د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو اسرایل ته په چټکتیا د څلور بېلین ډالرو پوځي امداد د ورکړې کېدو دپاره د خالي، شنبې، په ورځ یو امر لاس لیک یا دستخط کړو.
روبیو په یو بیان کې وویل د جنورۍ په ۲۰ نېټه د سوګند د پورته کولو وروسته د صدر ټرمپ حکومت په اسرایل د ۱۲ بېلین ډالرو مالیت د پوځي سازاو سامان د خرڅولو منظوري ورکړې ده.
روبیو زیاته کړه چې د اسرایل امنیت سره خپل زوړ لوظ پوره کولو دپاره به امریکا د خپل وس ټول الات اسرایل ته ورکوي چې په کې دړکو ته د جواب ورکولو وسایل هم شامل دي.
روبيو وویل اسرایل ته پوځي امداد ورکولو دپاره يې بېړني اختیارات استعمال کړي دي.
د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د اوومې نېټې څخه شروع شوي د اسرایل او د حماس په جنګ کې د جنورۍ د ۱۹ نېټې راهسې اوربند دی.
د اسرایل او حماس جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړل او لوظ یې وکړو چې حماس به ختموي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال ونیول.
په غزه کې د جنګ د لاسه د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي دا شمېرې د باور وړ دي. اسرایل وايي په غزه کې تر ۱۷۰۰۰ پورې وسله وال يې هم وژلي دي.
د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، د جمعې په ورځ وویل د امریکې خارجه وزارت د درې بېلين ډالرو مالیت بمونه، د ودانیو د ړنګولو الات او نوره وسله په اسرایل په ممکنه توګه د خرڅول کېدو منظوري ورکړې ده.
حکومت کانګرس په بيړني بنیادونو د وسلې د ممکنه خرڅون نه خبر کړی دی خو هغه پخوانۍ لاره يې نه ده اختیار کړې چې کانګرس په رسمي ډول د خبرولو نه مخکې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوزد خارجه چارو د کمېټۍ او د سېنېټ د خارجه چارو د کمېټۍ مشرانو او د کانګرس ځینو غړو ته پېشګي موقعه ورکړی شي چې د وسلې د خرڅون جایزه واخلي او یا په دې اړه د نورو معلوماتو تقاضا وکړي.
د جمعې په ورځ د پېنټګان اعلان په وروستیو هفتو کې دویم ځل دی چې په اسرایل په چټکتیا وسلې د خرڅولو دپاره د بېړني حال اعلان کړی دی.
د مخکني صدر جوبایډن حکومت هم د کانګرس د منظورۍ نه بغېر اسرایل ته د وسلو ورکولو دپاره د بېړني واک اختیار استعمال کړی دی.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د صدر ټرمپ حکومت د بایډن د دور هغه امر منسوخ کړو چې حکومت به د نړیوال قانون د هغه خلاف ورزیو خبر ورکوي چې د امریکې وسلې په کې شاملې وي. په دې کې اسرایل هم شامل و. د ټرمپ حکومت زیاتره بهرنی انساني امداد هم ختم کړی دی.
د جنورۍ د ۱۹ نېټې د ډزبندۍ دلاندې حماس ۳۳ اسرایلي یرغمالان او اسرایل قریباً ۲۰۰۰ فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.
د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله سر ته د رسېدو نه څو ګنټې مخکې اسرایل د اتوار، يکشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د منځني ختیځ دپاره د امریکايي صدر سټیو وېټکاف په تجویز عمل کوي. په تجویز کې غوښتنه شوې چې ډز بندي دې په عارضي ډول د روژې او د یهودي مذهبي دستورې پاس اورر تر ختمېدو پورې وځنډول شي.
Forum