لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې خارجه وزیر اسرایل ته د څلور ارب ډالرو مرستې تېزولو بیړنۍ منظوري ورکړې
تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر اسرایل ته د څلور ارب ډالرو مرستې تېزولو بیړنۍ منظوري ورکړې


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې- خالي په ورځ ویلي، له اسرایل سره د څلور ارب ډالرو پوځي مرستې د چټکولو لپاره یې یوه رسمي اعلامیه لاسلیک کړې ده.

مارکو روبیو په یو بیان کې وویل، هغه خپل بیړنی واک استعمال کړی او د یوې اعلامیې په لاسلیک کولو سره یې له اسرایل د شاوخوا څلور ارب ډالرو پوځي مرستې د لړۍ تېزولو منظوري ورکړې ده.

روبیو د دې اقدام مقصد یو شمېر وسلو او ګوله بارودو ته د اسرایل د لاسرسي لپاره د مخکیني صدر جو بایډن د حکومت د یو اړخیز بندیز لرې کول بللي او ویلي یې دي، "دا یوه بله نخښه ده چې اسرایل په سپینه ماڼۍ کې تر ولسمشر ټرمپ بل لوی متحد نه لري".

د غزې په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنو په جواب کې د د جوبایډن انتظامیې د تېر کال په مې میاشت کې اسرایل ته د 900 کیلوګرامه او 226 کیلوګرامه بمونو منتقلي په ګڼ مېشتو ملکي سیمو د اغېزې د اندېښنو له امله درولې وه خو صدر ټرمپ دغه بندیز لرې کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې د ډانلډ ټرمپ د انتظامیې له واکمنېدو راهیسې په څه باندې یوه میاشت کې په اسرایل باندې د شاوخوا 12 ارب ډالرو وسلو خرڅولو منظوري ورکړې ده.

د امریکې د دفاع وزارت د فرورۍ په 28مه پر اسرایل د څه باندې درې ارب ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو اعلان وکړ او ویې ویل چې په دغو وسلو کې بمونه، ویجاړوونکي وسایل او نورې وسلې شاملې دي.

د وزارت په بیان کې راغلي، دا پرېکړه د صدر ټرمپ له حکم سره سم شوې ده چې پر اسرایل هر ډول بندیزونه په داسې حال کې منسوخوي چې اسرایل د خپلې بقا په جګړه کې له ایران او ایران پلوه ترهګرو ډلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې په جګړه بوخت دی. په بیان کې راغلي:

"د ټرمپ انتظامیه به د اسرایل د امنیت په اړه د امریکې د اوږدې مودې ژمنې پوره کولو لپاره د ټولو موجودو وسایلو کارولو ته دوام ورکړي، چې پکې د امنیتي ګواښونو خلاف وسایل شامل دي."

یو بهرني هیواد ته د وسلو ورکولو لپاره د امریکې د کانګرس منظورۍ ته اړتیا لري، چې د کانګرس د دواړو اېوانونو د بهرنیو چارو د کمېټو مشران یې بیاکتنه کوي او کانګرس ته د رسمي خبرتیا تر ورکولو مخکې د نورو معلوماتو غوښتنه کوي. په دې توګه دا کار ډېر وخت اخلي.

خو د ټرمپ انتظامیې کانګرس ته خبرداری ورکړی چې پر اسرایل د وسلو خرڅلاو په بیړني ډول دوام لري چې له دې وروسته به دفاعي تړون د کانګرس له خوا د منظورۍ لپاره تر اوږدې مرحلې نه تېریږي.

د جمعې د ورځ اعلانونه په وروستیو اونیو کې دویم ځل وو چې د صدر ډنلډ ټرمپ انتظامیې پر اسرایل د وسلو د پلورلو د چټکې منظورۍ لپاره بیړنی حالت اعلان کړ.

د بایډن ادارې هم د کانګرس له بیاکتنې پرته په اسرایل باندې د وسلو پلورلو د منظورۍ لپاره له بیړني واکه کار اخیستی وو.

حماس د 2023 کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل په ترهګر برید کې 1,200 کسان وژلي وو، چې ډېری یې ملکي وګړي وو او شاوخوا 250 کسان یې یرغمل کړي وو. د غزې د روغتیا چارواکو په وینا، د اسرایل په پوځي عملیاتو کې له هغه وخت راهیسې تر 48,000 ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې تر نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

د جنورۍ په 19مه د اسرایل او حماس د جنګ بندۍ تړون 15 میاشتنۍ جګړه ودروله او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د خبرو اترو لپاره لاره هواره کړه، چې په نتیجه کې په غزه کې 33 اسرایلي یرغمل او په اسرایل کې نیول شوي شاوخوا 2000 فلسطیني بندیان خوشي شول.

د ډزبندۍ د لومړي پړاو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته اسرایل د یکشنبې- اتوار په سهار وویل، دوی به د ټرمپ د استازي سټیو ویټکوف له خوا د روژې او د یهودانو د فسح میاشتو لپاره په غزه کې د لنډمهاله ډزبندۍ وړاندیز ومني.

اسرایل او حماس یو پر بل د ډزبندۍ د سرغړونې تور پورې کړی او د دې تړون د دویم پړاو په اړه یې شکونه راپورته کړي چې ټاکل شوې په نتیجه کې به یې اضافي یرغمل شوي او بندیان خوشي شي او د جګړې د دایمي پای ته رسېدو سبب شي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG