لاس رسیدونکی لینک

 
ریپبلکن غړي د ټرمپ د کانګرس وینا پلانونه ستایي‌ خو ډیموکرېټ یې پر ځینو پلانونو نیوکې کوې
تازه خبر

ریپبلکن غړي د ټرمپ د کانګرس وینا پلانونه ستایي‌ خو ډیموکرېټ یې پر ځینو پلانونو نیوکې کوې


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته په خپله هراړخیزه وینا کې ملک ته پر ورپېښو مهمو مسئلو باندې خپل نظر وړاندې کړ او د خپلې دویمې دورې په لومړۍ وینا کې یې د راتلونکو کلونو لپاره د امریکې قانون جوړوونکو ته یوه خاکه ورکړه. د ریپبلکن ګوند قانون جوړوونکو د هغه د دې هراړخیز نظر ستاینه وکړه خو ډیموکرېټ غړي یې پر ځینو پلانونو نیوکې کوي.

د استازو اېوان ریپبلکن غړې مونیکا ډي لا کروز وایي، "هغه به د پولې امنیت ساتلو ته دوام ورکړي. هغه به امریکا بیا سوکاله او خوندي کړي او موږ ته به بیرته هغه امریکایي خوب راکړي چې موږ د بایډن په حکومت کې بایللی وو."

د استازو اېوان یو بل ریپبلکن غړی ډوګ لامالفا وایي، دوی د ټرمپ د جنګي جذبې ستاینه کوي، "مبارزه او مقابله پیل شوې ده، خو په حقیقت کې دا هر څه او دا مبارزه د امریکې لپاره ده، ځکه، هغه خوشبیني چې هغه یې مخې ته راوړي او هغه پالیسي چې هغه یې وړاندې کوي، هغه بالکل معنا لري."

د کانګرس ځینو قانون جوړوونکو وویل ټرمپ د امریکایانو اقتصادي اندېښنو ته پام نه دی کړی.

د سېنټ د اقلیت مشر چک شومر وایي، "یو شی چې ډانلډ ټرمپ یاد نه کړ هغه د لګښتونو کمولو لپاره یو ریښتینی سنجیده پلان دی او دا اول شی دی چې امریکایان یې ډېر اورېدو ته په تمه وو، خو د دې پر ځای ډانلډ ټرمپ له کېنېډا او مېکسیکو سره د تجارتي جګړې په پیل کولو سره خپل پلانونه دوه چنده کړل خو اخراجات یې اسمان ته وخېژول."

د استازو په مجلس کې یو ریپبلکن غړي وي او اې ته وویل، ګمرکي محصولات یا ټیکسونه به د امریکې اقتصادي ځواک بیرته پر ځای کړي.

د استازو اېوان ریپبلکن غړی مایک کولینز د صدر ټرمپ انتظامیې ته په اشارې سره وایي، "تاسو به امریکایي وړتیا راوړئ، تاسو به دا کمپنۍ بیرته زموږ ساحلونو ته راوړئ او تاسو به مصنوعات ارزانه کوئ، ځکه چې تاسو به دلته په امریکا کې یئ."

ریپبلکن غړو وي او اې ته دا هم وویل، چې د دوی رایه ورکوونکي غواړي کانګرس دې د 2017م کال د ټیکس کمولو اقدام بیا تازه کړي.

د استازو اېوان ریپبلکن غړې مونیکا ډي لا کروز وایي دوی اندېښمن دي که د ټرمپ د ټیکس کمولو عم ختم شي "دا به نه یواځې د وړو تجارتونو مالکان اغېزمن کړي، چې زما په ضلع کې زیاتره هسپانویان دي بلکې دا به په ورځنۍ اوسط کچه امریکایي کورنۍ متاثره کړي. د دوی ټیکس به تر 1,200 ډالر زیات شي او دا د اوسط امریکایي کورنۍ د شپږو اوونیو د خوراکي توکو لپاره کافي دي."

د استازو مجلس لوړپوړي ډیموکرېټ حکیم جېفریز د بودیجې یا بجټ په کمولو باندې نیوکه وکړه چې کېدای شي ریپبلکن غړي یې د ټیکسونو د کمولو لپاره منظورۍ ته اړتیا ولري.

د استازو اېوان ډیموکرېټ مشر حکیم جېفریز وایي، "ریپبلکن غړي د ملک د یووالي هڅه نه کوي. دوی موږ سره جلا کوي. ریپبلکن د امریکې د پرمختګ لپاره کوشش نه کوي. دوی غواړي وخت بیرته شاته وګرځوي."

د امریکې قانون جوړوونکي هم د اوکراین او امریکې د اړیکو اوسنی حالت له نیزدې څاري. ریپبلکنو وویل د اوکراین د صدر ولادیمیر زلنسکي هغه لیک، چې له امریکې سره د خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز کوي، د ټرمپ د کلک دریځ نتیجه وه.

د استازو اېوان ریپبلکن غړی رایان زینکي، "ښکاره خبره ده له خط سره هغه بیا فکر کړی وو او ویلي یې وو، 'تاسو پوهیږئ څه دي؟' کېدای شي په نړۍ کې صدر ټرمپ تر ټولو مهم او تر ټولو طاقتور سړی وي او زه به یا کېدای شي موږ به له امریکې پرته جګړه ونه ګټو."

خو د استازو مجلس یو ډیموکرېټ غړي وي او اې ته وویل، هغه د اړیکو په حالت باندې اندیښمن دی.

د استازو اېوان ډیموکرېټ غړی ایډم ګرې وایي، "زما په نظر موږ ته پکار ده د اوکراین ملاتړ وکړو؛ هغه یو مهم متحد دی. موږ له اوکراین سره ژمنې کړې وې چې باید پر ځای یې وساتو او زه په دې باور یم چې د امریکې د وینا درناوی وشي."

د امریکې د قانون جوړوونکو پام اوس د مارچ له 14مې نېټې وروسته د امریکې د فیډرل حکومت د لګښتونو منظورۍ ته دی.

یادونه:- دا د کانګرس لپاره د وي او اې د خبریالې کېترین جیپسن د ویډیو رپوټ ژباړه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG