لاس رسیدونکی لینک

 
د ټرمپ او زلنسکي تاوجنو خبرو ته غبرګون: امریکایي چارواکو او روس د ټرمپ او یورپي مشرانو د اوکراین ملاتړ کړی
تازه خبر

د ټرمپ او زلنسکي تاوجنو خبرو ته غبرګون: امریکایي چارواکو او روس د ټرمپ او یورپي مشرانو د اوکراین ملاتړ کړی


امریکې ته د اوکراین د صدر زلنسکي سفر له امریکایي صدر او د هغه له مرستیال سره په لانجمنو خبرو بې نتیجې شو او د اوکراین د نایابه معدنیاتو په اړه هغه تړون هم لاسلیک نه شو چې صدر ټرمپ ویلي وو نن د جمعې په ورځ به لاسلیک شي.

د ټرمپ، جې ډي وینس او زلنسکي تر منځ له تاوجنو خبرو وروسته د امریکا د حکومتي کابینې غړو او روس د صدر ټرمپ دریځ ستایلی خو د کانګرس ځینو ډیموکرېټ استازو پرې نیوکه کړې او یورپي چارواکو ویلي له اوکراین سره ولاړ دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هوم لېنډ سیکیورټي یا د کورني‌ امنیت وزیرې کریسټي نووم دواړو پر ایکس په خپل جلا پوسټونو کې صدر ټرمپ او مرستیال صدر جې ډي وینس ستایلي دي.

مارکو روبیو لیکلي، "د صدر ټرمپ مننه چې د امریکې لپاره داسې ودرېد چې هیڅ ولسمشر تر دې مخکې هیڅکله د داسې درېدو جرئت نه درلود. امریکې ته د لومړیتوب ورکولو لپاره مننه. امریکا له ستاسو سره ده".

کریسټي نووم په دوو جلا پوسټونو کې لومړی مرستیال صدر جې ډي وینس ستایلی او لیکلي یې دي، "شک نه شته چې نن موږ د صدر ټرمپ څنګ ته سم کس لرو. مننه مرستیال صدره".

او په یو بل پوسټ کې یې لیکلي، "زه په خپل اعلی کمانډر ډېره ویاړم. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مننه چې د امریکې لپاره ودریدئ. موږ به له امریکې سره سیاسي لوبې او بې احترامي ونه زغمو".

د جمعې په ورځ له ملاقات وروسته د ټرمپ او زلنسکي په اوول افس کې ګډې خبري غونډې ته وینا وکړه چې پکې د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات هم ښکاره شول او خبرې اترې يې تودې او د تاوتریخوالي ښکار شوې. دا خبري غونډه د امریکې په ټیلیویژن چېنلونو او په یوټيوب په ژوندۍ بڼه وښودل شوه.

د صدر زلنسکي د صدارتي دفتر مشر اندري یرمک د اوکراین د صدر دفاع کړې ده او وایي صدر زلنسکي یې د هیواد لپاره جګړه کوي او د هر هغه چا لپاره ولاړ دی چې د منصفانه او تلپاتې سولې لپاره ولاړ دی. یرمک پر ایکس لیکلي:

"موږ د هغو کسانو مننه کوو چې له موږ سره ولاړ دي او د هغو کسانو مننه چې پوهیږي اوکراین یواځې [د نړۍ] په نقشه کې یو ټکی نه دی. موږ د امریکې خلکو ته د دوی د ملاتړ لپاره د زړه له تله مننه وایو. دا هغه ورځ را نیزدې کوي چې جګړه به یواځې یو یادداشت وي".

خپله صدر زلنسکي هم له خبري غونډې شاوخوا یوه ګنټه وروسته پر خپل ایکس یو لنډ پوسټ کړی، خو تر دې وړاندې یې امریکې ته د سفر په اړه نور تفصیلي پوسټونه کړي او د نورو ملاقاتونو عکسونه او ویډیوګانې یې هم خپاره کړي دي. زیلنسکي لیکلي:

"امریکې ستا مننه، ستا د ملاتړ مننه، د دې سفر لپاره مننه. صدر ټرمپ، کانګرس او د امریکې خلکو مننه. اوکراین منصفانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري، او د دې لپاره په په سمه توګه کار کوو".

