لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې د مومندو  ضلعې د وژل شوې ماشومې خپلوان د انصاف غوښتنه کوي


پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د رپورټ ترمخه "په کال 2021 کې په پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي تیريو، تښتولو او په کم عمر کې د ودونو 3852 پېښې رپورټ شوې وې"
پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د رپورټ ترمخه "په کال 2021 کې په پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي تیريو، تښتولو او په کم عمر کې د ودونو 3852 پېښې رپورټ شوې وې"

د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې د مومندو ضلعې د وژل شوي لس کلنې ماشومې خپلوان دعوه کوي چې دغه ماشومه د جنسي زیاتی وروسته وژل شوي ده. د لاهور پوليس وايي د ماشومې په وژنه تورن کس يې نيولی او د جنسي تيري په اړه د طبي معاينې رپورټ تراوسه نه دی ترلاسه شوی.

په لاهور کې مېشت ګلاب خان مومند چې ځان په پنجاب کې د مومندو د لويې جرګې غړی معرفي کوي، وايي "دغه ماشومه يې د خپلوانو د کورنۍ ده د نورو ماشومانو سره سويمنګ پول ته تللې وه هلته د سويمنګ پول مالک سايډ ته کړې او دغه مکروه عمل یې ورسره کړی دی، ظلم زياتی يې ورسره کړی لاسونه او څټ يې ورله مات کړي وو".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د دې ځای ميډيا زمونږ خبر نه چلوي پوليس والا هم هسې خبرې کوي کله مونږ غواړي او کله دلته راځي، څنګه پېښه چې د قصور د يوې پنجابۍ ماشومې زېنب شوې وه هغې ته په ميډيا څومره کورېج ورکړی شوی وو چيف جسټس به يې د کورنۍ سره خبرې کولې دوی هم د هغې په څېر د خپلې ماشومې دپاره انصاف غواړي".

د پېښې مقدمه د لاهور په مناوا پوليس سټېشن کې د ماشومې د ورور تاج محمد په مدعيت کې درج شوې پکې ويل شوي لس کلنه خور يې د ورور او بلې خور سره سويمنګ پول ته تللې، ورور او خور يې بیرته يواځې راغلي د سويمنګ پول مالک ورته ویلي چې خور يې کور ته تللې بيا چې دوی کور ته راغلي هغه نه وه او بيرته چې تللي خور يې د سويمنګ پول مالک روغتون ته وړلې او مړه وه.

دوی دعوه کړې چې خور يې د سويمنګ پول مالک وژلې ده.

د مناوا پوليس سټېشن يو چارواکی سميع الله زېغام چې د دغه مقدمې پلټنې کوي، وايي "د ماشومې وژونکی تورن نيول شوی او د ماشومې سره د جنسي تيري په اړه د طبي معاينې دپاره نمونې اخستل شوي خو رپورټ يې لا نه دی راغلی. هغه وويل د پېښې پلټنې روانې دي.

د مومندو نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی نثار مومند وايي که د دغه ماشومې کورنۍ ته انصاف ور نه کړی شو دوی به د انصاف دپاره په پنجاب او پاکستان کې راووځي او دغه ماشومې ته به انصاف ترلاسه کوي.

هغه وويل "د پنجاب حکومت نه په لسو ورځو کې د انصاف غوښتنه کوي او که انصاف ونه شو دوی ټول مومند او پښتانه به بيا لاهور ته لاريون کوي".

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د رپورټ ترمخه "په کال 2021 کې په پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي تیريو، تښتولو او په کم عمر کې د ودونو 3852 پېښې رپورټ شوې وې".

د رپورټ ترمخه "د کال 2020 په مقابله کې يادې پېښې 30فيصده سېوا شوي 2068 ماشومانې جینکۍ او 1784 هلکان د پېښو ښکار شوي وو".

د رپورټ ترمخه په دغو پېښو کې د 2275 ماشومانو سره جنسي تيری شوی چې پکې 92 ماشومان د جنسي تيري وروسته وژل شوي هم وو.

د ساحل په رپورټ کې ويل شوي د ماشومانو سره د جنسي تیريو، تښتولو او په کم عمر کې د ودونو کولو په ټولو 3852 پېښو کې 2464 پېښې په پنجاب، 885 په سيند، 195 په خېبرپښتونخوا، 247 په مرکز، او بلوچستان کې 47 پېښې رپورټ شوې وې.

د يادې ادارې په وېنا سږ کال يې تراوسه پورې خپلې شمېرې نه دي خپرې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG