لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم په لاره د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ دوامداره ده، وایي پاکستان کې یې نور ژوند سخت شوی


په تورخم کې د پاکستاني ادارو چارواکي وايي د هېواد بېلابېلو سيمو څخه په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د بیا ستنېدنې لړۍ دوامداره ده او هره ورځ په سلګونو شمېر کې کډوال خپل وطن ته ستنېږي .

چارواکي تایيدوي چې د تېرو څو اونيو يا هفتو راهسې د بې اسناده ستنېدونکو افغانانو په شمېره کې زياتوالی راغلی دی.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو د محکمې شمېرې ښيي چې د جولايي په ۱۱مه ۷۵۰ نه زيات په ناقانه توګه مېشت افغانان خپل وطن ته د تورخم د لارې ستانه شوي دي.

دغه شمېرې زياتوي د تېر کال اکتوبر مياشتې راهسې يوازې په تورخم پوله ۳۶۸،۹۰۰ افغانان خپل وطن ته تللي دي.

ستنېدونکي افغانان وايي په پاکستان کې يې روان روزګارونه پرېښودل او د نيول کېدو له ويرې افغانستان ته ستنېږي.

د ستنېدونکو کډوالو څخه د زرين خان په نوم یو تن ډیوه سره خبرو کې وایي "مونږه درې کورونه وو او دا راسره ماشومان دي زه په خپله ډرايور ووم او نن سبا د شناختي کارډ د لاسه ډېر تنګول وو او په هرځای کې ډيره سختي وه، مونږ نور تنګ شولو ولې چې کاروبار ته چا نه پرېښودلو نو ځکه اوس خپل وطن ته روان يو او نور هيڅ خبره نشته ".

هغه وایي دوي پوليسو په کراچې کې ډېر تنګول او په هرځائ کې به يې ودرول حانکې هغه وایي خپله په پېښور کې پيدا شوی او بيا یې په ۲۵ کاله په کراچۍ کې تېر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو کمېشنر اوړمه ورځ پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پائ ته له رسولو وروسته د ياد هېواد نه مننه کړې وه چې د غیرقانوني خارجي کډوالو د اېستلو چارې یې ودرولي دي .

خو د پاکستان د خارجه وزارت وياندې هغه رپوټونه رد کړي چې ګنې پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو لړۍ وردولې ده.

افغان کډوال وايي له پاکستانه د ستنېدو وروسته دې خبرې فکرمن کړي چې په افغانستان کې به چرته اوسيږي او ژوند ژواک به څنګه کوي؟

ستنېدونکی افغان کډوال ګل محمد ډیوه ته وایي "کار روزګار خو داسې وو چې وړو هم کار کولو او غټو هم خو نه د کار خوند و او نه د خوراک خوند و، ګرمي په کې زياته وه، بجلې ډېره تله او ګزاره په کراچۍ کې ډېره سخته وه".

د هغه په خبره "او بل په کې ځورول او تنګول زيات وو چا به ویل کارډ لرې، شناختي کارډ درسره شته نو کله به يې قېد ته واچولو او بيا به مو پيسې ورکړې او راخوشي به يې کړلو او بيا به مو کار پېل کړو".

د پاکستاني ادارو چارواکي وايي په ستنېدونکو افغان کډوالو کې د هغو تنانو شمېره هم زياته شوې کوم چې پي او ار پروف او رجسټرېشن او اې سي سي يا افغان سېټيزن کارډونه لري.

حکومتي شمېرې ښيي د ۲۰۲۳ کال د نومبر له وړومبۍ نېټې راهسې ۵۵۰،۰۰۰ لکه نه زيات افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د داخله چارو مرکزي وزارت په دې روستيو کې ويلي د اې سي سي يا افغان سټيزن کارډ لرونکو افغانانو په شمېرو راغونډولو يې کارپېل کړی او په دويم پړاؤ کې به افغانان خپل وطن ته ستنولی شي خو لا په دې اړه دنیټې اعلان نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG