د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین له چارواکو سره د خبرو لپاره د مارچ په لسمه په درې ورځني سفر د سعودي عرب جدې ښار ته رسیږي، ځکه چې صدر ټرمپ د روس او اوکراین تر منځ د جګړې پر ختمولو ټینګار کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو بیان کې وویل، روبیو به په دغه سفر کې د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود سره هم ویني او په سیمه کې به د ګډو ګټو د پراختیا او د امریکې او سعودي عرب د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وکړي.
د وزارت ویانده ټېمي بروس وايي، مارکو روبیو د جمعې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر ایندري سَیبیها سره په ټیلیفون خبرې کړې او هغه ته یې "د صدر ټرمپ دا هوډ څرګند کړی چې غواړي جګړه زر ختمه کړي او ټینګار یې کړی چې پکار دی ټول اړخونه د دوامداره سولې لپاره ګامونه واخلي".
ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي به هم د دوشنبې- ګل په ورځ سعودي عرب ته لاړ شي او هلته به لومړی له شهزاده محمد بن سلمان سره وویني چې امکان لري دواړه به د جګړې ختمولو په اړه هم خبرې وکړي.
له هغه وروسته به د زلنسکي د صدر دفتر د مشر ایندري یرمک په مشرۍ د اوکراین سفارتي او پوځي پلاوی له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره په سعودي کې پاته شي.
د اوکراین په پلاوي کې د دغه ملک د بهرنیو چارو وزیر ایندري سَیبیها، د دفاع وزیر رستم عمروف او د پوځ کمانډر پاولو پالیسا هم شامل دي.
له مارکو روبیو سره به له اوکرایني چارو سره په دغو خبرو کې د امریکې د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د صدر ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف هم شامل وي.
سټیو ویټکوف خبریالانو ته ویلي دي چې "بنیادي مقصد دا دی چې د سولې د تړون او ابتدايي جنګ بندۍ لپاره یو چوکاټ برابر شي".
شاوخوا درې اونۍ مخکې هم اعلی امریکايي چارواکو په ریاض کې له روسي چارواکو سره لیدلي وو.
اوکراین وايي له امریکې سره رغوونکو خبرو ته "پوره ژمن» دی او هیله لري چې "په ضروري پرېکړو او اقداماتو باندې بحث او اتفاق» وشي.
تېره ورځ د اوکراین صدر زلنسکي پر خپل ایکس باندې په یو پوسټ کې لیکلي وو چې له اولې شېبې د سولې غوښتونکی دی او وایي د سولې لپاره یې ریښتیني وړاندیزونه پر مېز ایښي دي او مهمه ده "چې چټک او اغېزناک حرکت" وشي.
د G7 د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
په سعودي عرب کې له ملاقاتونو وروسته به د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو کېنېډا ته سفر کوي او هلته به د جي-7 هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي. دا غونډه د مارچ له 12مې تر 14مې پورې کیږي.
په فرورۍ کې د جرمني له میونیخ امنیتي کانفرنس وروسته د جي-7 هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله ګډه اعلامیه کې په اوکراین کې د "دوامداره سولې" د راوستو لپاره پر خپلو ژمنو ټېنګار وکړ او "د اوکراین لپاره د ټینګ امنیت د ضمانتونو اړتیا تکرار کړه".
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د فرورۍ له میاشتې وروسته کوم نوي اضافي بندیزونه باید په دې پورې تړلي وي چې آیا روس د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ریښتینې هڅې کوي که نه.
Forum