د روس او یورپي هېوادونو غبرګون

د ټرمپ او زلنسکي تر منځ په خبرو اترو کې په ښکاره ناکامۍ باندې ځینو روسي چارواکو خوشالي څرګنده کړې ده. د روس د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدېو پر ایکس به په یو پوسټ کې لیکلي:

"بې ادبه خنزیر اخره په اوول دفتر کې سمه څپېړه وخوړه". میدویدېو د ټرمپ خبره تایید کړه او زیاته یې کړه چې ټرمپ "سم وایي: د کیف رژیم 'دویمه نړیواله جګړه په داو لګولې ده'."

د ګڼ شمېر یورپي هېوادونو مشرانو او چارواکو هم د امریکایي او اوکرایني مشرانو تر منځ تاوجنو خبرو ته غبرګون څرګند کړی او د اوکراین د ملاتړ لپاره یې ږغ پورته کړی دی چې پکې د فرانس، جرمني، فنلېنډ، هالېنډ، ډنمارک، سویډن، لېتویا کروشیا، ایرلېنډ، کېنېډا، د یورپي اتحاد او نورو هېوادونو مشران شامل دي.

د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډیرلېن په انګرېزي او اوکرایني ژبو په جلا پوسټونو کې صدر زلنسکي ته ډاډ ورکړی د سولې په تر لاسه کولو کې به یې مرسته او ملاتړ کوي. مېرمن اورسلا لیکلي:

"ستاسو وقار د اوکراین د خلکو زړورتیا ته درناوی کوي. پیاوړئ اوسئ، زړور اوسئ، بې ډاره اوسئ. تاسو هیڅکله یواځې نه یئ، ګران ولسمشر زلنسکي موږ به له تاسو سره د منصفانه او تلپاتې سولې لپاره کار ته دوام ورکړو".

صدر زلنسکي د ګڼ شمېر هغو هېوادونو د مشرانو پوسټونه پر ایکس باندې بیا پوسټ کړي او د هغوی مننه یې کړې ده چې له صدر ټرمپ سره تر لیدو وروسته یې د اوکراین په ملاتړ کړي دي.

د نایابه معدنیاتو تړون

له صدر زلنسکي سره تر لیدنې مخکې صدر ټرمپ وویل هغه له زلنسکي سره د تړون لاسلیک کولو ته نیزدې شوی دی، خو د دواړو د لانجمنو خبرو له کبله دا تړون لاسلیک نه شو او د سپینې ماڼۍ د چارواکو په وینا صدر ټرمپ د اوکراین ورغلي پلاوي ته وویل چې له وایټ هاوس څخه لاړ شي.

ټرمپ د غونډې په پیل کې ناارامه ښکاره کېدونکي زلنسکي ته وویل، "موږ یو څه لرو چې ډېره منصفانه سودا [تړون] ده او موږ په تمه یو چې په کیندلو، کیندلو، کیندلو او کار کولو له نایابه ځمکو یو څه ترلاسه کړو".

په دې وړاندیز شوي تړون کې له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې په فنډ کې امریکې ته د ګډ ملکیت او انتظام لپاره شرطونه شامل وو، چې په بنیاد به یې اوکراین د هیواد له قدرتي وسایلو د راتلونکې ګټې 50 فیصده ځانګړي کول.

ټرمپ او زلنسکي په تېرو وختونو کې هم مخامخ ناستې کړې دي، خو د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا د دوی لومړۍ غونډه ده. د دې میاشتې په پیل کې د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د ټرمپ له ټیلیفوني خبرو وروسته دوی دواړو هم په ټیلیفون خبرې کړې وې.

صدر ټرمپ خپله هغه دعوه هم بیا تکرار کړه چې وایي امریکې د اوکراین په جګړه کې 350 اربه ډالر لګولي دي. دا هغه شمېر دی چې د دفاع وزارت او د انټراېجنسي څارنې ډلې له ریکارډ شوو پیسو سره سمون نه خوري چې اوکراین ته د امریکې د ځانګړو شوو مرستو څارنه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG