي ټي اېم غړی عالمزېب مسيد د جون په 16مه په ډېره اسماعيل خان کې نيول شوی وو، په نوموړي د نشه یي توکيو د ساتلو او خرڅولو تور لګول شوی او مقدمه پرې درج کړی شوې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG